یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهافغاني سرې میاشتې ترکي زلزله ځپليو سره څلور نیم میلیونه افغانۍ مرسته...

افغاني سرې میاشتې ترکي زلزله ځپليو سره څلور نیم میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

تاند:( سی شنبه، د دلوې پينځه ويشتمه)‏ افغاني سرې میاشتې لپاره د ترکیې له زلزله ځپلي ولس سره څلور نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه.

طالب چارواکي وايي، یاده مرسته په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای ته د افغاني سرې مياشتې د طالب رئیس مولوي مطيع الحق خالص په لاس وسپارل شوه؛ څو د سفارت له لارې د ترکیې د سرې میاشتې په لاس زلزله ځپلیو وګړو ته ورسوي.

مولوي مطیع الحق خالص د یادې مرستې د سپارلو پر مهال د ترکیې سفیر ته د نورې مرستې او هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

کابل کې د ترکیې سفیر د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې یاده مرسته به تر زلزله ځپلیو کورنیو ته په سالمه توګه ورسوي.

 تر دې وړاندې د طالبانو حاکمې ادارې هم له ترکي زلزله ځپلیو سره د ۱۰ میلیونه افغانیو او د سوريې له زلزله ځپلیو سره د ۵ میلیونه افغانیو مرسته کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب