جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهجوزجان کې د آمو سیند د غاړو د تحکیماتو پروژه پيل شوه

جوزجان کې د آمو سیند د غاړو د تحکیماتو پروژه پيل شوه

تاند: (یک شنبه، د دلوې ۳۰ مه) ‏‏د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالي کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژې چارې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال مجیب الرحمن عمر آخندزاده او یو شمېر نورو چارواکو له لوري رسما پيل شوې.

طالب چارواکي وايي، د یادې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د آمو سیند له اوبو څخه د زیانمنیدونکو ساحو د ویجاړیو څخه مخنیوی وشي.

طالبانو د يادې پروژې د پيل نور جزییات نه دي روښانه کړي.

‏د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، انجنیر مجیب الرحمن عمر، څه موده مخکې ويلي وو، چې د امو سیند سواحلو د تحکیم پروژه یوه اوږدمهاله پروژه ده او د امو سیند سواحلو تحکیم لپاره په ټولیز ډول ۶ میلیارډه افغانیو ته اړتیا ده.

د طالبانو يوه څېړونکي پلاوي څو مياشتې مخکې وويل، چې د ياد شوي سیند د سواحلو د تخريب له امله ګاونډيو هېوادونو د افغانستان شاوخوا ۲۵ کيلومتره خاوره لاندې کړې ده.

طالبانو وروسته په دې اړه نور څه ونه ويل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب