Homeخبرونهکابلوف:ط ګوډاکی حکومت نسکور کړ، خو په حکومتولۍ نه پوهيږي، خپله هم...

کابلوف:ط ګوډاکی حکومت نسکور کړ، خو په حکومتولۍ نه پوهيږي، خپله هم نسکورېږي

تاند:( سی شنبه، د دلوې پينځه ويشتمه)‏ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه تازه مرکه کې د طالبانو پر حکومتولۍ توندې نيوکې کړي دي.

نوموړي ويلي:« په دې ځانګړي وخت کې، موږ د افغانستان د ټولنیز-اقتصادي وضعیت په اړه اندیښمن یو، د نورو ننګونو تر څنګ تروریزم او مخدره توکي سره يو ځای شوي او وضعيت ېې د اندیښنې وړ ګرځولی دی.»

د هغه په ​​وينا، طالبانو “د امريکايانو او ټولو ګوډاګيو حکومتونو په شړلو” ښه کار وکړ، خو “د حکومت چلولو څرنګوالی يې نه دی زده کړی.”

کابلوف زیاتول:”طالبانو څو څو ځله دا خبره تکرار کړې، چې درسونه يې زده کړي او پخوانۍ تېروتنې به نه تکراروي. خو اوس موږ بيا د دوی د تېروتنو تکرار وينو، چې د افسوس خبره ده.»

کابلوف وویل: “طالبان کله ناکله په ساده شیانو نه پوهیږي، په ځانګړې توګه کله چې د دوی ځواک ته ننګونې نه وي موجودې. زما مطلب جدي ننګونکي دي چې کولی شي دوی مینځه یوسي. دا ننګونې به د بهر څخه څوک نه راوړي. دا به د افغانانو یو عادي عکس العمل وي ځکه چې د دوی لپاره به په داسې شرایطو کې ژوندي پاتې کیدل خورا ستونزمن وي.»

 د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي وویل، موږ تر خپله وسه هڅه کوو چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په پراختیا او د بشري مرستو په لېږلو سره پر افغانانو فشار کم کړو او دې کار ته به دوام ورکړو. خو طالبان باید د وضعیت د ښه کولو لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړي یا لږ تر لږه د داسې پرمختګ لپاره لاره پرانیزي، چې موږ یې دا مهال نه وینو.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان تر اوسه د خبرو له مختلفو بڼو سره سره د خپل چلند په بدلولو کې پاتې راغلي، کابلوف وویل چې دیپلوماسۍ او د قانع کولو یوه لاره شته.

طالبانو د روسیې د ځانګړي استازي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...