Homeخبرونهد تورخم نښته کې د یوه ط جنګیالي وژل کیدل تایید شول

د تورخم نښته کې د یوه ط جنګیالي وژل کیدل تایید شول

تاند: ( دوشنبه، د حوت لومړۍ ) له لغمان څخه د تاند سرچینې وایي، چې تېره شپه د تورخم دروازه کې پاکستان سره د طالبانو د نښتې پر مهال د دغه ولایت یو اړوند طالب جنګیالی وژل شوی.

سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی طالب جنګیالی عبدالصمد نومیږي او د الیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

د وژل شوي کس یو ورور د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال دی.

طالبانو رسماً په تورخم جګړه کې د خپلو جنګیالیو یا پاکستاني لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تورخم دروازه پرون په نا معلوم دلیل طالبانو د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله او له هغې وروسته تېره شپه پاکستان او طالبانو په دغه سیمه کې وسله واله نښته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...