شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهبلخ کې د ناصر خسرو پروژې د کورونو ویجاړول پيل شول

بلخ کې د ناصر خسرو پروژې د کورونو ویجاړول پيل شول

تاند: ( دوشنبه، د حوت لومړۍ )  په بلخ کې د غیر قانوني پروژو او ښارګوټو د ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره د طالبانو ولایتي کمېټې ویلي چې د مزار شریف ښار د ناصر خسرو پروژه چې د اسنادو له مخې غیر قانوني اعلان شوې، په کې د جوړو شویو ودانیو د ویجاړولو لړۍ پیل شوې ده.

باختر اژانس د دغه خبر له خپرولو سره، په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو ځایي چارواکو مخکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته ځینې ښارګوټي ناقانونه اعلان کړي او پکې د کورونو د ویجاړولو خبر ورکړی.

خلکو د طالبانو له لوري د ځمکو د غصب پر وړاندې اقدامات ستایلي، خو ویلي چې نه باید کورونه ویجاړ کړي.

د دوی په وینا، طالب چارواکي باید د کورونو له څښتنانو د کورونو د قانوني کیدو لپاره یې اضافي پیسې واخلي، ښارګوټي رسمي او غاصبان مجازات کړي، نه دا چې ودان کورونه ویجاړ کړي.

4 COMMENTS

  1. په اسلامی فِقه کی د جوړ کور ویرانول هیڅ جواز نلری لکه د میوه لرونکو درختو ( وبخښی ونو ) ریبل او سوځل چی جواز نلرې. پر غصب سوی مځکه ودان سوی کورونه(ښار ګوټی) باید پر خپل حال پاتی سی او حتی پراختیا ومومی البته د ودانیو د قانونی مالکیت د پروسی په موخه باید یو حقوقی میکانیزم را منځته سی څو هم د « غصب » کراهت خنثی سی او هم د اوسیدونکو لګول سوی پانګه په هوا کی دود نه سی.

  2. د ځمکی غصب کورونه د زورواکانو په امر خپلو خپلوانو ته د کابل ښار او نورو ښارونو په پارکونو، دسرک غزولو په مخه او مهمو نظامی ځایونو کی جوړ شوی دی، چه د وخت حکومت د دغه زورواکانو د مخی نیولو توان نه درلود.

  3. انور ډنګر او نورو لنډغرو په کارته پروان کی هندوان او سیکان د ورځی او شپی لخوا ډارول تر څو خپل کورونه په لنډغرو په ارزانه بیه او قیمت خرڅ کړی، حتی زیاترو سیکانو چه به د ډار د لاسه کورونه خرڅ کړل، بیا به یی نیمی پیسی ورکړی او نوری به یی نه ورکولی. همداسی شمالی لنډغرو به د شپی لخوا په خیرخانه مینه کی د پښتنو کورونو ته بمونه اچول، د طالب په نوم به ملی امنیت نیول، د تلیفونی خبرو په واسطه به یی د کور پریښودو ته اړ کول، تر څو خیرخانه زیاتره پنجشیریانو او نورو ورته لنډغرو ته پاتی شی.
    البته د خیرخانی مینی د کورونو پلان او پروژه د زورواکانو او په حکومت کی دننه د ځینی استخباراتی مدیرانو پلان شوی کار وه.
    په دغه کار حامد کرزی ښه خبر وه خو ځان یی بی پروا ساتلو، مګر ښاغلی اشرف غنی د دغه کار سرسخت مخالف وه او د جنرال خوشحال سادات په واسطه یی یو څه وخت مخه ونیول شوه. خو وروسته د لنډغرو په دسیسه او د امریکا په کمک ښاغلی خوشحال سادات هم د وظیفی څخه بدل شو.

  4. غلام حضرت خانه هیله ده دخپل نس فتوی په شپاږو مذهبو باندی ونه تپی.
    دغصب ځمکه راګرځول واجب ده. دا هم په فوری توګه. څلور مذهبونه او دشیعه دوه مذهبونه (جعفری او زیدی) په دی اجماع کړی. غصب حرام دی او دهغه راګرځول واجب فوری ده. که په ساده ځمکه غصب سوی وی او هلته بیا بنا او یا کښت سوی وی دهغه له مینځه وړل په ټولو مذهبو کی ضروری بلل سوی. دداسی حکم له رسول ص نه روایت سوی. علما وایی چی کوم واجب چی بی له کوم څیزه نسی عملی کیدلی هغه هم واجب دی (ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب) دا داصول فقه قاعده ده.
    هیله ده دطالبانو تضاد مو غیر شرعی کارو ته ټیل نه وهی. له خدایه شرم ده. هغه حاضر او ناظر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب