مخکې له دې چې بحث ته ننوځو د کاسټ اجتماعي نظام په اړه باید لږ څه پوی شو، دا نظام په ټولنه کې د غلامۍ له دورې وروسته راپیلیږي، چې په هند کې ژورې رېښې لري د هندوانو په (Vedas) کتاب کې یې لیکلې نسخې هم پیدا کېږي.
کاسټ د نژاد، اصل او توکم مانا ورکوي، په ټولنپوهنه کې د یو نظام په ډول څېړل کېږي. دا ډول اجتماعي نظام په هند، منځنۍ اسیا اوافریقا کې وو او حتی اوس یې هم څرکونه شته دي. په کاسټ نظام کې د هندي محروم انسان په اړه سیستماتیکې څېړنې شوي دي او اوس دا اجتماعي نظام هلته مخ په ورکېدو دی.
په یو کاسټ کې چې انسان وزېږېد، مخکې له مخکې هر څه ورته ټاکل شوي دي، له دې کاسټ وتلی نه شي، باید همدې کاسټ کې واده وکړي د همدې کاسټ نظام د ښو او بدو پرنسیپونو له مخې مجبور دی، ژوند وکړي. دا خبره په بل ډول هم کولی شو، په سنتي کاسټ نظام کې فردي فکر او ژوند محکوم دی. لڼده یې دا چې د اجتماعي کاسټ نظام له مخې په یو کاسټ کې یو زېږېدلی انسان مجبور دی د خپلو اجدادو او پلارګنۍ پر پله پل کېږدي.
افغانستان کې روان او د تېرو څو کلونو انساني کړکېچ ټول افغانان ځورولي دي؛ ځینې یوې ډلې تحقیر کړل، ځینې ووژل شول، څوک د چا له وېرې مهاجر شول، لنډه دا چې د هر افغان په زړه کې د انتقام لمبې بلې دي.
پښتونولي د هغو ارزښتونو نصاب دی چې هر پښتون یې له ماشومتوبه زده کوي، د دغه نصاب زده کړه چې په کومو ادارو کې کېږي هغه دمور غېږه، د کور د نغري غاړه، د کلي حجره او جومات او د ټولنې هر ګوټ او هر هر ډګر وي. چېرته چې د دغې ټولنې لږ یا ډېر وګړي سره یو ځای کېږي هلته د دغو ارزښتونو زده کړه روانه وي، هر پښتون هم ښوونکی او هم زده کوونکی وي. دا خو د پښتونولۍ څه لنډ شان پېژنده وه، بحث په دې دی چې د افغان وطن چې کومې بدبختۍ کې ښکېل دی او په یوه او بل نوم ورته یو نوم ورکول کېږي، دا خو نه پښتونولي ده او نه د اسلام رېښتونی مخ داسې دی. اسلام پر انسان او باالخصوص په مسلمان د ترحم یادونه کوي، د هغه لاسنیوی او بښنه د انسانیت او اسلامیت معیار دی. دلته جګړې افغان انسان ځپلی او وژلی، یوې ډلې او یو چا د بل اړخ پښتني غرور او انساني ارزښتونه ځپلي او سپک کړي خو د پښتون له مزاج سره نغښتی یو شی دا هم دی، چې خپل بدل چاته نه پریږدي او اخلي یې، که نن بېوسه دی، که نن تر تحدید لاندې دی خو که سبا موقعه په لاس ورغلې نو وار یې ړومبی کړی دی.
هر ځپل شوی انسان د انتقام جذبه لري، خو په کومه ټولنه کې چې کسات اخېستنه د کلتور برخه وګرځي، هلته یې لمبې لا زورورې شي. موږ هغه څوک چې بدل نه اخلي ممکن بېغیرته وګڼو، خو مذهب بیا په بښنه او ګذشت ټینګار کوي. دا ډول ناورینونه د جګړې محصولات دي، دلته چې انسانانو په یوه او بله نامه یو بل سره وژلي، ځينو نورو چې د غچ اخېستنې وس یې نه درلوده له یوې مخالفې ډلې سره یې لاس یو کړی چې په دې ډول خپل کسات په اسانه واخېستلی شي. که څه هم هغه ډله چې ده به یې غړیتوب لاره د ده له فکر سره جوړه نه وه خو یو بل شي چې دی به یې ځوراوه هغه د بېغیرتۍ ټکی وو. دلته هر نظام چې بر لاسی شوی چې خپل مخالفان یې ځپلي او هر ځپل شوی انسان بیا د بدل اخېستنې په موقع پسې ګرځي. اوسنیو واکمنو چې په یوه او بله نامه خلک تهدید او تحقیر کړل او ویډیو ګانې یې پر خواله رسنیو خپرې شوې، معلومه ده چې هیڅ انسان نه غواړي چې تحقیر شي. اوس هم په یوه او بله نامه په کلیو او بانډو کې خلک د دوی د عسکرو له لوري تنګیږي، د شپې له کوره د راوتو اجازه نه لري، خو که دا چاره همداسې دوام پیدا کوي نو په خلکو به د ژوند ساحه تنګه شي، سبا که د دوی پر وړاندې کومه ډله راپورته کېږي، دا خلک به یې ملاتړي وي.
بله مسله زموږ د تربیې هم ده، ان له ماشوموالي موږ ته دا چل را زده کېږي، کله چې ماشوم خوږ شي او ژاړي، نو مور یې پر ځمکه د ده د تسلۍ لپاره پر ځمکه ګوزارونه کوي او ورته وایي، هن دا دی ستا بدل مې ترې واخېست او ماشوم هم کرار شي.
همدا رنګه زموږ په فرهنګ کې هم داسې توکي دي چې موږ یې په ښکاره نه شو محسوسولی خو د ټولنې پر وګړو یا تحمیل کېږي/ شوي. دین د فرهنګ هغه برخه ده چې موږ ترې له خپلو اخېستو برداشتونو هاخوا ګام نه شو اخېستی، ګنې تاریخ راته وایي چې ډېرو زورورو دخپلو فردي ګټو او سیاسي تمایلاتو لپاره دیني حقایق مسحه کړي او مات کړي دي، خو په دې تعبیرونو کې وخت په وخت بدلون راځي. خوله دې ثابتو تعبیرونو ها خوا داسې هم شته چې په زغرده په انتقاد ارزي او ځیرک انسان د خپلې ټولنې په ټولو دودونو فکر کوي، چې کومورته معقول ښکاري پالي یې او چې ظلم ورته ښکاري غورځوي یې او په دې توګه د تمدن په لور ګام اخلي. مثلا: د ماشومتوب ودونه، دمشرانو هر ظلم ته غاړه اېښودل، له مېرمنو سره نا سم چلند او د خوښې د واده مخالفت ټول هغه دودونه دي چې موږ ته ثابت حقایق ښکاي. په کورنیو کې چې چا سره څه ډول چلند شوی وي بیا چې کله د کورنۍ خاوند شي غواړي هماغسې قیودات په خپلو ماشومانو وضعه کړي لکه څنګه چې دوی ورسره مخ وو. له ډېرو مې اورېدلي که له خپلو ماشومانو سره به یې خشن چلند کاوه او تا به ترې راګرځاوه، نو ویل به یې موږ چې د دوی هومره وو چا خبرو ته نه پرېښودو، دا ډول لید ځکه خپلوي چې د نورو په لید خپل ماشومتوب، خپل د ځوانۍ وختونه وریادیږي چې چا به د جومات تر مخه د خبرو اجازه نه ورکوله، که چا به له کوم کار را ګرځاوه او ده به دلیل ورته وایه نو بې شرمه بهیې باله او ورته ویل به یې چې مشرانو ته څوک خبرې نه ور ګرځوي، که څه هم د مشرانو خبرې به سمې نه وې. په دا ډول ټولنو کې رالوی شوي وګړي چې ان له ماشوموالي له دا ډول سختو چلندونو سره مخ وي، بیا په لوینې د ټولنې د افرادو له خوا د شوي ظلم بدل بیا له نورو اخلي. دا سلسله همداسې له پلاره زوی ته او له زوی څخه لمسي ته پاتې کېږي.
فردي او ټولنیزه هوساینه دواړه د وګړو تر منځ په چلند پورې تړلي دي، د ټولنې د وګړو واړه عادتونه لوی ناورین رامنځته کوي. مثلا: موږولې تشدد خوښوو؟ علت په هغه چلند کې پروت دی چې په وړوکوالي کې له موږ سره کېږي او اوس وینو چې تشدد د افراطیت په بڼه په یوه ناسور اوښتی. پکار ده جې د ټولنې لوستی قشر په خپلو وړو وړو چلندونو فکر وکړي، نورو ته درس ورکړي او د خپلې ټولنې په فکر و چلندنقد وکړي، داسې نو بیا ټولنه د بدلون لور ته ګامونه اخلي او ورو ورو هوسا کېږي. کله چې ټولنه له درونه او له بېخه جوړه شي نو د لویولویو ناورینونو مخه په خپله نېول کېږي او بهرني لاسونه یې ګریوان ته نه شي ور غځېدلی.
اخېستنې:
۱- دروېش درانی، د پښتني ژوند کړه وړه
۲- اسد الله غضنفر، د پښتني ژوند کړه وړه
۳- اجمل ښکلی، ارمانښار
۴- انسان محور معرفت، هارون سمون، د کاسټ سنتي نظام پر بنیاد زموږ د اجتماعي نظام قیاس
په زړه پورې بحٽ ”