Homeخبرونهکندهار کې لسګونه نوي ټاکل شوي مسوولین له لنډ مهالو زده کړو...

کندهار کې لسګونه نوي ټاکل شوي مسوولین له لنډ مهالو زده کړو فارغ شول

د کندهار لپاره د طالبانو ولایتي اداره وایي، چې لسګونو نوو مقرر شویو طالبانو ته په بېلابېلو برخو کې دوه میاشتینۍ زده کړې ورکړل شوي دي.

د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي:(( د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت له لوري د بېلابیلو ملکي او نظامي ادارو نوو مقرر شوو مجاهدینو ته د ادارې، مدیریت، کمپیوټر او انګلیسي برخو کې دوې میاشتسنۍ زده‌کړې ورکړل شوې.))

طالبانو د دغو کسانو د شمېر، اړوندو ادارو او مخکینیو زده کړو په اړه څه نه دي ویلي.

د دوی له بیا واکمنیدو سره د افغانستان بېلابېلې ادارې له مخکینیو کارکوونکو څخه تصفیه شوي او پرځای یې د طالبانو ملایان او جنګیالي پر مسلکي او نورو بستونو ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد لا هم د دوی تر کنټرول لاندې ادارو کې د شاوخوا پينځه سوه زرو پخوانیو مامورینو او مسلکي کادرونو د کار کولو ادعا کوي.

د طالبانو منتقدین د دوی دوه میاشتینیو روزنیزو دورو ته هم، هغه هم په مختلفو برخو کې حیران دي او وایي طالبان په ادارو کې د داسې کسانو له ګومارلو سره چې نه په اداره، نه مدیریت، نه کمپیوټر او نه انګلیسي ژبه پوهیږي، د افغانستان اداري نظام د تباهۍ پر لور بیایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...