جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+موږ، ز مان او روښانفکر | م. اکبر کرګر

موږ، ز مان او روښانفکر | م. اکبر کرګر

موږ له مناسباتو سره پيچلي ټولنه لرو. کله ناکله دتاريخ په اوږدو کې داسې اژدهاوې لكه لوياتان (اسطوروي قهرمان) په دې ټولنه کې دځمکې له تل نه را بهر کيږي چې د دې قلمرو ټولې شتمني له ستوني تيروي او يا يي په کنډوالو بدلوي.

خو له ټولو ناخوالو سره سره که موږ دا اژدهاوې  چې په سترگو يې وينو چې زموږ د  افغاني ټولني ، په مادي اومعنوي قلمرو  لاسبري دي. له يو موهبت نه هم سترگې نه شو پټولى .دا موهبت ارام بشري انساني وجدان او خبرتيا ده.

اصلي خبرې ته را ځو اوله سرېزې تيريږو. در وښانفکر په کليمه تمرکز کوو. اصلا د روښانفکر.مفهوم چې اوس له بده مرغه په پښتوکې يې  کله داسې دسخت تلفظ (روڼ اند)  چې نوې او نا اشنا بريښي  لوستونكي کندي ته ورغوځاوري. او يا داسي نور عربي اشکال لکه منورالفکر او نور او داسې نور….چې له سړي لاره ورکوي.

په هر حال روښانفکر د انتلکچول اصلي ژباړه هم نه ده. په دې هم نيوکې شته خو اوس رواج شوې ده .«له پيښي تيښته نه شته.»

روښانفکري يا ازاد فکري په اروپا کې د مسيحي کاتوليک په وړاندې او د انکيزيسيون په مقابل کې يو را پورته شوۍ بهير و. جيوردانو برونو د خپلې ازاد فکرۍ قرباني او ژوندي يې په اور کې وسوځول شو .

گاليله په سزا محکوم شو. هغه هم د دې له پاره  چې خپل باور يې ښکاره كړ  چې ځمکه د لمر په مدارڅرخي. يا په ۱۳ م پيړى کې د فرانسي په جنوب کې د مذهبي جنگونو په لړ کې چې ديرش کاله اوسل کاله وخت يې ونيو په زرگونه او مليونونه انسانان په كې د مرگ ميلمانه شول. دا جنگونه د مذهبي فرقو ترمنځ واقع وو. له هغه وروسته د لورتر او ژان کالوين پاڅونونه را پورته شول. د پاپ د اقتدار د کمښت له پاره دا بهير تردې حده پر مخ ولاړ چې خبره يې ارتداد ته ووتله. د پاپ او کليسا د ظلم استبداد په وړاندې د باخبره او با وجدانه کسانو پاڅونونه وو.

«خو روښانفکر يعنې څه؟ هر هغه څوک چې د خپل وس په اندازه د تفکر وس ولري. په معاصر مفهوم سره انسان کله چې دقضا او تقدير له بنده ازاد شو او د خپل ژوند جلب يې په خپل لاس کې واخيست او د خپلو همنوعو ته يا  د انسان گټه يې غږ پورته كړ ، روښانفکري داېرې ته داخل شو.»

زموږ په هيواد کې روښانفکري کړۍ د شلمې پيړۍ په سر کې را وټوکيدې، هغوي  چې سواد درلود د سراج الاخبار او د حبيبي ليسي په شاوخوا راټول ول. د هيواد سره مينه، د خپلواکې سره عشق او د ملي يو والي تاءمين يې اساسي غوښتني وي، همدارنگه په هيواد کې د نسبتا عادلانه  او د سپوتيزم ضد نظام جوړول يې موخه وه. خو هغه مهال او تر ډيرو كلونو پوري د روښانفكر كليمه نه كاريدله. بلكې د شلمي پيړې په نيمايي كې دا گړنه او مفهوم وكارول شو . تر زياته حده د روسي ادبياتو اغيز وو،  چې هغو هم له فرانسوي او انگليسي ادب نه اخيستي و.

خو لومړي يادې کوچني حلقي چې د روښانفكرانو  گړنه ورته نه كاريدله  او مشروطه غوښتونكو ياديدل، وکړاۍ شول په خپلو هڅو بريالي شي. دري اساسي دندي يې ترسره کړي.

۱-په خپل فکري او فرهنگي فعاليت کې يې د خبرو اترو او د بحث زمينه برابره کړه. خبري اترې يې نورې هم ژورې  او دقيقي کړي. وې کړاۍ شول د خپلو امکاناتو لمنه وغځوي.

۲- په ټولنيز ژوند کې د مطرح مسايلو يعني مشروطيت ،قانون او عدالت او د هيواد استقلال اوملي خپلواکى گټل، دقدرت جوړښت او رغاونه اونور ،مسايل را منځ ته كړي او په هوښياري سره په دې لار كې مبارزه وكړي.

۳- د همدي بحثونو او خبرو اترو ځانگړې كړۍ د نورو مروجه بحثونو سره وتړلې نوې كرۍ يې پيدا کړل استدلالونه او نتايج او بحثونو ته ورسېدل.

لکه څنگه چې د هرې روښانفکري كړۍ او ډلې اساسي خصلت بايد په نقادانه عمل ولاړ وي دوۍ هم دا کار وکړ . بله داچې دوۍ په پوره زړورتيا سره خپلې غوښتنې مطرح کړې  ويلاړ اواراده يې پياوړې کړه .

دوۍ چې زياتره يې له دوديزو مدارسو را وتليه وو خو د مستبدو مذهبي ځواکونو  سره جدي مخالف ول ،كوم   چې د ازادې اوپرمختگ مخه يې نيوله. دوۍ دهر ډول تبعيض ،نزاد پالني، قوم پرستي، ژبني او قومي توپير سره جدي مخالف ول. کله چې د دغه کړيو لست او شخصيتونه گورو وينو  چې دهيواد د هر مليت او قوم او ژبي استازي په کې موجود و .

ټولنه  اواقتصادي ټولنيز پرمختگ او روښانفکري سنت

که په تاريخي لحاظ ډير شاته ولاړ نه شو  او د افغانستان د جوړېدو له نيټي چې لومړي دوديز دولت احمدشاه دراني ايجاد کړ يوازې د احمد شاه دراني له حاکميت وروسته په هيواد کې د قدرت پر سر جگړې پيل شوي دي. کله  چې انگريزانو د هند د لويي وچې له لارې افغانستان ته راننوتل د هيواد ډېر وروسته پاتي اقتصادي -ټولنيز او فرهنگي پرمختگ له انقطاع سره مخامخ شو . مرکزي دولتونه څو واري له منځه تللي کورني جگړې پيل شوي  اوتر هغه  چې امير عبدالرحمان خان دويم وار له بخارا راوتښتيد  اود „ازبکيه فرقي‟ په مرسته يې کابل ونيو.دهغه مهال  د نسبتا عصري دولت(!) دايجاد له پاره يې کار پيل کړ . دنسبتا عصري مرکزي دولت څخه هدف داوو  چې د دولت درې گوني ارکان يعني دپوځ دجوړيدل، دمالياتو دسيستم فعاليدل اورامنځ ته کيدل، او بيروکراسي يا دفترداري چاري دشلو کلونو په دوره کې بشپړي شوي. دقدرت ټول ټاپوگان چې دنن په څير جوړ شوي وو له منځه ولاړل.  او يو څه هم دصنعتي کيدو له پاره لاره هواره شوه.

د امير حبيب الله خان په وخت کې لومړي اخبار چاپ شو ، ډير ژر بند او سانسور شو څوکاله وروسته سراج الاخبار خپور شو. په دواړو ژبو دري اوپښتويې خپروني کولي. د حبيبي ښوونځي حربي ښوونځي  اوياد اخبار په شاوخوا يو شمير هيواد پاله  او له سواد نه برخمن منورين  را ټول شول. په يادو ښوونځيو كې  چې هندي استادان هم په كې ول  دعصري تعليم پيل وشو. همدې کوچني خو په مانا کې مقتدري ډلې په پوره زړورتيا د قانونيت او مشروطيت له پاره مبارزه پيل کړه.  چې زيات شمير يې د برحقه غوښتنو  اودملي خپلواکي دلاس ته را وړلو ارمان درلود .خو په وار وار د توپونو خولو ته وتړل شول. زندانونو ته واچول شول  اوپه زندانونو کي په غرب وغوراب کي پريوتل او دسپږو په عذاب اخته شول.

همدا وخت هيواد په اقتصادي لحاظ په ډيره وروسته پاتې دوديزه کرکيله بسيا و . صنعت موجود نه وو.  اونه ورته کار کيده. مارکيت  اوسوداگري ډېره لومړنى وه. لويي لاري موجودي نه وي. له يوه ولايت نه بل ته تگ شپي او ورځي نيولي . لنډه داچې هغه څه  چې ديوه ملت دجوړيدو له پاره اړين و لکه واحده ملي ژبه يا ژبي ،مواصلات ، مارکيت، توءاميت د اولسونو ترمنځ نژديوالي سواد اوزده کړه، ښوونه اوروزنه يا تعليمي سيستم خبري وسايل لکه اخبار  او نوري خپروني نه وي موجودي، دا کار د دې سبب وو چې دهيواد وگړي او قومونه دوحدت په يو واحد ديگ کې جوش ونه خوري. او جلا ټاپوگان پاتي شي.

په هيواد کي دمشروطه غورځنگ په رامنځ ته کيدو سره سياسي درايت ،پوهه او تفکر د ټولنيزو اقتصادي پرمختگونو اوحالاتو تر مخه تللي و ، همدا سبب و  چې انقطاع حکومت کاوه.

لومړي  روښانفکران يا دويم مشروطه پلويان  چې په سراج الاخبار او د حبيبه مدرسې په شا وخوا راټول ول ،دلومړي وار له پاره يې د وطن ،بيداري، ملت او نور مفاهيم عام کړل. همدا غورځنگ و چې دملي خپلواکي دترلاسه کولو له پاره او د امانيه دولت د ايجاد لپاره محرکه قوه شوه. امانيه دولت د يو عصري او مشروطه خواه دولت په توگه د شورا  اوجرگي لاره ونيوه. دعصري تعليماتو  اوښوونځيو دجوړيدو لاره يې غوره کړه . „دگريگوريان تاريخ په دې هکله مفصل مالومات لري‟. راديو اواخبارونه رامنځ ته شول. خو دمذهبې  ځواکونو  او د تور ذهنه  اودترقي او پرمختگ ضد ځواکونو تل دپرمختگ مخ نيوۍ کاوه. تر هغه  چې دبهرنيانو په شرارت او د کور دننه د قرون وسطايي ځواکونو په مټ پاڅونونه او په هيواد کي شورشونه رامنځ ته شول.

دا جريان دېوې بلې انقطاع دايجاد سبب شو ، د ډېرو کلونو له پاره د هيواد پيل شوې اقتصادي ټولنيز او فرهنگي  څرخ له فعاليته ولويد. مخه يې ډب شوه. د ملت جوړوني پروسه له خنډ سره مخامخ شوه.

د امير حبيب الله کلکاني له سقوط وروسته په ډېر کرار اوبطي ډول دپرمختگ پروسه پيل شوه. خو کوم تړونونه  چې دهيواد د حاکميت او له هغه ترمخه دانگليس له دولت يا برتانوي هند سره شوي وو دهيواد پرمختگ بياهم په ټپه ولاړ و .د هاشم خان استبداد چې د امير عبدالرحمان او حبيب الله په دربار کي را لوی شوي و د تاريخ له حافظي بهر نه دۍ.

بيرته شاته مخ اړوو  اودمشروطه دوري دڅو مشهورو روښانفکرانو دکړنو  اوزړورتيا څو بيلگي را اخلو :

زړور او په هيواد او خلکو مين دهيواد د ترقۍ بي کچې زيات ليوال مشروطه غوښتونكي زموږ د تاريخ ستر وياړونه دي. هغوی د قومونو ترمنځ توپير او تعصب نه پيژانده، د ژبو توپير ورسره نه و په دغه ډله کې د بيلابيلو قومونو ايليت کسان  او د مليتونو افراد راټول شوي  او د  واحد افغانستان د ازادي له ارمان سره را پورته شوي او مبارزه يې کوله.

يو ستر شخصيت مولوي سرور واصف و ، د مير قاسم خان  دوينا له مخې:

«واصف داسې استاد وو  چې دحبيبيه مدرسې د هغه مثال نه وو ليدلي ، هم عالم و اديب اوشاعر  اوهم څرگند او زړور و. د روښانفکرانو سر لاري و. ډير ظريف  اوخوش طبع انسان . د درې ژبي داستادانو اشعار  اوقصايدو زرگونه بيتونه يې په حافظه کې وو . شوخې ټپې يې هم ويلي. هغه دخپل ورور سعدالله دپلار دکاکا زوې عبدالقيوم خان اوکاکا عبدالرحمان خان سره په شير پور کي بنديان شول  اودوه ورځي وروسته دشير پور په غونډۍ کي توپ ته وتړل شول. د سعدالله خان اوعبدالقيوم خان سره يو ځاۍ اعدام شو . » (مشروطيت ۳۸)

په ۱۳۲۷ قمري هجري کال مولوي محمد سرور خان دمشروطه نهضت پياوړۍ مشر دخپل ميلمستون په باغ کې په يوه کوټه کې غونډه جوړه کړې وه هلته زيات مشروطه غوښتونکي را ټول وو . هغوي په گډه يوه عريضه ترتيب کړه  چې په لنډ ډول دپادشاه پام  دې ته را واړوي  چې دحکومت چاري دمشروطه قوانينو په اساس عياري کړي  اوله خپل سره احکامو مخه ونيسي . دا عريضه پروفيسور غلام محمد ميمنگي له خوا جلال اباد ته يو وړل شوه .سره له دې  چې پادشاه په لومړي سر کې مشروطه غوښتونکي دومره بد نه گڼل خو جواسيسو اوچاپلوسو کسانو ورته هوا ورکړه . څلور تنه يې همالته اعدام کړل . دا ځوانان لعل محمد خان غلام بچه جوهر شاه غلام بچه  ، محمد عثمان خان پرواني  اومحمد ايوب خان پوپلزايي و. امير ترمخه  چې داعدام حکم صادر کړي هغه دوه غلام بچه گان را وغوښتل  او ورته يې وويل : ولي مو دعزت او نعمتونو په وړاندې نمک حرامي وکړه . يو زړور ځوان جوهر شاه غوربندي  دوېرې اوډار پرته دحکومتي مقاماتو  اود دولت دظلمونو يوپه يوه يادونه وکړه  بيا يې دواړه ځوانان هملته په تومانچه ووژل . دا شعر هغه مهال دځوانانو دژبې ورد و :

به ملک جم ندهم مصرع نظيري را +هر انکه کشته نشد از قبيله ء ما نيست .

پروفيسور غلام محمد خان ميمنگي ديوې مشهور ازبک کورني څخه و  چې داول مشروطيت له ارکانو څخه گڼل کيده هنرمند  اومتفکر شخصيت و ، ترقي غوښتونکي  اود امير عبدالرحمان له کورنۍ سره يې خپلوي هم درلوده . وايي کله  چې دمشروطه غوښتونکو عريضه جلال اباد ته يو ړل شوه هلته له نورو مشروطه غوښتونکوسره بندي اوکابل ته را وړل شو خو دانځور گري له پاره به هره ورځ ارگ ته بيول کيده .

استاد انور بسمل يو بل فعال شخصيت وو. دحبيبي مدرسې ممتاز زده کوونکي ،شاعر ،عالم  اواديب و، دۍ عملا يو صوفي اوعارف شخصيت و ،

ملا فيض محمد کاتب هزاره هم د دې ډلې يو فعال شخص و .جوهر شاه غوربندي (۸۳) يوبل فعال شخص و  چې په همدې ډله کې يې مبارزه کوله .

وايي چې امير حبيب الله خان دلغمان په کله گوش کې دهمدغه شجاع الدوله له خوا ووژل شو . د مشروطه نهضت يو له زړورو اووطنپرستو زلمو څخه عبدالرحمان  خان لودين و چې د«کبريت» تخلص يي کاوه . هغه له کوچنيوالي دخپل پلار په سيوري کې  چې کاکا سيد احمد خان نوميده اودلومړيو مشروطه غوښتونکو څخه و را لوي شوي و .همدا شخصيت  و  چې په شور بازار کې يې دامير حبيب الله خان په موټر ډزي وکړي  اودمرحوم عبدالهادي داوي سره يو ځاۍ بندي شو .داعدام حکم پري شوي و خو کله  چې امير حبيب الله ووژل شو  نو له اعدام نه بچ شو .

کبريت هغه شخصيت و چې دپغمان په لويه جرگه کې يې (۱۹۲۴  او ۱۹۲۸ دخلکو دغوښتنو استازې توب کاوه .  اوهمدارنگه دقصر ستور په غونډه کې يې کله  چې امان الله خان ځيني افراطي ريفورمونه اعلان کړل ځان يې انقلابي پادشاه وباله ،کبريت وويل :

«اعليحضرت ځان انقلابي پادشاه بولي نو هيله ده  چې انقلاب د دولت په دستگاه کې را ولي.لس کاله کيږي  چې اعليحضرت دصدارت عظمي دنده شخصا پخپله پر مخ وړي په داسې حال کې  چې انقلاب د دې غوښتنه کوي  چې يو بل مسوول شخص دصدراعظم په توگه وټاکي  چې خلکو ته مسوول وي . عبدالرحمان لودين اوعبدالهادي داوي دواړو ويل  چې موږ د ښځو دنقاب درفع پلويان يو خو په دې موقع کې نه  چې دانگليس دسايس په افغانستان کې زيات دي . له همدې نه ځيني هم دسيسه جوړوي ،

عبدالرحمان دپښتو اوفارسي ژبو ليکوال  په فارسي شاعر و دفاسدو کسانو په باب وايي :

هريک نشسته است به زين انچنان تلک

کش نيست غم زملت وپروايش از ملک

با صد غرور وکبر همي تازد اسپ دک

کس نيست تا به سينه ء ايشان کند شليک

خوب اۍ خران چريد که تا چاغتر شويد !

بايد يوه يادونه وکړو  چې په دې ليکنه کې زموږ هدف دروشنفکري تاريخ دتکرار هڅه نه ده ،  اونه تکرار ته اړه شته . خو ددې يادونه اودځينو شخصيتونو يادونه  په واقعيت کې ديو سنت يادونه ده .  دا د دې خبري يادونه هم ده  چې دهيواد دگټو اوازادي په اړوند دبيلابيلو قومونو اومليتونو« ايليت» عناصرو ورته دريځ درلود . په نادرشاهي دور کي هم موږ گورو  چې همدا سنت پالل کيږي .  دسردار هاشم خان دصدارت  اواستبداد په وخت هم  داستعمار سره دنه پخلا کيدونکو عناصرو څخه زندانونه ډک و، مرحوم هاشم زماني په خپلو خاطراتو کې ليکي :

« د دغو وطنپالو ازادي غوښتونکو نومونه دادي : بابا عبدالعزيز الکوزي ،  چې يو اويا کلن سړي و، عمر خان چي اصلا دهرات و په جرمني کې يې دټوکرانو درنگولو دفابريکو په باره کې تعليم کړي و ، سرور جويا ،غلام نبي خان هزاره ،  چې په چپه شاخ فرقه مشر مشهور و ، کاکا علي خان ،برات علي خان ،کاکا امين جان ، ترک افندي ، وکيل سعدالدين ،عبدالغفار  چې په سرحد دار يې شهرت درلود ، عبدالغفور : د غازي امان الله خان سلماني و  اونور بنديان . » ۱۹مخ

دخاطراتو مولف ليکي  چي د بابا عبدالعزيز جرم دا وو  چې په يوه جوړه شوي لويه جرگه کې يې په ډيرو شديد و الفاظو د انگليس سره دوسلو د پيرودلو دتړون مخالفت کړي و .هغه وکيلانو ته په خطاب کي وويل :

دافغانستان خلک اوملت هيڅکله دا نه غواړي  چې د برتانيي له دولت سره دي د دوستې يا دوسلي اخيستلو قرارداد وکړي .دافغانستان ټول خلک دانگريزانو نه ډېرې زياتي بدې خاطري لري .  اوهغوي خپل دوښمنان گڼي . اوس دافغانانو وطن يو ازاد  او خپل واک وطن دۍ  چې دهيڅ اجنبي وطن تر تاثير لاندي نه شي راتلي . بابا عبدالعزيز په همدي جرم ددهمزنگ په قلعه جديد کې پنځلس کاله بنديتوب تير کړ .

لنډه داچې  دافغانستان دځمکي تماميت ، دخپلواکي ، واحد هيواد  اودورونو قومونو موجوديت په اصيل روښانفکري غورځنگ کي بې بديله سالاران درلودل  چې له هيواد پرته يې په بل څه فکر نه کاوه .

 اوسني زمان :

اوسني دوران  زموږ دهيواد يو ه ډله روښانفکران  دکافکا دگريگور سامسا په څير مسخ شوي دي . البته ديو شمير په خپل وطن اوارزښتونو او خلاص ذهنه کسان مستثنى دي خو هغوي  چې دروښانفکري دعوه کوي  تر زياته حده دقومي ژبني  ښاري  او ان مذهبي تعصباتو په خوسا ډنډ کي لامبو وهي . دې  کار دوه لاملونه لرل.

يو دا چي گويا فکر کوي چې تير رژيمونه مستبد او دنورو قومونو حق يې تر پښو لاندې کړي دې . دا ليد يوازې هغه مهال ناسم ثابتيږي  چې کله دټولني تېر تاريخ ته د تعصب له عينکو ونه کتل شي  بلکي په مجموع کي له يو طبقاتي دريځ نه وکتل شي . په دي مانا که يو زمامدار پښتون و ، نو دپښتنو قبايلو ژوند څه تر لاسه کړل ؟ ايا په کتلوي ډول بې سواده اوناليک لوستي پاتي نه شول؟ ايا په خپلو منځو کې په تفرقو اوجنگونو کي ښکيل نه شول؟  ايا دشينوار نه کله منارونه جوړ نه شول؟ ايا دپکتيا اولسونه داوږدو کلونو  له پاره له ښوونځي بې برخي پاتي نه شول؟ . همدا کار له هزاره وو سره هم شوۍ دۍ . له تاجيکو سره هم ايماقو ، ازبکو اوترکمنو سره هم شوۍ دۍ .

خو بل عامل يې دادۍ  چې ددې له پاره  چې د ورونو قومونو او مليتونو (ځان خبري) او ملي معرفت سطحه لوړه شي، له همدې ټپونو څخه دوښمن گټه اخلي او همدا دردونه ورته عنوان کوي. د جلا والي او د قومونو سره د کرکي اور ته پکي وهي.

