جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې د ګلبڼ مشاعره وشوه

پکتیا کې د ګلبڼ مشاعره وشوه

تاند: ( دوشنبه، د حوت لومړۍ ) د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ آمریت له لورې د ګلبڼ مياشتنۍ مشاعره ترسره شوه.

د مشاعرې په پيل کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو رئيس قاضي ثواب جان اسلام يار وویل، چې دا ډول ادبي او فرهنګي ناستې د ځوانانو، شعر مينوالو او شاعرانو لپاره يو ښه فرصت دی.

هغه زیاته کړه: په داسې کړنو، ادبي او فرهنګي فعاليتونه لا پياوړي او ژوندي ساتل کیږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ آمر عقل خان وهاج، بيا د ګلبڼ مياشتنۍ مشاعرې پر ارزښت خبرې وکړې، او له شاعرانو او فرهنګپالو څخه يې وغوښتل چې په داسې مشاعرو کې برخه واخلي.

د طالبانو د رژیم د نورو فعالیتونو په شان، د دوی پر فرهنګي فعالیتونو هم نیوکه کیږي، چې تر ډېره طالب محوره او ملا محوره دي او نورو فرهنګیانو ته پکې د ګډون زمینه نه ده برابره شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب