پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeمقالېافغانستان د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو مفسدینو په لومه کی

افغانستان د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو مفسدینو په لومه کی

عبدالباری عارض

پنځمه برخه:

د الف جز:

د اکتو اوومه ۲۰۰۱

په دی ورځ د امریکا هوایی برید پر افغانستان پیل سو امریکا خپل ټول اهداف چی د طالبانو د اسلامی امارت مرکزونه، قرارګاوی، دفاتر او دفاعی خطونه وه په دقیق ډول د پاکستان د هوایی ډګرونو او د بحر څخه په بمونو او کروز توغندیو هدف واقع کړه.

د اهدافو د منځه وړولو په جریان کی امریکا د اسلامی جمعیت د نظار شورا د څانګی د مشرتابه او دوستم د ازبک ملیشو قوماندان سره په تماس کی سول او غوښتنه یی ځنی وکړه چی د اشغال د ځمکنی ځواکونو په رول کی د امریکا مرسته وکړی به بدل کی به یی جمعیت اسلامی او ازبک ملیشی واک ته ورسوی او تر څګ به یی مادی ملاتړ هم وکړی په دی ډول امریکا هوایی اهداف له منځه وړل او د ځمکی څخه د نظار شورا د تخار او بدخشان څخه د ګوتو پشمار د سی ای ای غړو په مرسته د کابل په لور حرکت وکړ د دی څو نفرو امریکایانو دنده دا وه چی د جی پی ایس او نور جاسوسی وسایلو به مرسته د هوایی ځواکونو سره په تماس کی وه او د ځمکی اهداف یی د شورای نظار او دوستم په رهنمایی ورته په ګوته کول او هغوی له منځه وړل په دی ډول د جمعیت اسلامی افراد پر مخ تلل او امریکا یی هوایی ملاتړ کاوه ځمکنی لاری یی له طالبانو ورته پاکول.

طا لبانو د جګړی په ټولو خطونو کی پرله پسی ماته وخوړله امارت د ړنګیدو په درشل کی و د طالبانو ملاتړی عربو کورونه او قرارګاوی به مرکز او ولایاتو کی یو په بل پسی له منځه وړل کیدل په دی ډول د هیواد و کامل اشغال ته لاره همواریدل.

امارت ړنګ سو ملا محمد عمر مفرور سو جمعیت اسلامی او دوستم کابل ته را ورسیدل دولتی تاسیسات یی اشغال کړه برهان الدین ربانی بیا ځلی ارګ ته ننوتۍ.

فراری جهادی رهبران د امریکا په بلنه ټوله کابل ته راغلل یوازی حکمتیار د راتګ څخه ډډه وکړه دا هغه وخت و چی امریکا هڅه وکړه خپل ځمکنی پوځونه د مکمل اشغال په موخه هیواد ته دننه کړی او تر څنګ یی یو ګوډاګی حکومت بر کابل حاکم کړی د همدی پلان د عملی کیدو په موخه امریکا نړیوالی هڅی پیل کړی لمړی یی د ملل متحد دامنیت شوری پریکړه ترلاسه کړه چی نړیوال ګډ پوځی ځواکونه افغانستان ته د تروریزم د منځه وړلو په موخه ننوځی ورپسی یی د بن کنفرانس ته نړیوال رنګ ورکړ او وروسته د امریکا به انتخاب یوه ډله پردیپال مفسد افغانان چی هیڅ ډول مشرعیت یی نه درلو او نه یی د کوم مشروع دولت استازیتوب کاوه نه ملت ټاکلی وه د قسیم فهیم، یونس قانونی او ډاکتر عبدالله په مشری په هغه کنفرانس کی سره راټول کړه هغوی هم یو لیکلی سند چی د هیواد د فروش یا خرڅلاو د سند په نوم یاد سو و امریکا ته ډالۍ کړ.

لاندی عکس ۲۰۰۲ کال د جنوریذمیاشت د جرمنی د بن په ښار کی د هیواد د فروش د سند د امضا کولو وخت.

له همدی لحظی څخه هیواد ته د ناټو هیوادونو ځمکنی او هوایی پوځونه د امریکا په مشری ننوتل پیل کړه چی وروسته یی تعداد یو لک او دیرش زره عساکرو ته ورسیده او افغانستان په مکمل ډول اشغال سو.

د بن په همدی کنفرانس کی د ګوډاګی حکومت پریکړه وسوه چی اصلی واک به د نظار شورا سره وی او په راس کی یی هم یو داسی مجاهد وی چی هم پښتون وی هم د شورای نظار اهداف پلی کړی او هم مجاهد وی،  بالاخره د جمعیت اسلامی په پیشنهاد حامد کرزی د ولسمشر به حیث مقرر سو خو ترڅنګ یی امریکا څو داسی کسان د غرب څخه په کابینه کی شریک کړل لکه عبدالحق احدی، اشرف غنی احمدزی، او نور، همدا رنګه عبدالرشید دوستم،عطا محمد نور، جنرال محمد داود، جنرال سید خیلی،  پیر سید احمد، صبغت الله مجددی،  سیاف، حاجی محمد محقق، کریم خلیلی، اسحق ګیلانی ته هم. په دی ګوډاګی دولت کی ځای ورکړل سو. ددوی په ګروپ کی سیاف د ناټو د مفتی دنده ترلاسه کړه تر څو په احادثو او ایاتونو اشغال موجه وښیی متقابلتا د ناټو قوماندانانو د شفقت څخه بهرمند اوسی.

دا هغه رهبر ډوله موجودات وه چی پخوا یی ملت و جهاد ته په دی نوم وهڅاوه چی کفر افغانستان اشغال کړیدی نو جهاد د قران او حدیث پر بنسټ فرض دی خو نن امریکا خپل نړیوال دوست بولی او اشغال ته یی د تروریزم په وړاندی د افغانانو سره د همکارۍ رنګ ورکړ او ترورېست یی یوه لویه کتله افغانان وګڼل.

دا هغه رهبر ډوله موجودات وه چی پخوایی د خلګو اولادونه د مکتبی، معلم او مامور په نوم کافر ګڼل او وژل به یی، خو اوس د دوی لوڼی او زامن په لندن، امریکا او اروپا کی په اخری مودل لباسو کی تحصیلات کوی د ضیا مسعود او پیر صاحب لوڼی په دوبی کی په کلپونو کی په نیمه بربند کالیو کی د نڅا ګانو پارتۍ تنظیم کوی.

دا رهبر ډوله موجودات اوس د امریکا له برکته هغه پخوانی ببر سری، څیری ګریوان غله (ډاکو ګان)  ندی بلکه نیکټایی داره شراب خوره دموکراتان دی ځینو د دوی ږیری و خریل او ځینو د ننی مود سره برابری لنډی کړی، دوی اوس په ډالرو لوبیږی، په تورو ښیښو زهره لندکروزرانو کی ګرځی او د بهرنیانو سره دوستۍ پالی، دوی د هفتی وروستۍ د رخصتۍ شپی په دوبی، ترکیه او هند کی د نڅا په کلپونو کی تیروی، دوی په کابل کی و بهرنیانو ته د ښه صداقت او دوستۍ د ثبوت لپاره افغانی نوامیس عرضه کوی.

دا وطن پلورنکو په هیواد کی د ولس لپاره د دوږخ دروازی پرانیستلی هره ورځ او شپه پر کلیو او بیګناه افغانانو امریکایی بمونه غورځول، شپنی عملیات یا چاپی به یی وهلی پر عامو کلیوالو د ږیری او لنګۍ په جرم د طالب ټاپی لګول کیدی زندانو ته وړل کیدل اوډول. ډول خلاف د بشری حقونو جزاګانی او شکنجی ورکول کیدل خو د جهادی قوماندانانو پیسی ورځ تر بلی ډیریدی د ډالرو باران ته ناست وه قصرونه یی جوړول او په عیاشیو کی غرق وه.

څو نمونی د بشری جنایاتو وړاندی کوم چی د نظار شورای،  وحدت اسلامی، سیاف او امریکایانو په ګډه تر سره کول.

۱: کله چی امرالله صالح د ملی امنیت عمومی ریس و اسماعیل خان د هرات څخه په شکایت ورته راغی ویل امان الله په شین ډنډ کی د (زرکو) کلی پخوانی جهادی قوماندان دی په خټه پښتون او په هرات کی زما یعنی د جمعیت د واک مانع دی.

نوموړۍ امان الله د دولت مخالف نه و خو په هرات کی د پښتنو ستر قوماندان و، امرالله د امریکا او ناټو قوماندان ته داسی کاذبه اطلاع ورکړه چی ګواکی د زرکو کلی ته په سلهاو طالبان راغلی دی باید عاجل بمبارد سی امریکایی قوماندان ورته وویل چی اطلاعیه دی ښه دقیقه وارزوه امرالله صالح بیا ورته وویل چی دقیقه استخباراتی اطلاع ده امریکایی طیاری لاړی د زرکو خټین کلی یی داسی بمبارد کړ چی ټوله کلی هموار سو بیګناه ښځی، نر، کوچنیان، سپین ږیری ټول ووژل سو داسی چی څوک پاتی نه سول چی مړی ښخ کړی بیا نورو کلیو حشر وکړ چی ترخاورو لاندی مړی یی را ایستل او ښخول وروسته تر پلټنی امریکایی قوماندان بخښنه وغوښتل چی اطلاع غلطه ورته رسیدلی وه او بس. هیڅ څوک د نړۍ په سطح پیدا نه سول چی پوښتنه یی وکړی او نه نړیوال بشری حقونو سازمانونه شتون در لود لاندی عکس د هغه واقعی دی.

۲: د ۲۰۱۲ کال د ماچ بر ۱۱ نیټه د قندهار د پنجوایی په ولسوالی کی د زنګ اباد په کلی کی یو امریکایی عسکر د رابرت بالس Robert balesپه نوم چه ډیر شراب یی چښلی وه دشپی د خپلی قرار ګاه څخه راوتلۍ و یو کورته ننوتی ګڼ شمیر ښځی، نارینه او کوچنیان یی د خوب په ځایو کی ووژل بیا یی اجسادو ته اور ور واچوۍ وروسته بیا د خپلی قرا ګا نه را ووتۍ او په کلی کی یی عامه وژنه وکړه دا موضوع نړیوالو رسنیو عامه وژنه وبلل خو نه حقوق بشر اداری په جهان کی شتون درلود او نه نړیوالی محکمی موجود وی چه ږغ پورته کړی اونه بشری ناورین وبلل سو.  لاندی یی عکسونه دی.

۳: په ۲۰۱۱ کال کی نړیوال مطبوعاتو د ازادی رادیو په حواله خبر خپور کړ چی امریکایی عسکرو به افغانستان کی د جګړی په جریان کی پر وژل سو جسدونو بولی (ادرار)  کاوه عکس یی هم امریکایی رسنیو خپور کر چی یو عسکر یی رابرت ریچاردز نومیدی.

دا خبر تکان ورکونکی و چی په بد ډول یی بشر ته سپکاوی وکړ. خو نړیوال سازمانو د بشری حقونو غوږونه کاڼه واچول.

۴: یو ګروپ امریکایی عسکرو چی د مرګ ګروپ یا(Kill team) یادیدۍ د انسانانو د ډول ډول شکنجو او وژونو خاص لذت اخیستۍ حتی د مړو د بدن هډوکی به یی د یادګار یا خاطری په ډول له ځانه سره وړل یوه نمونه یی چی نړیوالو رسنیو ته یی لاره موندلی وه په لاندی عکسو کی د قندهار په میوند ولسوالۍ کی لیدل کیږی. خو د بشری حقونو نړیوال سازمان چپه خوله پاته و او د نظار شورا او د کابل وطن پلورنکو یی نظاره کوله.

۵: همدا رنګه د امریکایانو په زندانونو کی چی په کابل او ولایاتو کی جوړ یوی وه ډول ډول ظلمونه کیدل او انسانی کرامت ته توهین کیدی د بشر حقونه به پراخه پیمانه نقض کیدل په لاندی تصویرو کی د نمونی په ډول لیدل کیږی.

۶: همدا رنګه افغانی کلتور او عنعناتو ته سپکاوی کیدی او د حقارت په سترګه ورته کتل کیدل.

په ۲۰۱۳ کال د اپریل په اوومه نیټه د کنړ ولایت په شیګل ولسوالی کی د ناټو د بمبارد په پایله کی بی ګناه۱۲ کم عمره کوچنیان، ۴ ښځی او ۲ نارینه ووژل سوه د دی بشری ناورین په هکله هم نړیوال بشری سازمانونه او د نظار حاکمه شوری پټه خوله پاتی سول.

دا یو څو نمونی د هغه جنایاتو دی چی د نظار شورا د سیاف به مرسته د امریکایانو په وسیله پر افغانانو وتپل.

د تقلبی دموکراسۍ تمثیل:

نور بیا……..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب