جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهچارواکي: نړیوال دې بشري مرستې نه سیاسي کوي

چارواکي: نړیوال دې بشري مرستې نه سیاسي کوي

تاند: ( دوشنبه، د حوت لومړۍ )  د هرات لپاره د طالبانو د والي مرستيال مولوي عبدالقيوم روحاني او د اوسني حکومت د بهرنيو چارو وزارت د نمايندګۍ د دفتر مرستيال رحمت الله فيضان په دغه هېواد کې د يونيسف له مسوول فرانس ايکويس سره وکتل.

د طالبانو د ځایي چارواکو د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د یونیسف او د هرات د سیمه ییزې ادارې ترمنځ پر همکاریو خبرې وشوې.

په دې کتنه کې مولوي عبدالقیوم روحاني څرګنده کړه، هغه بنسټونه چې بشردوستانه فعالیتونه ترسره کوي باید له سیاست څخه لرې د خلکو خدمت ته دوام ورکړي.

  ، چارواکي وایي په دې لیدنه کې، د خوارځواکۍ او د بې کوره ماشومانو ښوونه او روزنه، په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه او اړو کسانو ته د اسانتیاوو برابرول د نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې مشر هم په دې غونډه کې وویل چې د یتیم ماشومانو د پوښښ لپاره پر یوه پلان کار کوي.

1 COMMENT

  1. مولوی صاحب فرمایلی؛ هغه بنسټونه چې بشردوستانه فعالیتونه ترسره کوي باید له سیاست څخه لیری د خلکو خدمت ته دوام ورکړی ۰
    زه نه پوهیږم چي عبدالباقي حقاني سیاست،طالبانو ته په خپل کتاب کي څه ډول تعریف کړی ؟
    ایا بشر دوستانه فعالیتونه او خدمت ، سیاست سره تړاو نلری ؟
    ایا تعلیم بشری ضرورت ندی ؟
    ایا تخصص بشری اهم ضرورت ندی ؟
    ایا ښه ژوند او رفاه بشری ضرورت ندی ؟
    ایا صلح ، امنیت او متقابل درناوی بشری ضرورت ندی ؟
    ایا ښې بشری اړیکی دنړیوالو سره ، ښه سیاست ندی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب