شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر: د بهرنيو ځواکونو پخواني پوځي اډې په اقتصادي زونونو بدلوو

ملا برادر: د بهرنيو ځواکونو پخواني پوځي اډې په اقتصادي زونونو بدلوو

تاند: (یک شنبه، د دلوې ۳۰ مه) ‏‏د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دوی د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې .

د ملا برادر مطبوعاتي دفتر وايي په دې غونډه کې له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

 په غونډه کې پرېکړه شوې چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې دې پر ځانګړو اقتصادي زونونو د بدلولو په موخه په تدریجي ډول له پلان سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي.

د ملا برادر دفتر وايي:((په همدې موخه دې له یادو اډو څخه یوازې د بلخ او کابل پر هغو ازمایښتي کار پیل شي. همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د شاه و عروس بند د پاتې چارو د بشپړېدو او د چارو د کیفیت په اړه د اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د یاد بند د پاتې چارو او کیفیت په اړه خپلې څېړنې ترسره او راپور یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي.))

د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اوسپنې پټلۍ او برېښنا اړوند د لومړیتوبونو په موخه دې دوه جلا کمېټې د اوسپنې پټلۍ ادارې په سرپرستۍ او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ جوړې او د اوسپنې پټلۍ او د برېښنا تولید اړوند هغه پروژې مشخصې کړي چې د افغانستان د داخلي عوایدو پر مټ یې ودانیزې چارې بشپړېدای شي.

همدا ډول په غونډه کې پر بار وړونکو موټرو د GPS سیستم نصبولو موضوع په اړه بحث وشو. پرېکړه وشوه چې موظفه کمېټه دې په دې اړه له اړوندو شرکتونو سره خبرې وکړي او راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

‏د غونډې په بله برخه کې د نوي ښار د پارک جوړولو په طرحه هر اړخیز بحث وشو.

 پرېکړه وشوه چې په یاده طرحه کې راغلي تعدیلونه دې له کور او ښار جوړولو وزارت او همدارنګه کابل ښاروالۍ سره شریک او له هغې وروسته دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.

‏د غونډې په پای کې د هغو سترو زیربنايي پروژو په اړه بحث او راتلونکی کال ورته د بودیجې د ځانګړي کولو منظوري ورکړل شوه، چې د کارونو ډېره برخه یې ترسره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب