جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهمجاهد: ازبکستان دې اندیښنه نه کوي، د آمو سیند له اوبو استفاده...

مجاهد: ازبکستان دې اندیښنه نه کوي، د آمو سیند له اوبو استفاده زموږ حق دی

تاند: ( یکشنبه، د دلوې ۳۰ مه )   په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي پراختیایي شرکت د معلوماتو له مخې د “قوش تېپې” پروژې د لومړي فاز ۵۴ سلنه کار بشپړ شوی، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د آمو سیند له اوبو څخه ګټه اخیستل د افغانستان حق دی.

هغه زیاته کړه، موږ له ازبکستان سره دوستانه اړیکې لرو او دغه هېواد هم د افغانستان ملاتړی دی.

مجاهد وویل: «موږ د اوبو یو څاڅکی له نورو هیوادونو نه اخلو، نه یې اړتیا لرو او نه یې غواړو. نو هیڅ هیواد باید اندیښنه ونه کړي. موږ له ازبکستان سره ډېرې دوستانه او ښې اړیکې لرو. موږ باور لرو چې دوی د افغانستان د آبادۍ او خپلواکۍ پلویان دي او په دې برخه کې له موږ سره همکاري کوي».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اکانومیسټ مجلې په یوه مقاله کې د قوشتیپې کانال د جوړولو له امله د طالبانو د ادارې او ازبکستان ترمنځ په اړیکو کې د ترینګلتیا وړاندوینه کړې ده.

د قوشتېپې کانال شاوخوا ۵۰ کاله وړاندې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال (۱۳۵۲-۱۳۵۷) طرحه شوی و، خو په دغه موده کې په افغانستان کې د جګړو او بې ثباتۍ له امله عملي نه شو.

دغه کانال د امو سيند اوبه د بلخ، جوزجان او فارياب ولايتونو ځينو سيمو ته لېږدوي. د دغه ۲۸۵ کيلومتره کانال له جوړیدو سره به شاوخوا ۷۰۰ زره هکتاره ځمکه چې اوس ترې ګټه نه اخيستل کېږي، خړوبه شي.

ځينې شنونکی باور لري، چې د قوشیپې کانال جوړیدل ممکن په ازبکستان کې د اوبو کمښت رامنځته او د پنبې حاصلات یې زیانمن کړي.

3 COMMENTS

  1. ستاسو ښځی غی ټول عمر چی افغانان زیانمن شول یوه شنونکی دا نه ویل چی افغانان زیانمن شوی. واقعآ چی د آمو د سیند اوبو کی د افغانانو خورا ډیره برخه ده او باید ور څخه استفاده وشی. دی کار کی طالبانو سره همنوا یوو.

  2. گومان نه کوم د آمو سیند دومره بخیل او وړوکی وی چی د کانال د بیلوَلو له وجی په اصطلاح وارخطا سی ضمناً یو علمی _ حقوقی د منلو وړ فورمول هم دا ستونزه حل کولای سی.
    هیله ده زما ناصالح او غُل او غل زوی ( ستر مارشال صاحب دوستم) ددی کانال تر بشپړیدو پوری د سیاسی پیښو په ځنګل کی همداسی سرګران او ګرفتار وی.
    ممکن د دوستم په شتون کی ددی کانال شتون هم ناشونی وای ځکه ازبکستانیانو او دوستم په یوه کونه غول کول.

  3. د آموسیند د افغانستان او شمالي ګاونډیوهېوادونو ترمنخ طبیعي پوله جوړوي
    دغه اوږد سیند 2540 کیلومتره طول لري چې د افغانستان له واخان او د تاجکستان له پامیر نه سرچشمه اخلي ، شاوخوا 1126 کیلومتره د افغانستان ، تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان ترمنځ طبیعي سرحد جوړوي . د پامیر ، واخان ،کوکچې ، کندوز او شیوا سیندونو اوبه چې زمونږ له هېواده سرچینه اخلي ، د آمو له سیند سره یو ځای کیږي چې د ټولو اوبو 40 سلنه جوړوي . تر ټولو لومړی د واخان سیند دی چې د آغسو ، پنج ، وخش ، کوکچه او کافرنهان له یوځای کېدو وروسته د آموسیند په نوم یادیږي .
    د غزلسو ، چک ، کافرنهان ، وخش ، سرخان دریا او شیرآباد د دې سیند نور مهم معاونین دي چې د شمال له خوا له آمو سیند سره یوځای کیږي .
    په دې سیند باندې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تاش ګذربندر ، حیرتان بندر ، شیرخان بندر او کلفت بندرونه جوړ شویدی .
    کله چې اوبه یې زیاتې وي ، د شیرخان بندر او حیرتانو بندر ترمنځ شاوخوا 900 کیلومتره اوږد والي په اندازه د بېړۍ چلولو لپاره مساعده وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب