جمعه, فبروري 6, 2026
Home+افغانستان له اماراتو د شل اوره سیالیو لړۍ وګټله

افغانستان له اماراتو د شل اوره سیالیو لړۍ وګټله

تاند (یکشنبه، د دلوې ۳۰مه) د افغانستان له متحده عربي اماراتو څخه درېیمه یا وروستۍ شل اوره سیالي وګټله او په دې توګه د درو شل اوره لوبډلۍ ګټونکی شو.

پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی باولینګ وکړي.

متحده عربي اماراتو د تېرو دوو سیالیو خلاف ښه بیټنګ وکړ. د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې یې ۱۶۳ منډې وکړې خو افغان لوبغاړو د کریم جمنت او ابراهیم ځدراڼ په مټ دا هدف په داسې حال کې پوره کړ چې ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او ۵ توپونه یې لا لرل.

د دې لړۍ، چې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په ابوظهبي کې وشوه، لومړۍ مسابقه افغانستان او دوهمه متحده عربي اماراتو وګټله.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه لوبه کریم جنت وکړه. کریم جنت، چې ال راونډر دی، په ۲۲ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. دی د دې سیالۍ غوره لوبغاړی او همداراز تر ټولو اغېزمن لوبغاړی وپېژندل شو.

له ۲۰۱۶ م کال راهیسې د دوو هیوادونو لوبډلو په خپل منځ کې ټولټال ۵ مسابقې کړي چې تراوسه یوه متحده عربي اماراتو او ۴ نور افغانستان ګټلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...