جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد پوهنتون استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم ومړ

د پوهنتون استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم ومړ

تاند: (یک شنبه، د دلوې ۳۰ مه) ‏‏ د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو استاد پوهاند احمد شاه زغم د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

 دکتور زغم د حاجي رازمحمد زوی په ۱۳۳۵ کال کې د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په خالداري کلي کې زېږېدلی و.

هغه لومړنۍ زده کړې په ۱۳۴۲ کال کې د خواجه مسافر به لومړني ښوونځي کې پیل کړې، وروسته د خپلې ولسوالۍ د شهید عبدالرازق لېسې ته لاړ او په ۱۳۵۶ کال کې له نوموړې لېسې فارغ شو.

 پوهاند زغم په ۱۳۵۷ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي کې د لېسانس دورې زده‌کړې پيل کړې او په ۱۳۶۱ کال کې د نوموړي پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ شو.

نوموړی په ۱۳۶۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د علمي کادر غړی شو.

 پوهاند زغم په ۱۳۶۷ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. همدا راز پوهاند صاحب زغم په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د دکتورا زده‌کړې پايته رسولې دي.

پوهاند زغم د استادۍ تر څنګ لیکوال، څېړونکی، ژورنالیست، ژباړونکی او شاعر هم و.

 معاصره لیکوالي، پښتو عرفاني او تصوفي ادبیات، پښتو فلکوري ادبیات، د شعر ښکلاییزه برخه، پښتو چاربیته، په شپېتمه لسیزه کې د افغانستان پښتو شعر ته کتنه او رحمان بابا یو صوفي او عارف شاعر وو؟ د نوموړي مشهور چاپ شوي اثار دي.

2 COMMENTS

  1. سلام، ..انا لله و انا الیه راجعون.
    خدای تعالی دې پوهاند صاحب احمد شاه خان زغم وبښي او فردوس جنت ېې په برخه کړي. پاتې کورنۍ ته ېې صبر غواړم.
    په بښنې غوښتلو سره، آیا پوښتنه کولی شم چې متوفی خو به د ډاکټر صاحب ”زغم” سره د خپلوي اړیکه نه درلودله؟.
    که تیر وتی یم، عفوه غواړم. درنښت./برسلز د فبروري ۱۹=د سلواغې ۳۰.

  2. انالله واناالیه راجعون
    خداوند دې جنت فردوس ورنصیب کړی دا یو دې علم ځلانده ستوری وه چی مونږ له لاسه ورکړو
    او زمونږ دې ځوان نسل اینده دې تورو بلا ګانو په منګلو کښی ده الله دې له دې توری تیاری له وحشت څخه ټول ملت ته نجات ورکړې امین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب