جمعه, مارچ 29, 2024
Home+ټولنه او ژوند | دولت وزیري

ټولنه او ژوند | دولت وزیري

انسان یو ټولنیز موجود دی، د کهول جوړول او په ټولنه کې يې ژوند کول طبعي حق جوړیږي. دا چې څرنګه او په څه ډول په ټولنه کې ژوند وکړي، خپل ځانګړي اصول او لارې چارې لري.

د دې لپاره چې د ستونزو پر مهال یواځې پاته نه شي او د بې اسري توب احساس ونکړي، پکار ده چې تر ټولو مخکې د ژوند د ملګرو په ټاکلو کې بشپړ پاملرنه وشي.که په غور سره خپل ملګري وټاکل شي، ژوند به آسانه او تل به د هوساینې احساس موجود وي. د دې تر څنګ په اسانه او له بشپړ غور پرته د ملګرو له لاسه ور کول ستره تشه را منځ ته کوي. ځکه وايې:

«زوړ یار لکه طلا ده»
او یا لکه چې «پرمود بتراوجي بترا» سپارښتنه کوي او وايې:

«نوي دوستان پیدا کړئ، خو پخواني له لاسه مه ورکوئ. نوي دوستان سپین زر او زاړه لکه سره زر دي.»
ټولنه د بڼ په څیر وي. څرنګه چې په بڼ کې هر ټول بوټي را شنه کیږي، ټولنه هم له ډول ډول کرکتر خلکو څخه جوړیږي. د ټولنې په هر غړي د ناوړه کس شک کول مناسب کار نه ګڼل کیږي. د شک په صورت کې لا ډیرو څیړنو ته اړتیا وي.

څه ښه وايې:

«که غواړئ چې یواځې پاتې نه شئ، هر چا ته د شک په سترګه مه ګورئ.»

ټول انسانان د خدای ج مخلوق دی، څه شی چې په انسانانو پورې اړه نه لري هغه د مور او پلار ټاکل او د انسان فزیکي جوړښت دی. نو اړینه ده چې هیڅوک د فزیکي جوړښت او د مور او پلار د ټولنیز شخصیت په هکله مسخره کول د هوښيارانو کار نه وي. ځکه په یوه چا مسخرې کول د دوستۍ د پرې کیدو، د زړه ماتیدو، د دښمن د پیدا کیدو او په زړه کې د کرکې د راوستلو سبب ګرځي.

خدای تعالی حکم کوي چې وخورئ، وڅکئ خو اسراف مه کوئ. په هر څه کې اسراف انسان له پښو غورځوي او ډیر ژر يې ډ احتیاج کندې ته ور ټیل وهي. نو لازمه ده چې د ژوند په هره برخه کې له اعتدال څخه کار واخیستل شي. د اسلام سپیڅلی باور هم د اعتدال حکم کوي، افراط او تفريط نفي کوي.

د راز ساتل او کمې خبرې کول په ټولنه کې د انسان قدر زیاتوي. خدای تعالی انسان ته د اوریدو لپاره دوه غوږونه، د لیدو لپاره دوه سترګې، د بویولو لپاره د پوزې دوه لارې او د لمس کولو لپاره دوه لاسونه ورکړي دي، خو د خبرو لپاره يې یوه ژبه ده. وايې:

«لس ځلې يې واوره، خو یو ځلې خبرې وکړه.»
خوشحال بابا هم د راز ساتل د ژبې په ساتلو پورې تړې نو ځکه وايې:
«ژبه په تن کې څه عجیبه ده
صحت هم ژبه ده، ژبه هم تبه ده
چې ښه مې ځیر کړ، ښه پرې پوه شوم
جنت هم ژبه ده، دوزخ هم ژبه ده»
افلاطون به ویل:
«د هغه چا له ملګرتوب ډډه وکړئ، چې د راز په ساتلو کې کمزوری وي.»
د بې حیا او له هغه چا څخه لرې ګرځیدل پکار دي چې د بایللو لپاره هیڅ نه لري. زموږ ستر لارښود حضرت محمد ص هدایت دی، چې وايې:
«هغه څوک چې شرم نه پیژني حیا نه لري.»

او یا دا چې:

«که چیرې حیا نه لرې، هر څه چې غواړي ويې کړه.»

د انسان مغز د یوه لوی کمپیوتر څخه زيات ظرفیت لري، که په سمه توګه ترې ګټه پورته شي او هغه څه چې د ژوند لپاره اړین دي په کې را ټول شي، دا په دې مانا ده چې د ډیر ستر خو بې له کومې ستونزې به د یوه مجهز کتابتون خاوند وي. د دې لپاره د کتاب لوستل او له چټیاتو څخه لیرې والی ډیر اړین دی.

موریس مترلینګ به ویل:

«یوازیتوب دوزخ دی، خو د کتاب په لوستلو سره په جنت بدلیږي.»
په ټولنه کې ساده خو پاک اوسیدل د هوښيارانو کار وي. ځکه وايې
«ژنده بپوش خو ګنده نه.»

که پر ځای او پر حقه د چا ستاینه وشي، په حقیقت کې د خپل ځان ستاینه او د مننې بدله مننه ده. نو ځکه وايې:
«انسان د احسان تابع دی.»
او یا دا چې:
«مه وهه د چا دروازه په نوک چې ونه وهي ستا دروازه په سوک.»
او یا کوم شی چې د ځان لپاره مناسب نه گڼل کیږي د نورو لپاره يې مناسب ګڼل لویه ګناه ده.
روغتیا ته پام کول، د خپلې پوهې لوړول، ورزش، کم او پاک خوراک، ارام ويده کیدل، ټولنیزوالی او کتاب لوستل په ټولنه کې د انسان د شخصیت جوړونې سره مرسته کوي.

حضرت علي رض وايې:
«د پوهې سره بریا، له جهالت او ناپوهۍ سره تباهي ملګري وي.»
«لږ وخوره تل وخوره، ډیر وخوره ګنډیر وخوره.»

په ټولنه کې ژوند په یوه حال نه وي، تل طبعي افات لکه زلزلې، توپانونه، سیلابونه، ناروغۍ، وچکالي او نور د ژوند ستره برخه جوړوي. د دې لپاره تل فکر پکار دی او په هر څه کې سپما کول او له اعتدال څخه کار اخیستل، بر سیره پر دې چې د انسان شخصیت لوړوي د اړتیا پر وخت ور سره ډیره مرسته هم کولای شي.

حضرت علي رض وايې:
«هغه څوک چې د لارې له زیات واټن څخه خبر وي، د سفر لپاره زیات چمتو کیږي.»
په تیرو پسې ارمان کول، د راتلونکې په هکله د لیونتوب تر پولې پورې فکر کول او له حال څخه ګټه نه اخیستل د ناکامو خلکو کار وي.
تیر په هیر او له تجربو څخه يې اعظمي ګټه پورته کول، د راتلونکي لپاره د عملي پلانونو جوړول او نن غنیمت شمیرل د انسان ستره بریا ګڼل کیږي.

ناپلیون بوناپارت به ویل:
«احمق تل د تیر وخت خبرې کوي، عاقلان د نن په فکر کې وي او لیونیان د راتلونکي خوبونه ویني.»
زړورتیا، ټینګه اراده او کلک هوډ د بریا ضمانت ورکوي. ځکه په زړورتیا تصمیم نیول، په ټینګه اراده پر مخ تلل او ماتې نه منل انسان په قطعي توګه بریالیتوب ته رسوي.
ځکه وايې:
«غورځيدل ماتې نه بلکې نه پورته کیدل ماتې ګڼل کیږي.»
او یا دا چې:
«تل ستر کارونه د سترو ستونزو سره له مخامخ کیدو څخه وروسته تر لاسه کیږي.»

وايې:

ناپليون له ماتې وروسته په یوه کنډواله کې پټیږي. ګوري چې یو میږی د شپږ ځلې هڅو وروسته په اوم ځل خپل بار تر منزله رسوي. ناپلیون هم د میږي د هڅو څخه په زده کړه د دویم ځل لپاره واکمني تر لاسه کوي.

که ځیر شو ټولنه له کورنیو جوړه شوې ده او کورنۍ بیا د ځنځیر د کړیو په څیر اوبدل شوې دي. همغه دی چې ټولنه په اړیکو اباده ده.

د خپلو خپلوانو او د ټولنې له نورو غړو سره اړیکې ژوند تر ډیره اسانه کوي او خوند ور بخښي.
په خپل ځان او په خپله بریا باور او تر څنګ يې ډیر د خاندان په خولۍ پورې د ځان نه نښلول هم په ټولنه کې د یوه مهم کس په توګه د اوسېدلو سړه مرسته کوي. ځکه چې هر څوک د خپلو خوشحالیو ذمه وار په خپله دی.

کرکه او نفرت ښه صفتونه نه دي، تل ستونزې زیږوي او د وخت ضایع وي. که انسان د کرکې او نفرت پر ځای درناوي او مینې ته ځای ور کړي هرو مرو به د ټولنې د عالي شخصیتونو په قطار کې ځای ونیسي.

مخکې مو وویل، چې ټولنه د ډول ډول کرکتر او کړو وړو انسانانو څخه جوړه وي. د نورو سره د ځان پرتله کول ډیر عبث کار دی. پریږدئ چې هر څوک په خپله او تاسو په خپله لار لاړ شئ.

کوچنیانو ته مینه ورکړئ او هغه ښه مه هیروئ چې د ستونزو پر مهال له تاسو سره شوي وي. ځکه کوچنیان د راتلونکي لوی انسانان دي او انسان خو د احسان تابع وي.

خپله ناهيلي مه اوسئ او نور هم مه ناهيلي کوئ، خپلو هیلو او موخو ته د رسیدو په خاطر ښه تدابیر ونیسئ او بیا پر سیند ور ګډ شئ.

قارون له ځانه جوړول د ژوند کولو طریقه نه ده، تل د زړو پر ځای له نوي ګټه پورته کړي. بخیل، مبخل او ابخل مبخل مه اوسئ. ځکه دنیا همدا نن ده پر سبا باور نشته.

د اسلام په سپیڅلي باور کې بخښل لوړ مقام لري:
وايې چې:
«تاسو يې وبخښئ، خدای تعالی به تاسو وبخښي.»
ځکه انتقام اخیستل د کمزورو انسانانو کار دی، غښتلي انسانان هیڅ مهال د انتقام په فکر کې نه وي.

ټولنه هوساينې ته اړتیا لري، څومره چې د نورو له مزاحمت څخه لاس پر سر او ارام اوسئ شخصیت به مو تل لوړ وي.

قناعت، صبر او په شتو شکر ویستل د لوړو انسانانو کار وي. څه چې لرئ پرې شکر وباسئ، صبر ولرئ او حریص مه اوسئ، قناعت ډیر ستر صفت دی. ځکه وايې:
«چشم حریص را یا خدا پر کند یا خاک ګور.»

ژوند لوړې ژورې ډیرې لري د خوشالۍ پر مهال دومره مه خاندئ، چې بیا د غمونو پر مهال د ژړلو توان هم له لاسه ور کړئ.

په ټولنه کې ډول ډول خلک ژوند کوي، څوک چې مینه درکوي او درناوي مو کوي، په بدل کې هم مینه ورکړئ او درناوی يې وکړئ.

پایله دا چې:
په ټولنه کې د ښو او منل شوو دودونو او دستورونو تر څنګ ناوړه دودونه هم موجود وي. د ښو دودونو د عملي کولو تر څنګ د بدو او ناوړه دودونو څخه پرهیز د هر نیک انسان دنده جوړیږي.

ښه خوی، نیک اخلاق، پرهیزګاري، د کوچنیانو سره مینه، د مشرانو درناوی، د بېوزلو او ګاونډیانو سره مرسته، د اولادونو ښه روزل، د ټولنې د ښو دود او دستور سره سم تګ او درناوی، د دروغو، غلا، غصب او رشوت څخه پرهیز او داسې نور د ټولنې د ښو او با شخصيته انسانانو کار وي.

هیواد هم له ټولنو جوړ شوی وي. د هیواد سره مینه او د هیواد جوړول او په میړانه يې له دښمن څخه ساتل د هیواد د هر فرد دنده او فړض جوړیږي
نو ځکه وايې چې:
وطن دی کور زموږ، د سترګو تور زموږ
اوبه يې دي لکه شودې، د خپلې مور زمو
وطن دی کور زموږ
که يې اباد نه کړو، خپل ځان به ښاد نه کړو
د دې کاله ده خرابي، یو لوی پیغور زموږ
وطن دی کور زموږ
وطن محبوب دی زموږ، وطن مطلوب دی زموږ
که يې ونه ساتو له نورو، مخ دی تور زموږ
وطن دی کور زموږ
په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب