پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeخبرونهپرایس: که لازمه شوه په افغانستان کې د داعش پر ضد عملیات...

پرایس: که لازمه شوه په افغانستان کې د داعش پر ضد عملیات کوو

تاند (سې شنبه، د دلوې ۲۵مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، که لازمه وویني د داعش پر ضد د افغانستان په خاوره کې عملیات کوي.

د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت ویندوی نیډ پرایس دا خبره د یوه روسي چارواکي د دې ادعا په ځواب کې وکړه چې ګواکي امریکا په افغانستان کې د داعش ننګه کوي.

پرایس پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، امریکا د داعش د خراسان څانګې پر ضد عملیاتو ته ځان ژمن ګڼي او که اړتیا پیدا شوه او ورته څرګنده شوه چې دا ډله د امریکا او د امریکا د شریکانو پر ضد دسیسې جوړوي، پر ضد به یې عملیات وکړي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې له نیزا ویسیما ګازاتا خپرونې سره په مرکه کې ویلي و امریکا او بریتانیا د داعش له خراسان څانګې سره مرسته کوي او په عین حال کې د طالبانو مشرانو ته خبرداري ورکوي چې د بې پېلوټه الوتکو بریدونه به پرې وکړي څو هغوی چین او روسیې ته ځان نژدې نه کړي.

کابلوف دغه راز ادعا کړې چې امریکا او بریتانیا ډیرې هڅې کوي چې د داعش هر راز ملاتړ وکړي او له دې ډلې څخه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي چې د منځنۍ اسیا هیوادونه تر فشار لاندې راوړي او له روسیې څخه دا هیوادونه بېل کړي. تیره شپه د طالبانو د حکومت ویندوی وویل چې د کابل ښار په کارته نو مېنه کې د دوی ځواکونو د داعش پر یوه پټنځای د برید په ترڅ کې د دې ډلې یو شمېر جګړه مار وژلي دي.

د سیمې څو اوسېدونکو تاند ته وویل چې له څو چاودنو وروسته پر له پسې ډزې اوري.

طالب ځواکونو سیمه کلابنده کړه او ادعا کېږي چې طالبانو لږترلږه ۱۰ داعشیان وژلي او یو تن یې له څو ښځو سره په یوه کور کې ژوندي نیولي دي.

طالبانو د دې عملیاتو په ترڅ کې د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی