جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهپه تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

تاند (دوشنبه، د کب لومړۍ) افغان او پاکستاني چارواکو نن (دوشنبه) وویل، د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتک تر ټولو مهمه لاریعني تورخم تړل شوی او په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

رویټرز خبري اژانس ته ځايي خلکو او همداراز د دوو هیوادونو چارواکو ویلي چې په تورخم کې ډزې روانې دي.

تراوسه څرګنده نه ده چې د تورخم لار افغان که پاکستاني لوري بنده کړې ده.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویندوی رویټرز خبري اژانس ته ویلي:«تورخم تړل شوی، موږ به وروسته جزییات درسره شریک کړو.»

د پاکستان پاک تریبیون ورځپاڼې بیا ادعا کړې چې د تورخم دروازه طالبانو بنده کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، په تورخم کې د افغانستان کمیشنر (کمیسار) مولوي محمد صدیق په یوه ټویټ کې کښلي «پاکستان پر خپلو ژمنو نه دی درېدلی نو دروازه زموږ د مشرتابه په لارښوونه بنده شوه.»

مولوی صدیق خلکو ته سپارښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې تورخم ته ورنه شي.

له بلې خوا ځینو رسنیو ویلي چې طالبان هغه مهال په غوسه شول چې پاکستاني لوري یوه افغان ناروغ ته لاره ورنه کړه چې پاکستان ته لاړ شي او ناروغ په تورخم کې مړ شو.

پرون لا ځینو رسنیو د تورخم د بندېدو خبر ورکړی و خو په دغو راپورونو کې د بندیدو د علت په اړه څه نه و ویل شوي.

د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکو هم تراوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي خو په تورخم کې د دغه هیواد دوو امنیتي چارواکو تایید کړه چې بند دی او د دوو خواوو ترمنځ ډزې تبادله شوي دي.

پاکستان عموماً پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره د تورخم یا سپین بولدک لارې بندوي. د تورخم لار دا ځل وروسته له دې بندیږي چې د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څرګندونې رد کړې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې د بلاول هغه څرګندونې له حقیقته لرې وبللې چې ګواکې ترهګرې ډلې ښايي له افغانستان څخه ترهګریز فعالیتونه وکړي او که نړیواله ټولنه دې مسئلې ته جدي پام ونه کړي نو د پاکستان په څېر به نه یوازې د افغانستان نږدې ګاونډیانو ته ګواښ شي، بلکې غرب ته به هم ګواښ وي ځکه افغان حکومت لا تر اوسه منظم امنیتي ځواکونه نه لري.

2 COMMENTS

  1. دا دې طالب مهربانه پلار ده چی طالب به یې نازاوه افغان بچیان به یې پری وزل اوس همغه ناروا پلار پری ظلم کوې وې دا ویده او خرڅ شوې طالب تراوسه هم نه پوهیژی چی پنجابی دې اسلام او دین قصه کښی نه ده بلکه خپل اهداف او فایده تعقیبوې دا څلویشت کاله امریکا لکه ماشوم غولوی ولی ته طالب تر اوسه پوهه نشویې یا بی عقل یې او یا افغانستان تاته ارزش نلرې او دې پنجابی ګټې په نظر کې نیسی

  2. دطالبانو دښمنان به هیڅکله دطالبانو کارونه تایید نکړی. دوی روزل سوی چی دافغانستان داستقلال ګامونه بند کړی.
    طالبانو ترانزیت ته توجه وکړه چی پاکستان دافغانستان په لارو اموخته سی. اوس یی ترانزیت وربند کړ چی دافغانانو او پاکستانیانو خساره سره متقابل درد ولری. هغه هم په داسی وخت کی چی پاکستان ډیوالی سوی. زه خو دطالبانو همدا کار ددوی معقولیت بولم. بل څوک که ددوی دبیعقلی ناری وهی نو باید معقول دلیل وړاندی کړی. داشغال دوخت تبلیغات زاړه او خسته کونکی دی.
    افغانستان به څنګ په مخ ځی چی افغان یی دترقی په چل نه پوهیږی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب