پنجشنبه, جون 13, 2024
Home+پاپلۍ راواخله | دوکتور لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله | دوکتور لعل پاچا ازمون

د زما د ژوند کیسه ده
له دویم ټوکه
د حمزه بابا د لیدو خاطرې
د حمزه تر کلي
څه به کړې حاصل په تورو ګټو کې د لواړګي
ځه حمزه دېره شه د خپل یار په مدینه کې
دا بیت مې په یون کې لوستی و، یون د استاد حمزه د غزلو مجموعه ده، دغه بیت راباندې ډېر خوږ لګېده، د همدې بیت لوستو راباندې لواړګی ګران کړی و. له ځان سره به مې کرل او رېبل چې:
– لواړګی به څنګه ځای وي؟ دا به هوار ځای وي؟ غرونه به وي؟ خلک به یې څه ډول وي؟ حمزه صاحب خو ویلي چې تورې ګټې دي، خاطر هم ویلي دي چې:
ای اشنا چې دې وطن لره را درومې
خړ خیبر خو دې لیدلی زه به مړ یم
او
د خاطر رنګین غزل ته حیرانېږم
ګنه خړ خیبر کې څه دي بې د خاورو
ددې دواړو لویو شاعرانو غزلونو لواړګی او خیبر دره راباندې په تصور او تخیل کې لیدلې وه.
حمزه بابا چې لواړګی څنګه ښودلی و؛ هماغسې و، د تورو کاڼو او ګټو وطن و، وړې، وړې غونډۍ وې.
له تورخمه جګ پروت و، کر کیله پکې نه وه، غرونه او لمنه یې یوازې د سپلمۍ، بکیاڼو، ګورګورو او مماڼو په بوټو ښایسته وه، سړه سړه وږمه ترې را الوته، د حمزه بابا په سترګو مې لواړګي ته کتل، ما ویل:
دا تور غرونه، ګټې او کاڼي او د حمزه رنګینه شاعري د خدای پاک عجیبه لوریینه ده چې پدې فضا کې یې دومره لوی شاعر پر پښتنو لورولی دی.
اخوا بیا د خاطر اپریدي نازکخیاله او رومانتیکه شاعري چې سړی لولي، د خیبر درې او لواړګي ته ګوري نو پر پښتنو د خدای پاک بله لوریینه رایادېږي.
لواړګی او خیبر د شاعرانو وطن دی، د لعل زاده ناظر، خاطر اپرېدي ، خیبر، اتحاد اپریدي او ذاکر اپریدي د رنګینې شاعرۍ وطن دی، د خسرو د غزلونو وطن دی، دا لوی، لوی شاعران، دا خړې غونډۍ، دا تور کاڼي او ګټې، په دې کې حتمي د طبعیت یو اغېز نغښتی دی.
دلته به خلکو راته ویل:
– لواړګی نور څه نه لري خو په غرونو کې یې ګورګورې کېږي، ګورګورې یې ډېرې ښې دي، نور یې غرونه هېڅ نه لري.
د خیبر د خړو غرونو ذکر زیات شوی دی، خیبر د حماسو وطن دی.
یو مازیګر مې د کاکا شریکباڼي ته چې د لواړګي اوسېدونکی و، وویل:
– د حمزه صاحب زیارت به راباندې ونه کړې؟
ویې ویل:
– ولې نه، وربه دې ولم.
په لوړاګي کې مې دا دویمه ورځ وه، مازیګر مهال شریکباڼی را پیدا شو، په یوه واړه سوزکي موټر کې یې ځان سره کېنولم، له لنډي کوتله شاوخوا پنځه شېږ کلیومېتره وړاندې شمال ختیځې ډډې ته په یوې وتې غرنۍ سیمه کې د حمزه صاحب کلی و، په ډېر شوق او ذوق ور روان وم، زه اوس لګیا یم په ذهن کې د حمزه بابا تصویرونه جوړوم، هغه تصویر چې ما د حمزه د خیبر وږمې په څلوریزو کې لیدلی و او په ځینو نورو کتابونو کې مې دده د دروز پر خولې راتاوې پګړۍ تصویرونه لیدلي وو، نو د لیدو تلوسه مې شېبه په شېبه زیاتېده، اوس د دیدنونو هغه شېبې او فاصلې رالنډې شوې دي، اوس به پخپلو سترګو دغه لوی شاعر ووینم او خبرې به ورسره وکړم.
ډېره بیړه مې وه، تلوسې مې رګونو ترنګول، د بابا د شاعرۍ ټکي مې راټولول، یو یو مې د زړه په ژبه لوست، شریکباڼي راته ویل:
– حمزه دلته ډېرې کیسې لري، په سرای کې اوس هم د هغه د کیسو خلک شته، لواړګني خو زیاتره سګرټی وهي، د تمباکو د سګرټ لوګی یې بدې شي، نو چې دی به راووت، لواړګنيو ته به یې وویل:
– بیا مو د عقل کوټو ته کولپونه ( قفل) اچولي؟
خو بس دده چا نه منله، د حمزه بابا په خبرو، شعرونو، خاطرو او دده د لیدو په تلوسه کې روان وو، کلي ته ورسېدو، د خټین کلي د دنګو دنګو دېوالونو په یو څنډه کې د هوجرې ور بېرته شو، ور ننوتو ، اوس چې ټوخی اورم نو وایم، بابا دی، د هوجرې په انګړ کې ګڼ کټونه پراته وو، خو موږ د بابا دیدن ته ولا وو، یو ځوان راغی، لکه لیدلی او اشنا کس ستړي مشي یې وکړه، شریکباڼي تر ستړي مشي خواره مشي وروسته وویل :
– دا زما انډیوال دی، له کابله راغلی، حمزه ګوري.
هغه نه یوړه او نه راوړه:
– هغه خو نشته.
ترق شو، زړه مې ولوېد، ماویل:
– دا څه وشول؟ خدایه زما د تصویرونو دنیا، زما د تلوسو دنیا او نشته!؟ دا څنګه نشته؟
ورپسې یې غبرګه کړه چې:
– هغه پېښور کې دی، بیمار دی.
– څه وخت تللی؟
– د هغه خو دا ډېر وخت وشو چې هلته اوسي، بیمار دی.
د دغه لوی انسان د بیمارۍ خبر زما د هیلو ماڼۍ ویجاړه کړه، بېرته نهیلی او لکه بایللی جوارګر د تصور په ړنګو پلونو راستانه شوو، شریکباڼی راباندې پوه شو چې په ما دا غږ ښه ونه لګېده، راته ویې ویل:
– چې په هر کونج کې وي؛ دا حمزه درته پیدا کوم او په تا یې ګورم.
دې سره مې بیا طبعه ښه شوه، وغوړېدم او بیا د تلوسې په غېږ کې ولوېدم.
– نو څه وخت؟
– پېښور ته ځو، پېښور کې یې زه پته لګوم او نېغ دې ورولم چې دا ارمان خو دې پوره شي.
پېښور ته ورتګ
شریکباڼي ته مې وویل:
– ګوره تا خو ما سره ژمنه کړې وه چې پېښور ته دې بیایم، حمزه بابا درباندې ګورم.
– خو بیایم دې کنه.
– نو څه وخت؟
– سبا …
تر سبا مې د حمزه بابا په شعرونو او تصویرونو شپه رڼه کړل، دده لیدو ته مې سخته تلوسه وه چې څه وخت به یې ګورم.
سبا شو، شریکباڼی راغی او راته ویې ویل:
– ځه چې ځو.
مخکې شو، پر پلونو تر پېښوره ورسېدو، د قصه خوانۍ په تنګو کوڅو کې ښکته پورته شو، زه نه پوهېدم چې دا کوم ځای دی؟ شریکباڼی تکړه و، د حمزه بابا کور یې د ګڼو کورنو او کوڅو په منځ کې پیدا کړ، کور یې په یو ګڼ بلډنګ کې و، تر مخې میدان او ښوونځی و، یو کس له پاس پوړه راښکته شو، د بابا د کور پوښتنه مو ترېنه وکړه.
دغه کس وویل:
– حمزه بابا د خبرو نه دی، سرګومه پروت دی، که تاسې ورشئ، خپه به شئ.
ما ورته وویل: صرف ګورو یې، خبرې به ورسره نه کړو …
ویې ویل:
– راشئ ویې ګورئ خو خفه به شئ.
دویم پوړ ته وختو، اشنا کس ښيي ډډې ته د یوه کور دروازه بېرته کړه، ور ننوتو، ګورو چې دی په یوه وړه کوټه کې پر کټ سرګومه پروت دی، د خوځېدو نه دی، سرته یې ودرېدم، هغه لویه هستي او په دې حال!؟ سخت یې ودردولم، دده یو، یو شعر مې ذهن ته راته، کاش چې دی د خبرو وای او ما ورسره خوږ مجلس کړی وای، خو د مجلس نه و.
سر ته یې تر ډېره ودرېدم خو بابا سترګې و نه غړولې، سر ته یې د دروزو خولۍ او پګړۍ را ځوړنده وو، د دروزو خولۍ او پګړۍ تصویرونه را یادول:
په څلوېښتمو کلونو کې چې دی کابل ته راغلی و، نو همداسې د دروزو خولۍ او پګړۍ یې پر سر وه. هغه وخت دی په عکسونو کې تروتازه ښکارېده.
ما بابا په تصویرونو کې ډېر ښکلی او جذاب سړی لیدلی و، تکه سپینه یو مټی ږیره یې پر مخ وه، خو اوس حمزه راغونج شوی، راټول شوی او سرګومه پروت دی.
له حمزه سره د خبرو ارمان مې په زړه پاتې شو ، بیا مې د ده شور په هدیرو کې لټاوه:
یو شور یې د شهرت و، شوم ورپېښ په پېښور
حمزه مې په خاموشه هدیرو کې لټاوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب