Homeخبرونهد ملا حنفي په مشرۍ غونډه کې د حاجیانو لپاره پر اسانتیا...

د ملا حنفي په مشرۍ غونډه کې د حاجیانو لپاره پر اسانتیا برابرولو خبرې وشوې

تاند: ( یکشنبه، د دلوې ۳۰ مه ) د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه وکړه.

د ملا حنفي د دفتر په یوه اعلامیه کې راغلي:(( په دې غونډه کې د غونډو ترسره کولو څرنګوالي، د تخنيکي او روغتيايي کمېټو جوړولو او د پاسپورټونو او تذکرو وېشلو په برخو کې د اسانتياوو رامنځته کولو، واکسين، په واحد ځای کې د بانکي چارو ترسره کولو او د ۱۴۴۴ هـ ق کال د حاجيانو لېږد په اړه هر اړخيز بحث او په دې تړاو لازم تصميمونه ونيول شول.))

طالبانو په دې اعلامیه کې د یادو بحثونو او پریکړو جزیات نه دي په ډاګه کړي.

د طالبانو له لوري د حاجیانو لپاره د تېر کال تدابیر د خلکو له لوري ستایل شوي دي.

طالبانو تېرکال د افغان حاجیانو له لګښتونو څخه اضافه شوې پیسې بیرته دوی ته ستنې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...