Homeخبرونهروغتيا وزارت: د حمل اخیستو د مخنيوي درمل مو نه دي منع...

روغتيا وزارت: د حمل اخیستو د مخنيوي درمل مو نه دي منع کړي

تاند: (یک شنبه، د دلوې ۳۰ مه) ‏د عامې روغتيا وزارت طالب چارواکو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د حمل اخیستو پر ضد درمل يې منع کړي دي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت امر وايي:(( په دې اړه هيڅ کومه د بنديز پريکړه نه ده تر سره شوې، دا يو بې اساسه، افواه او راپور دی.))

د طالبانو دغه وياند د رسنيو هغه راپور هم رد کړی، چې ګواکې په هيواد کې د ولادت پر مهال د ميندو د مړينو کچه لوړه شوې.

د هغه په وينا، د دوی د ارقامو په اساس د تيرو کلونو په نسبت په هېواد کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې ده.

ډاکټر شرافت امر په دې اړه مشخص ارقام نه دي وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...