پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهط د بلاول بوټو یوه خبره تایید او څو نورې رد کړې

ط د بلاول بوټو یوه خبره تایید او څو نورې رد کړې

تاند: ( یکشنبه، د دلوې ۳۰ مه ) د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزارت په مونیخ کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د خبرو په اړه غبرګون وښود.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: (( د بلاول بوټو د هغو خبرو هرکلی کوي چې سوله ییز افغانستان یې د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده چې نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي، کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي، بانکي محدودیتونه دې لرې کړي او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.))

سرچینه د بلاول هغه څرګندونې له حقیقته لرې بولي، چې ګواکې ترهګرې ډلې ښايي له افغانستان څخه ترهګریز فعالیتونه وکړي او که نړیواله ټولنه دې مسئلې ته جدي پام ونه کړي نو د پاکستان په څېر به نه یوازې د افغانستان نږدې ګاونډیانو ته ګواښ شي، بلکې غرب ته به هم ګواښ وي ځکه افغان حکومت لا تر اوسه منظم امنیتي ځواکونه نه لري.

طالبان وایي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته یې په عمل کې ثابته کړې چې د منظمو او مجربو امنیتي ځواکونو پر مټ يې هیچاته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

د طالبانو د ادعا له مخې، د افغانستان امنیت اوس د نړۍ تر ډېرو هېوادو ښه دی.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:((غواړو د سیمې او نړۍ د هېوادونو پام دې حقیقت ته راوګرځوو چې موږ هم د اشغال پرمهال او هم له فتحې وروسته د افغانستان او سیمې د امنیت ټینګښت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي، چې په پایله کې يې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې امنیت سره مرسته کړې ده او د سیمې د امنیت پرخلاف تر ډېره د پخوانیو ګواښونو مخه نیول شوې ده.))

طالبانو وړاندې په خپله دغه اعلامیه کې زیاته کړې:((د پاکستان وروستۍ نا امني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی. طالبان ټینګه اراده لري چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چي د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي. همداراز پاکستان ته مشوره ورکوو چي په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث کړي.))

پاکستان د طالبانو دغو څرګندونو ته بیرته ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له څو میاشتو راهیسې ورته دیپلوماتیکې او په ځینو مواردو کې وسله والې ناندرۍ رامنځته شوي دي.

1 COMMENT

  1. زه نه پوهېږم چې پنجابیان څنګه ځان ته دا حق ورکوي چې د بل هېواد په استازیتوب په نړیوالو محفلونو ، کنفرانسونو او غونډو کې د افغانستان د استازو پرځای خبرې کوي ؟ کله پښتانه بې کلتوره بولې ، کله زمونږ د بلاک شویو دالري سرمایو غم اخیستی وي او کله کله بیا د تروریزم او د هغو د خطرونو په هکله وړاندوینې کوي .
    که د دوی مستعمره وي ، نو مخامخ دې اعلان وکړي چې ټوله نړۍ پرې پوه شی . که د افغانستان خارجي او د باندېنیو چارو سیاست د دوی په انحصار کې وي ، بیا هم نړیوال باید پوه شي چې نور هېوادونه حق نه لري د پنجاب له اجازې پرته له افغانانو سره خبرې وکړي .
    او که ط ځانونه خپلواک بولي یا افغانان خپل هېواد مستقل بولي ، نو بیا دوی دا حق نه لري ، د افغانانو د سرنوشت په هکله ځانونه په تکلیف کړي . افغانان پوه شه او کار یې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب