Homeخبرونهپاکستان د یوې بلوڅې ځانمرګې د نیولو ادعا کړې ده

پاکستان د یوې بلوڅې ځانمرګې د نیولو ادعا کړې ده

تاند:( دوشنبه، د کب لومړۍ) د پاکستان پولیسو ادعا کړې، چې د بلوچستان په مرکز کوټه ښارکې یې یوه بلوڅه ښځه د ځانمرګي برید د پلانولو په تور نیولې ده، خو د ښځې کورنۍ او بلوڅ فعالانو دا تور رد کړی او ویلي، چې پاکستان په داسې جبري نیونو بلوڅان تر فشار لاندې راولي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد پولیسو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ماهل په نوم دا بلوڅه یې  د کوئټې په سيټلايټ ټاون سیمه کې نيولې او له هغې څخه يې د چاودېدونکو توکو جاکټ تر لاسه کړی دی.

د بلوڅ فعالانو یوه مدافع نصرالله بلوچ ویلي: ” هغه يې له خپله کوره نيولې وه او له ځانه سره يې وړې ده. دا تورونه چې هغه ځانمرګې بريدګره ده بې ځايه دي. “

د نصرالله بلوچ په خبره نيول شوې ماهل بلوڅ مېړه درې يا څلور کاله وړاندې د پاکستاني ځواکونو له لوري په يوه مقابله کې وژل شوی دی او دوی دوې لوڼې لري.

د لادرکه بلوڅانو د ټولنې د راپور له مخې، یوازې د روان میلادي کال له پيله تراوسه په پاکستان کې ۳۷ نور بلوڅان نادرکه شوي، چې له ډلې یې ۳ تنه بیرته پيدا شوي دي.

دغه ټولنه وايي تېر کال یې حکومت ته د 770 لادرکه کسانو نوم لړ يا ليسټ ورکړی وو چې 300 تنه پکې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...