پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله د کندوز او جوزجان لپاره د علماوو شوراګانې وټاکلې

ملا هبت الله د کندوز او جوزجان لپاره د علماوو شوراګانې وټاکلې

تاند: ( دوشنبه، د حوت لومړۍ ) د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله په کندوز او جوزجان کې د خپل رژیم د علماوو شوراګانې رامنځته کړې.

نوموړي ته په منسوبو جلا- جلا دوو فرمانونو کې د هغو کسانو نومونه او دندې اعلان شوي، چې په یادو شوراګانو کې د مسوولینو او غړو په توګه ټاکل شوي دي.

 د ملا هبت الله د فرمانونو په پای کې راغلي:(( د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي د خپلې لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.))

ملا هبت الله مخکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته شوراګانې رامنځته کړې وې.

د طالبانو منتقدین وایي له ملایانو څخه جوړ شوی رژیم د علماوو شوراګانو په نوم اضافی جوړښتونو ته اړتیا نه لري.

ځینې شنونکي باور لري، چې ملا هبت الله دغه شوراګانې د خپلو اجرایه چارواکو د کنټرول او خپلې ډلې د پياوړتیا لپاره جوړوي، څو یادې شوراګانې پر ټولوچارو حاکمې وي او د ده لپاره د واک د انحصار په برخه کې مرستندوی تمام شي.

1 COMMENT

  1. دا په حکومت کې بل حکومت شو. والی او ولسوال به یو فیصله کوي او شورا به بله. نو بیا باید حکومتولي ختمه شي او شوراولي ترې جوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب