جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهبلاول بوټو: اقتصادي ناورين نړيوالو سره د ط د وعده خلافيو سبب...

بلاول بوټو: اقتصادي ناورين نړيوالو سره د ط د وعده خلافيو سبب شوی

تاند: (یک شنبه، د دلوې ۳۰ مه) ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جرمني د مونیخ په امنیتي غونډه کې، د افغانستان اقتصادي او بشري ناورین نړيوالو سره د طالبانو د حاکمې ادارې د وعدو د نه پوره کیدو اصلي لامل بللی.

 بلاول بوټو په دغې غونډه کې، په افغانستان کې د ټول ‌‌ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

زرداري د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې پر خپلو ژمنو ودرېږي او په افغانستان کې پراخ بنسټه او ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

 د پاکستان دغه چارواکي له سرپرست حکومته غوښتنه کړې چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.

هغه دغه راز په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت د زیاتیدو ادعا کړې او داعش ډله يې تر نورو ډلو د طالبانو واکمنۍ ته لوی ګواښ ګڼلې ده.

پاکستاني وزیر په عین حال کې، د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت د ډلو موجوديت يوه خيالي ادعا بللې ده.

د طالبانو ادارې د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. اسلامی امارت ولی ویده دی ویش شی دنیا ته یی رسوا کرلی. هم مو بد معرفی کوی او هم در باندی خپل کمکونه له دنیا ستاسو په سر اخلی.
    طالبانو ته سیاست په کار دی خو متاسفانه دوی نه ورباندی پوهیژی.
    شیخ صاحب هیبت الله ته بله دنده ورکری داسی شخص امیر المومنین کری چی استعداد یی ولری. یوازی تقوا د امیریت شرط نه دی شیخ صاحب نریواله ژبه او استعداد نه لری.

  2. پکستانخو د تېرو حکومتونو لپاره مجاهدين او بيا طالبان روزل او د روزنې مراکز یې ورته پرانيستي ول. د يېښور، شمالي وزيرستان او د کوټې په نوم شوری ګانې ورته جوړې کړې وې. طالبان خو دوی خپله روزلي او شل کاله د اسلام په نوم جنګولي دي، نو اوس به دوی له داعش سره څه لوبه کوي؟
    داعش خو هم دوی جوړ کړی او هم يې له دوی سره يوځای افغانستان ته رالېږلي دي. استخبارات ټول د تېر په څېر هماغسې فعال دي. هم ترې غوښتنې کوي. هم يې بدناموي او هم کله ناکله روسان وايی چې زموږ شمالي سيمو کې څلور زره داعشيان په بدخشان کې ځای پر ځای شوي دي. امريکا وايی که طآلبان اقدام نه کوي، نو موږ به خپله لاس پورې کړو او طالب ترې انکار کوي. د طالبانو خوله ماته ده چې ووايی اصلي لوبه څه شی دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب