ډاکتر عیسي ستانکزی
ښی او کیڼ لاس دې موټی کړه اوبیا ېې یو بل ته نیژدې کړه ستا ماغزه همدومره دي. هر موټی دې د مازغو یو لوری یا نیم کره ده. وزن ېې د شیدو د یوه وړوکي قوطي په اندازه دی. تصور وکړه همدومره وړوکی شی ستا د ټولو زده کړو او تجربو لپاره ځاي لري. ستا ټولې خاطرې، په درې کلنۍ کې ستا د دوبي له رخصتیو رانیولې، تر ځلمتیوب او لوینې او حتي تر دې شیبې پورې چې دغه کلمې لولي ستا ټول یادونه پکې خوندي دي. ټول په دې وړوکې غوټه کې چې د کایناتو تر ټولو پیچلې ښکارنده ده پراته دي. دغه وړوکې غوټه د یوه ګروپ یا بلپ په اندازه انرجي مصرفوي. هغه کس چې د مازغو پچلتیا ته حیران او ګوته په غاښ نه شي نو هیڅ شی به ېې حیرانه نه کړاي شي.
پر مازغو څیړنه موږ ته د انسان بیولوجیکي توان او قابلیت را په ګوته کوي خو دا په دې مانا نه ده چې زموږ وړتیاوې او د مازغو توان په سمه توګه ارزول شوی دی. خو دغو څیړنو دا خبره ثابته کړې ده چې مازغه څومره ډیر بدلیداي شي او د وخت په تیریدا سره تغییر کوي، نه یوازې په ماشومانو کې بلکه په لویانو کې هم د مازغو د فزیکي بدلون امکانات موجود دي. په مازغو کې په دوامداره توګه نوې حجرې جوړیږي، په پرله پسې توګه سینپسونه یا د مازغو د حجرو او رشتو ترمنځ غوټې او تړاونه جوړیږي او له منځه ځي. ټول هغه کارونه چې ته ېې ترسره کوې، او هر ځل چې ته فکر کوې د مازغو له بدلون سره مرسته کوي. په بله مانا ویلی شو چې مازغه یو جامد نه بدلیدونکي چیني لوښی نه دی بلکه یو پلاستکي او موم ته ورته شی دی چې تل بدلون کولی شي.
نو څنګه دغه موم ته ورته مازغو ته بڼه ورکولی شې؟
د مازغو لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ته څومره فزیکي حرکت لرې او څومره سپورټ کوې. فزیکي حرکت او سپورټ کول نه یوازې ستاسو بدني روغتیا ته ګټه رسوي او فزیک او روحیه دې ښه کوي بلکه دا خبره اوس بیخي ثابته شوې ده چې فزیکي حرکت او منظم سپورټ ستاسو د تمرکز وړتیا، حافظه او خلاقیت زیاتوي. دغه راز د سټرس په وړاندې ستاسو مقاومت زیاتوي. که سپورټ کوې نو د معلوماتو په شننه او پروسس کې چټک کیږې او دغه راز چټک فکر کولی شې او کله چې اړتیا پيښه شي نو فکر دې له یوې سرچینې بلې ته په بیړه بدلولی شې. دا په دې مانا ده چې د مسلو په حل کې دې د مازغو وړتیا زیاتیږي. پر دې سربیره کله چې شا وخوا مو شور وي او یا په څو مسلو په یو وخت کار کوي تمرکز ته مو ستونزه نه پيښیږي. له فزیکي پلوه په فعالو کسانو کې په یو وخت د څو کارونو د تمرکز وړتیا زیاته وي. حتي فزیکي فعالیت او سپورټ کول ستاسو خلاقیت او پوهه زیاتوي.
ښايي دا خبره درته عجیبه ښکاره شوي وي؟ کله چې انسان غواړي مذبوتې مټې ولري نو باید د مټو د مذبوتیا سپورټ وکړي همدغسې پښې درواخله څومره چې پښې کارولې هومره مذبوتیږي نو ښايي ته دا خبره وکړې نو د مازغو د پیاوړتیا لپاره هم باید دماغي فعالیت زیات کړو لکه د جدول حل کول، د حافظې د پیاوړتیا تمرین، او نور دماغي فعالیتونه به د مازغو د پياوړتیا سبب کیږي ولې باید بدني او فزیکي فعالیتونه مازغو مذبوت کړاي شي؟
خو دغې پوښتنې ته ځواب اسانه نه دی. ډیرو زیاتو علمي څیړنو دا خبره ثابته کړې څومره چې فزیکي حرکتونه او منظم سپورټ د مازغو په پیاوړتیا کې مرسته کوي هیڅ ډول دماغي فعالیت لکه د متقاطع جدولونو حل، سودوکو او د تمرکز د پياوړتیا نور فعالیتونه د سپورټ او فزیکي تمرینونو او حرکت په اندازه د مازغو له پياوړتیا سره مرسته نه شي کولی.
په دغه کتاب کې درته ثابتوم چې منظم سپورټ او فزیکي حرکت پر مازغو څومره مثبت اغیز لري. د کتاب هره ادعا د منطقي دلیل او ساینسي څیړنو په اساس شوې ده. که د کتاب سپارښتنې عملي کړئ ښايي ځینې اغیزې سمدستي په خپل وجود کې احساس کړئ د مثال په توګه له څو ورځو پلي ګرځیدا او یا منډو وروسته به سمدستي مثبت بدلونونه وګورئ خو ځینې نور بیا لږ تر لږه تر یو کال منظم سپورټ او فزیکي تمرینونه غواړي. په دغه کتاب کې به زه ګام په ګام هغه لارې چارې در وښیم چې څنګه په فزیکي حرکتونو او سپورټ کولو سره د مازغو وړتیا زیاته کړئ. دا هغه لارې چارې دي چې علم او ساینس ثابت کړي او سل په سلو کې نتیجه ورکوي.
۱ـ ستا متغییر او بدلیدونکي مازغه:
د بدن اساسي دنده دا ده چې مازغه ها خوا دیخوا وګرځوي
توماس اډیسن
داسې تصور وکړه چې د زمان په یوه خیالي ماشین کې ناست ېې او له میلاده لس زره مخکنیو کلونو ته سفر کوې. د وخت ماشین وڅرخي او تا بیخي په یوه بله زمانه کې ښکته کړي. کله چې د زمان له ماشینه وارخطا او زبون وهلی کوزیږې لومړنی شی چې مخته درځي له څرمنې په جوړو جامو کې څو تنه انسانان به وي چې ځیرځیر به درته ګوري. په دغسې یو حالت کې به تاسو د دغو انسانانو په هکله څه فکر کوئ؟
دا فکر به در سره وي چې دغه بدوي انسانان یوازې ښه منډه وهلی شي او ښه ښکار کولی شي خو د فکرکولو او پلان جوړونې هیڅ وړتیا به نه لري؟ دغسې یو فکر سم او منطقي ښکاري خو دغه انسانان هم ستاسو په شان وو. که څه هم دوي ستا په ژبه خبرې نه شي کولی او بیخي نورې تجربې او عملي ژوند به لري خو په ټول کې ستا په شان دي، دوي هم ستا غوندې ذهني وړتیا او احساسات لري. دولس زره کاله وړاندې وروسته خاص توپیر نه پریږدي او اوسنی انسان له دولس زره کاله پخواني انسان سره له فزیکي پلوه خاص توپیر نه لري. خو د ژوند رودو او دودونوله پلوه برعکس د تیرو سلګونو کلونو په پرتله موږ انسانانو ډیر بدلون کړی دی نو که اوسنی انسان په دې تړاو له دولس زره کاله پخواني انسان سره پرتله کړو بدلون بیخي زیات او انقلابی دی. ته یوې مرفه او سوکاله ټولنه کې ژوند کوې چې ډیر کارونه دې په ماشینونو او تخنیکي وسایلو ترسره کیږي چې نیکونو دې په خوب کې هم نه شواي لیدلی. ته بیخي په یوې بلې او بدلې ټولنې کې ژوند کوې. ته په یوې اونۍ کې دومره کسان ګورې چې هغوي په خپل ټول عمر کې نه وو لیدلي.
په یوې بلې برخې هم د دغو انسانانو ژوند له تا سره اساسي توپیر درلود پخواني انسانانو ستا په پرتله ډیر فزیکي فعالیت درلود. څومره چې په تاریخ کې شا ته مزل کوو همدومره فزیکي فعالیت ډیر ؤ. زموږ نیکونو تر موږ ډیر فزیکي فعالیت او مزلونه کول علت ېې روښانه دی:
د تاریخ په بیلابیلو پړاونو کې انسان مجبوره ؤ چې د نس د مړولو لپاره مزلونه وکړي د دغو مزلونو او پراخو فعالیتونو په نتیجه کې نه یوازې بدن بلکه مازغو هم باید ځان برابر کړی واي. سل کاله ډیر لوي واټن دی او چې کله د دولس زره کلونو خبره کیږي نو زښت ډیر وخت دی. خو همدغه واټن په بیولوجیکي ډګر کې ډیر کم دی او ښايي دغه دولس زره کلونو د بیولوجیکي بدلون له یوې شیبې سره ورته وي چې د سترګو رپ کې تیریږي.
د تکامل د تیورۍ په اساس د چاپریال جوړښت ته په پام سره د یوه ژوي فزیکي بدلون ډیر وخت ته اړتیا لري دغه خبره د انسان په هکله هم صدق کوي زموږ مازغو په سلو او یا حتا دولس زره کلونو کې خاص بدلون نه وي کړی او زموږ د مازغو او بدن جوړښت له پخواني انسان سره خاص توپیر نه لري خو د ژوند روده او سټایل مو له پخواني انسان سره بیخي بدل دی. د ژوند اوسني سټایل زما او ستا د مازغو د جوړښت له بدلیدا ډیر زیات پر مخ تللی دی. دا چې موږ لږ فعالیت لرو او د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د پخوانیو ښکاریانو په شان دومره منډو ته اړتیا نه لرو. ډیر ځله په یوه ټیلفون د غرمې ډوډۍ کور ته راغوښتلی شو خو مازغه مو همغه ډول فعالیت کوي لکه زموږ د نیکونو په شان ځکه چې له فزیکي او بیلوجیکي پلوه ېې بدلون نه دی کړی.
د سپورټ او بدني فعالیت په نتیجه کې مازغه نور هم فعاله کیږي
په وروستیو کلونو کې ما په زرګونه علمې مقالې او څیړنې ولوستلې خو په دغو بیشماره مقالو او څیړنو کې یوې د طب او روغتیا په تړاو اغیزمن کړم او حتي زما د ژوند لوری ېې بدل کړ. دا هغه څیړنه وه چې په سلو کسانو چې عمرونه ېې د شپیتو په شاوخوا کې وو د مقناطیسي یا سکن کمرو په اساس تر سره شوې وه. مګنیټ کامرې یا د مازغو د سکن کولو کمرې نه یوازې د مازغو دڅیړنو لپاره یوه تخنیکي وسیله ده بلکه دغې وسیلې بیخي یوه نوې نړۍ د انسان پر مخ پرانیستله. نن سبا د دغو کمرو په مرسته داسې بریښي چې موږ د انسان د سر کوپړۍ پورته کوو او ګورو چې کله موږ فکر کوو او یا کوم فعالیت کوو مازغه څنګه فعالیت کوي. د دغو څیړنو اصلي هدف دا ؤ چې معلومه شي د عمر زیاتیدا پر مازغو څه ډول اغیز پریږدي. همغه ډول چې پوستکی، سږي او زړه د عمر په زیاتیدا سره بدلیږي مازغه هم بدلیږي خو د مازغو دغه زړښت څه ډول ترسره کیږي؟ ایا د مازغو د زړیدا پروسه له مخکې معلومه او ټاکل شوې که نه داسې امکانات سړی موندلی شي چې د زړښت دغه پروسه ودروي؟ ښايي په فزیکي فعالیتونو او سپورټ سره مازغه هم له زړیدا وژغورو؟ همدې ساده کمرې او څیړنو د دغسې شکونو لپاره لاره اوراه کړه. د مثال په توګه په موږکانو کې د مازغو سکن وښودله چې د مازغو زړښت په موږکانو کې ډیر ورو دی او علت ېې هم دا دی چې موږکان منډې ډیرې وهي.
په شپیته کلنو انسانانو د څیړنې په بهیر کې دغه کسان په دو ډلو وویشل شول. یوې ډلې د یوه کال په موده کې هره اونۍ دوه ځله منظم پلی تګ کاوه خو بلې ډلې په همدې موده کې او په همدې واټن کې ارامه سپورټ کاوه چې ستړي نه شي او نبض به ېې هیڅ تغیر نه کاوه.
له دې ازميښت مخکې او یو کال وروسته د دغو کسانو مازغه په مګنټ یا سکن کمرو وڅیړل شول، پر دې سربیره تر ازميښت لاندې کسانو یو لړ سایکولوجیکي ټسټونه هم ترسره کړل په دې ډول چې ډاکټران پوه شي مازغه څه ډول فعالیت لري. د مازغو مګنټ کمرو په مرسته په اسانه لیدلی شو چې د مازغو بیلابیلې برخې څنګه فعالیت کوي او دا کتلی شو چې څرنګه د مازغو ښکتنۍ برخه یا (lobus temporalis) د مازغو له شاتنۍ برخې (lobus occipitalis) او مخکینۍ برخې یا (lobus frontalis) څنګه له یو بل سره ګډ کار کوي او څنګه ېې یو چینل جوړ کړی دی.
د دغوڅېړنو مهمه او اساسي لاسته راوړنه دا نه وه چې دغو دو تحقیقاتو څه شی په ډاګه کړل خود دغو دو ډلو انسانانو توپیر دلته ډیر مهم ؤ. هغه کسان چې پلي ګرځیدلي وو تر هابلې ډلې ښه جسمي او رواني وضیعیت درلود دغه راز د دوي مازغه هم تر مخالفې ډلې فعاله ؤ. مګنټ کمرو وښودله چې د مازغو د بیلابیلو برخو ترمنځ شبکې په دغو کسانو کې مذبوتې شوې وې. پر دې سربیره د د مازغو ښکتنۍ برخې یا (lobus temporalis) له شاتنۍ برخې (lobus occipitalis) او مخکینۍ برخې یا (lobus frontalis) تر پخوا ښه اړیکه ټینګولی شوی. په دې ډول د مازغو بیلابیلو برخو له یو بل سر منظم اوسم کار کاوه په دې ډول ویلی شوی چې ټول مازغه تر پخوا فعاله ؤ. فزیکي فعالیت او پلي ګرځیدا په څرګنده توګه د مازغو د شبکو او لارو په فعالیت اغیز کړی ؤ. کله چې ددغو شپیتو کلنو کسانو پر مازغو څیړنې له ځوانانو سره پرتله شوې نو معلومه شوه هغه ځوانان هم چې ډیر فعاله و مازغه ېې هم همدومره فعاله او ځوان پاتې شوي وو. په یوه کال کې د دې په ځاي چې د دغو بوډاګانو مازغه نور هم زاړه شوي وای بر عکس له بیولوجیکي پلوه تازه او ځوان شوي وو. چې کله ا نسان زړیږي د مازغو د مخکینۍ برخې یا (lobus frontalis) او د شاتنۍ برخې (lobus occipitalis) ترمنځ اړیکه سسته کیږي خو په فزیکي فعالیت سره دغه اړیکه نوره هم مذبوتیږي او یا ېې د زړیدا پروسه بڅه کیږي.
په زړه پورې خبره دا وه چې دغو کسانو چې پلی تګ او منظم فعالیت ېې کړی ؤ دهغوي ورځنی ژوند هم بدل شوی ؤ. په سایکولوجۍ کې یو اصطلاح شته چې (executive control) بلل کیږي. دغه کلمه د خلاقیت، دکارونو او دندو پلانونې او د تمرکز د کنټرول په مانا کارول کیږي. له یو کال وروسته د دغو کسانو (executive control) تر پخوا زیات شوی ؤ. هغه کسان چې ډیر فزیکي فعالیت لري او منظمې منډې وهي په هغو کې دغه وړتیا زیاتیږي.
په ټول کې دغو څیړنو وښودله په هغو کسانو چې منظم سپورټ کوي او له فزیکي پلوه فعاله وي په هغو کې د مازغو قابلیت د نورو خلکو په پرتله زیات وي او په بیولوجیکي ډول د دغو کسانو د مازغه د زړښت مخه نیول کیږي او حتي په ځینو کسانو کې د زړیدا دغه پروسه اپوټه کیداي شي. په دې مانا چې مازغه د زړیدا په ځاي ځوانیږي.
پر همدغو څو کرښو چې ودې لوستل یوه دقیقه نوره هم ولګوه او دغه متن یو ځل بیا ولوله. که همدغه څو کرښې د فزیکي فعالیت او منظم سپورټ لپاره ستا د هڅولو لپاره بسنه نه کوي، زه نه پوهیږم چې نور کوم شی به دې وهڅوي. په دې خبره خو اوس هرڅوک پوهیږي چې هغه کسان چې سپورت او فزیکي فعالیت لري تر نورو د ښه صحت او سالم بدن خاوندان وي خو په دې خبره ډیر کم کسان پوهیږي چې سپورټ او بدني حرکتونه یا ځغاستل په مازغو کې هم لوي بدلون راولي. داسې بدلون چې د نویو او مډرنه طبي وسایل په مرسته اندازه کیداي شي پر دې سربیره له رواني او ذهني پلوه د مازغو پر قابلیت اغیز پریږدي.
په دغه کتاب کې دغه بدلونونه څیړو او درپيژنو ېې خو تر دې وړاندې به غوره وي په دې پوه شې چې مازغه څه ډول کار او فعالیت کوي او څنګه دغه فعالیت او کار ښه کیداي شي.
ستا د کوپړۍ دننه کاینات خوندي دي
د پخوا په اپوټه اوس دا خبره بیخي جوته شوې ده چې مازغه تل د بدلیدا وړتیا لري. مازغه لکه یو پرمختللي کمپیوټر داسې نه دي چې له مخکې په جنټیکي پروګرام او سافټ ویر سره فعالیت کوي او تر یوه محدود ظرفیت پورې دې وده وکړی شي. مازغه تر هغه ډیر پیچلي دي چې موږ ېې تصور کوو. د عصبي حجرو شمیر کابو سل میلیارډ حجرو ته رسیږي. یوه عصبي حجره له لسګونو زره نورو حجرو سره اړیکه درلودلی شي په دې ډول چې ویلی شو په ټول کې د عصبي حجرو د تړاو یا وصل شمیره حد اقل سل زره میلیادو ته رسیدی شي. په دې مانا چې تر سل زره میلیارډه زیات جنګشنونه یا د تړاو غوټې لري. دغه شمیره په اسمان کې د شیدو د لارې د ستورو له شمیره زیاته ده. که دا ووایو چې ستا په کوپړۍ کې یوکهکشان یا کاینات ځاي شوي دي مبالغه به مو نه وي کړي. دغسې یوه لوي سیستم ته د نوي پیراصطلاح هم کارولی شو داسې یو پیر یا ځاي چې بل چیرته ېې ساری نه شته.
زړې عصبي حجرې مري او په ځاي ېې نوې حجرې رامنځته کیږي، د حجرو ترمنځ تړاو رامنځته کیږي او چې کله ورته اړتیا نه وي بیرته له منځه ځي، د حجرو ترمنځ د تړاو یا ساینپسونو مذبوتیا د مازغو د جوړې شوې نقشې په اساس بدلیږي رابدلیږي. مازغه د یوه لوي ایکوسیستم په شان دي چې تل د بدلون په حال کې وي، دغه بدلون یوازې د ماشومتوب په پړاو او یا هم د نویو شیانو د زده کړې په وخت نه بلکه ټول عمر روان وي. هر احساس چې ته ېې درک کوې او هر فکر چې ته ېې کوې او هر هغه څه چې ته ېې درک کوې ستا د مازغو په بدلون کې اغیز لري او په دغه بدلون کې ېې د پښو پل لیدلی شو.
دغه مازغه چې همدا نن ېې لري د پرون په شان نه دي. په انګریزي کې یوه اصطلاح ده چې وايي: Works in progress یانې کار روان دی. د مازغو د بدلون کار هم تل روان وي.
د حجرو او د عصبي تړاونو یا غوټو شمیر مهم دی؟
ځینې خلک اوس هم باور کوي چې د عصبي حجرو شمیر، د غوټو او د مازغو لویوالی د مازغو او ذهن په وړتیا کې اغیزمن شیان دي. خو د مازغو او ذهن وړتیا د حجرو په زیاتولي او یا د مازغو په لویوالي پورې تړاو نه لري. البرټ انشټین یو ښه مثال کیداي شي د هغه مازغه د یوه عادي انسان له مازغو نه لوي وو او نه هم درانه. د انشټین د مازغو وزن ۱۲۳۰ ګرامه و په داسې حال کې چې په متوسطه توګه د یوه نارینه د مازغو حجم ۱۳۵۰ګرامه اټکل شوی دی او په میرمنو کې تر دې یو هکتوګرامه کم دی. تر ډیرې مودې پورې ما هم فکر کاوه چې په مازغو کې د عصبي حجرو ترمنځ د غوټو یا ساینپسونو اندازه د مازغو د توان او وړتیا اندازه ټاکي خو دغه خبره دومره اسانه هم نه ده. دوه کلن ماشوم د یوه لوي انسان په پرتله د عصبي حجرو ډیرې غوټې یاساینپسونه لري. (ساینپس د دوه عصبي حجرو د یوځاي کیدا ځاي ته وايي موږ ېې دلته غوټه بولو. ژباړن). چې ماشوم څومره لویږي دغه غوټې یا جنګشنونه کمیږي. دغه حالت ته (pruning) یا شاخه کول وايي.
داسې اټکل کیږي چې له دوه کلنۍ تر لس کلنۍ پورې په مازغو کې کابو شل میلیارډ ساینپسونه یا عصبي غوټې له منځه ځي. مازغه هغه غوټې او ساینپسونه توږي یا ېې له منځه وړي چې نور نه استعمالیږي او کاروندوالی نه لري. په دې ډول په ماغزو کې هغو لارو او رشتو ته ځاي خلاصیږي چې سیګنالونه یا پیغامونه پکې حرکت وي. په دې مانا چې اختصار پکې رامنځته کیږي. هغه عصبي حجرې چې له یو بل سره غوټه کیږي او اضافي څانګې ېې له منځه ځي شبکې یا کیبلونه جوړوي. دغه حالت ته په انګریزي کې «Neurons that fire together wire together».
هر احساس او هر فکر ستا مازغه لږ بدلوي او لارې پکې جوړوي
کله چې وایو د عصبي حجرو زیاتوالی او یا د عصبي غوټو او ساینپسونه زیاتولی د ښو او کارنده مازغو لپاره اړین نه دي نو بیا کوم شی دی چې د انسانانو ماغزو کې ېې توپير راوستی ځیني ذهین او ځینې نه دي؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې هر هغه فعالیت چې موږ ېې کوو د بایسکل له ځغلولو رانیولې د کتاب تر لوستلو پورې، او د غرمې د ډوډۍ لپاره د پلان تر جوړولو پورې هر فزیکي او ذهني فعالیت مازغه فعاله کوي. په دې مانا چې هر فعالیت مازغه به یوه فعاله چینل بدلوي. د نور وضاحت لپاره باید ووایم چې کله ته یو پروګرام جوړوي چې نن به بایسکل څغلوې، یو بل کس پلان جوړوي چې نن به لامبو کوي، او بل غواړي خپل لاسلیک زده کړي. په ټولو دغو فعالیتونو کې په مازغو کې یو چینل فعاله کیږي چې عصبي زیګنالونه پکې حرکت وي او یا د مازغو په بیلابیلو برخو کې مختلفې عصبي حجرې له یو بل سره مکالمه پيلوي. مازغه هڅه کوي دغه شبکه په سمه توګه رامنځته شي کله چې دغه شبکه جوړه شوه نو ته به بایسکل ځغلوې، بل کس به لامبو کوي او دریم به خپل لاسلیک زده کوي. که دغه چینل رامنځته نه شي نو دغه کارونه هم نه شي عملي کیداي. نو څومره چې مازغه د بیلابیلو فعالیتونو په ترڅ کې دغسې چینلونه جوړ کړي او یا په بله وینا ډیر تمرین وکړي د دغه کس مازغه به تر نورو فعاله او ښه وي.