تاند: ( دوشنبه، د حوت لومړۍ ) د طالبانو استخباراتو ادارې د ټولنیزو رسنیو د دوو فعالانو( عمران احمدزي او سعدالله دیدن چې په حاجي کاکا مشهور دی) جبري اعترافات خپاره کړي.
په خپرو شویو ویډیویي اعترفاتو کې دغه فعالان وایي چې د طالبانو د رژیم خلاف یې تبلیغات کول، مستعار اکونټونه یې لرل او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې فحشا او اخلاقي فساد کاوه.
د طالبانو له لوري د دغو فعالانو د اعترافاتو خپریدو ته د ټولنیزو رسنیو نورو ډېرو فعالانو، چې عمدتاً بهر مېشتي دي او د بیان ازادي لري، توند غبرګونونه ښودلي دي.
دوی ویلي، چې طالبانو باید د دغو اعترافاتو پر ځای د یادو کسانو په اړه د ادعا شویو مواردو مستند اسناد خپاره کړي وای.
په عین حال کې، په فیسبوک کې د ( یاقوت شاه) په نوم له یوه مستعار اکونټ څخه چې طالبانو بندي کړو فعالانو پورې منسوب کړي، پوسټونه شوي او ویل شوي، چې دغه اکونټ د نیول شویو کسانو اړوند نه دی.
په ورته وخت کې له ننګرهار څخه راپورونه وایي، چې طالبانو د پوهنتون یو استاد اسماعیل رحماني هم په ټولنیزو رسنیو کې د طنزیه او انتقادي مطالبو د خپرولو له امله بندي کړی دی.
د طالبانو چارواکو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې یو شمېر مېشت خلک، چې د طالبانو له وېرې نه غواړي نومونه یې خپاره شي، تاند ته ویلي، چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د منتقدینو د مطالبو د خوښولو له امله هم نیول شوي او شکنجه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په افغانستان کې د بیان ازادۍ ادعا کوي او په دې اړه د خپل متشدد چلند خبرونه ردوي.
د وحشت او نفرتونو په تیارو کی
دلیوانو شرمخانو بادشاهي ده
پدی ښار سړیخواره اموښته شوي
هر افغان سره يی لیوه دشمني ده
څوک ددین څوک د مذهب ټیکه داران دي
تور بازار کې د ضمیر سوداګري ده
ترهه، کرکه، یو وحشت په هرځای خپور دی
د بلا بلا لیوانو رور واکي ده
د مظلوم غاړه په دار باندی ختلي
د جهالت د قضاوت ذمامداري ده
خدای بخلې بجلی ګهر به داسی وايی
شرمیدلو دا خو دین سره غداري ده
د مظلوم غاړه په دار باندی ختلې
د جاهل د قضاوت زمامداري ده