Homeخبرونهزابل روغتون کې د پښتورګو مرکز پرانیستل شو

زابل روغتون کې د پښتورګو مرکز پرانیستل شو

تاند: ( دوشنبه، د حوت لومړۍ ) د زابل ولایتي روغتون د پښتورګو د درملنې څانګه پرانیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو مالي او اداري معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده وویل: ( دا مرکز د ۴ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شوی، د دې مرکز پرانیسته د یاد ولایت اوسېدونکو لپاره یو ستر زېری دی.)

د زابل عامې روغتيا رييس ډاکټر میرویس افغان د خوښي په څرګندولو سره وويل، زابلیان نور اړ نه دي چې د پښتورګو درملنې لپاره ليري ولاړ شي ځکه د دې مرکز په پرانیستې سره اوس په دې برخه کې ټولې اړتیاوې پوره کېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د نورو برخو ترڅنګ په روغتیایي برخه کې هم نړیوالو مرستندویانو خپلې مرستې کمې کړي او له دې امله خلکو ته ډېرې ستونزې رامنځته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...