جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد نړۍ د بهرنيو چارو ښځینه وزیرانو د افغان ښځو د نقض...

د نړۍ د بهرنيو چارو ښځینه وزیرانو د افغان ښځو د نقض شويو حقونو د تامين غوښتنه وکړه

تاند: (یک شنبه، د دلوې ۳۰ مه) ‏د جرمني په مونیخ نړيوال امنیتي کنفرانس کې د مختلفو هېوادونو د بهرنيو چارو ښځینه وزیرانو د يوې ګډې اعلاميې له خپرولو سره، د ښځو پر ضد د طالبانو اقدامات وغندل او په عاجله توګه ېې عمومي صحنې ته د افغان ښځو پر ستنیدو ټینګار وکړ.

د البانیا، بلجيم، کاناډا، فرانسې، المان، ایسلینډ، کوزوو او يو شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دغه اعلاميه کې ويلي، چې طالبانو ښځې له پوهنتون، ښوونځيو، کار او ټولنيزو فعاليتونو را ګرځولي، چې دوی دغه ټول اقدامات غندي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ ، د مونیخ امنیتي کنفرانس ګډونوالې د بهرنيو چارو ښځینه وزیرانې، په یوه غږ له عمومي صحنې د ښځو د لیرې کولو له امله د طالبانو اقدامات په کلکه غندو.»

 اعلامیه زیاتوي، چې د طالبانو حکومت ښځې له پارکونو، ټلویزیون پردې، ښوونځيو او پوهنتونونو او بشري مرستو په رسولو کې له ونډې محرومې کړي دي.

سرچينه زياتوي، چې طالبان د افغانستان د نېمايي خلکو له حذف سره، د بشري حقونو د پراخ نقض سبب شوي او د هېواد راتلونکی یې ګواښ سره مخ کړی دی.

د بهرنيو چارو دغه ښځینه وزیرانې، عمومي صحنې ته د ښځو او نجونو د بیرته ستنیدو غوښتنه کوي.

په مونیخ امنیتي کنفرانس کې د افغان ښځو په استازيتوب، سیاسي فعاله محبوبه سراج او د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستياله حسنا جليل برخه لري.

مونیخ امنیتي کنفرانس، د نړۍ تر ټولو ستره امنيتي غونډه ده، چې هر کال د جرمني په سويل کې تر سره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب