دریمه برخه:
ځاني مسؤلیتونه: د یو رنځپوه په توګه تل په خپل ځان پام وکړئ او ځان روغ وساتئ.د خپلې ناروغۍ د موندنې او درملنې څخه ډډه وکړئ او خپل ځان له فامیلي رنځپوه سره ثبت کړئ. که په دې پوهېږئ او یا فکر کوئ چې یوه جدي اروغي لرئ او نورو ناروغانو ته یې د لېږد خطر شته او یا داسې چې ستاسې په قضاوت به درملنه اغېزې پرېږدي نو له خپل فامیلي رنځپوه سره مشوره وکړئ،او د اړتیا په صورت کې ورڅخه بیا ځلي مشوره واخلئ.
خپل ځان، ناروغان او همکاران مو د ځینوتلونکو ناروغیو په وړاندې خوندي کړئ او ددې موخې لپاره واکسین وکړئ، د بېلګې په ډول Hepatitis B چې عام خلک یې تور زیړی ګڼي.
ستاسې کتنځی د ناروغ د کتنې لپاره یو ځانګړی ځای دی، په دې ځای کې له ناروغ او یا له ناروغ سره د راغلي کس سره دعاطفي او مینه ناکو خبرو اترو او کړنو څخه ډډه وکړئ. له هغه کس سره چې تاسې نږدې او دوستانه اړیکې لرئ د روغتیایي مشورو له ورکولو څخه ډډه وکړئ. خپل شخصي باورونه لکه : عقاید،سیاسي، مذهبي او اخلاقي باورونه ناروغانو ته په داسې ډول مه بیانوئ چئ د هغوي د ناچارئ څخه زیانمنونکي ګټه پورته شي او د هغوي د کړاو لامل شي.
جامه او چلند: ستاسې د جامو ډول ستاسې او د ناروغ تر منځ یوه بریالۍ اړیکه رامنځته کولای شي. ستاسې جامې او چال چلند هیڅکله باید د ناروغ او ستاسې دهمکارانو د نارامېدو لامل ونه ګرځي. دسینې او پنډیو ښکاره کول نه یوازې دا چې تاسې ته د سپکاوي سبب ګرځي بلکې ناروغ هم ځان ته اجازه نه شي ورکولای چې له تاسې سره خبرې اترې وکړي.مخکې له دې څخه چې د ناروغ کتنه پیل کړئ داسې جامې باید واغوندئ چې د لستوڼو اوږدوالی یې تر څنګلو پورې وي، او که لستوڼي یې اوږده وي نو پورته یې کړئ.دا چاره تاسې سره مرسته کوي تر څو خپل لاسونه په غوره توګه پاک کړئ او د ناروغیو له لېږد څخه هم مخه ونیسئ.
که ویښته مو اوږده وي ویې تړئ او د ګاڼو کارول محدود کړئ تر څو لاسونه مو په ښه توګه ومینځئ. په ځینو طبي پوهنتونونو او روغتونونو کې له ذده کړیالانو او روغتیايي کارکوونکو څخه د مسلکیتوب، پېژندنې، او د میکروبونو په وړاندې له خوندیتوب لپاره د سپینې چپنې د اغوستو غوښتنه کېږي. د سپینې چپنې تر څنګ یو رنځپوه باید له ځان سره تل خپل پېژند کارټ چې په اسانۍ سره د لوستلو وړ وي ولري او خپله غاړه کې یې واچوي.هر کله چې کوم ناروغ او یا له خپلوانو سره مخ کېږئ خپل ځان ورته په بشپړه توګه وروپېژنئ، یوه دوستانه موسکا کولای شي ستاسې له ناروغ سره مرسته وکړي تر څو خپله ستونزه په اسانۍ درسره شریکه کړي.دا چې له ناروغ سره څه ډول خبرې اترې وشي، د ناروغ په عمر،پخواني حالت،او فرهنګي چاپېریال پورې اړه لري. د تېر عمر ډېری ناروغان نه خوښوي چې په خپل نوم سره ورته غږ وشي نو دا غوره ده چې د هغوي د خوښې په نوم ورته غږ وکړئ.
ناروغ سره د خبرواترو مهارتونه:
خبرې اترې د ددوو ماهرو کسانو تر منځ یوه لیدنه ده.تاسو د یو متخصص په توګه یو ماهر کس یاست او ناروغ د خپل ځان د معلوماتو متخصص دی. د غوره خبرو اترو مهارت تاسې ته اجازه درکوي چې د ناروغ ستونزه په چټکۍ سره وپېژنئ او په پوره غور سره یې رضایت تر لاسه کړئ. د خبرو اترو کمزوري مهارتونو ځینې بېلګې په لاندې ډول دي:
د سترګو د اړیکې نه نیول
د ناروغ خبرې ته غوږ نه ایښودل
د ناروغ په خبرو کې مداخله کول
د ناهیلۍ او بدبینۍ څرګندول، عاطفي ستونزې.
که مو مهارتونه کمزوي وي له ځان څخه په ثبتولو یې غښتلي کړئ، او بیا بیا یې له ځان سره تکرار کړئ او بیا د خپل ښوونکي او یا په رتبه کې د پورته کس په وړاندې دا مهارتونه ترسره کړئ. د خپلو مهارتونو د لا ښه کولو لپاره په دوام لرونکي ډول هلې ځلې ترسره کړئ.