Homeخبرونهتورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

تاند: ( یکشنبه، د دلوې ۳۰ مه )  د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار مولوي محمد صدیق وایي، چې دتورخم دروازه هر ډول تګ راتګ، ټرانزیټی او سوداګریزو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

کمیسار زیاتوي چې پاکستاني اړخ په خپلو کړو ژمنو وفا نه ده کړې او دروازه د دوی د مشرانو له لارښوونې سره سم وتړل شوه.

نوموړی زیاتوي:((هيله ده هېوادوال تربلې خبرتيا تورخم ته له تګ ډډه وکړي.))

دغه طالب مقام نه دي ویلي، چې پاکستاني چارواکو ورسره په کومو ژمنو وفا نه ده  کړې.

معلومه نه ده، چې دغه دروازه به ترکله تړلې وي.

پاکستاني چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...