ځيني د مسايلو ژورو ته نه گوري د  چړي او ټوک خور کس ژبي ته گوري، خو په واقعيت کي همدا چړماران د پښتنو د ازادي پرمختگ، ترقي په وړاندي دسيسه ده. خطرناکه دسيسه چې وروسته به لا روښانه شي.

څيني تپوسونه را ولاړيږي. دوه ډلې  چړ ماران پښرتانه بولي. يو خپله چړيان او بل هغه كسان چې نيابتي دنده لري:

لومړۍ ډله ددې له پاره دا كار كوي چې دپښتنو پر ضد دنورو اولسونو كركه اونفرت زيات كړي. او دا پاكستاني نسخه ده د هيواد د پاشلو او دوښمنيو د جوړيدو او هغي ته دپكې وهلو له پاره. البته په دې باب ډير مسايل شته  چې په دې ليكنه كې نه  ځاييږي .

دويمه دا چې ځيني دنورو په نيابت دا كار كوي. پښتون رښتيني روښانفكر هيكله په دې باور نه دى. واقعي روښانفكر ته :په مشهوره اصطلاح  تبعيض رنگ وبو برايشان حرام است .

ميم الف كاف .

2 COMMENTS

  1. د کرګر صاحب له تنویری لیکنی څخه په مننی سره ؛
    روښانفکری به ” پیل ” ولری خو ختمیده نلری او کائناتو غوندی د ” انبساط ” او پراختیا په حال کی ښکاری.
    زړه می غواړی چی پراخ بحث وکړم خو کفایت به وکړی چی:
    که پیړی پیړی مخکی ” روښانفکری او روښانفکرانو ” د کلیسا د مست یابو په وړاندی د تحرک او خوښت او پاڅون مبارزاتی لباس او جامی غاړی ته اچولی وی
    خو
    نن ورځ همهغه کلیسائی ضد مبارزان او د هغوی ” روښانفکر نسل ” خپله په بل کلیسائی مُلا بدل سوی دی او کلونه کلونه ئی د ” تمدن ” تر نوم لاندی د افریقا او آسیا او لاتینی امریکا پراخی پرګنی د استعمار او استثمار او استحمار په دام کی را ګیر کړی دی. همدا نن ورځ د نړی پر مخ ټولی جګړی د همدغو پرونی روشانفکرانو او نننی متمدینو انسانانو د خائنانه نقشو محصول دی.
    د نن ورځی د مځکی د کُری د اکثرو اوسیدونکو خواشینوونکی حالت او وضعیت د نړیوالو روښانفکرانو ( فیلسوفانو او ساینسپوهانو او بانکدارانو او پانګه والو او پټو او مرموزو نژاد پرستانو ) د ارادی سره مستقیمه اړیکه لری.
    سپین سترګی دی حد ته را رسیدلی ده چی:
    څلویښت پنځوس ورځی مخکی د اروپا د اتحادئی د خارجه چارو مسئول ( جوزف بورل ) په یوی عمومی او رسمی غونډه کی په صراحت دا جمله تر خولی را وایسته:
    ” اروپا یو باغ دی او نوره نړی یو ځنګل دی “.
    او
    زموږ د روښانفکرانو! فکری غفلت دومره غلیظ دی چی:
    یقین لری ( زموږ ) د هیواد د تاریخ او جغرافیا او ټولنی د توری ورځی په رامنځته کیدو کی ” غربی ” روښانفکر او متمدن انسان هیڅ رول نلری.

  2. ستا نظر دقدر وړ دی دا یو کوچنی بحث و دویلو له پاره نور ډیر څه لرم خو کارونه هم بارونه دی او ژوند داسی پیټی دی چی تر لاندی یی ستمی کاږو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب