یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد سوالګرو د راټولولو کمېټې تر ۸ زره ډیر سوالګر نامستحق او...

د سوالګرو د راټولولو کمېټې تر ۸ زره ډیر سوالګر نامستحق او حرفوي وبلل

تاند (سې شنبه، د دلوې ۲۵مه) د طالبانو د حکومت له لوري د سوالګرو د راټولولو لپاره ګومارل شوې کمېټې د روان کال د سلواغې تر ۲۴مې پورې، د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۲۸ زره ۴۳۳ سوالګر راټول کړي دي.

د طالب چارواکو په وینا، د دغو سوالګرو په منځ کې ۱۲ زره ۲۷۲ ښځې دي چې تر ارزونې وروسته یې پنځه زره ۶۱۷ تنه مستحقې او شپږ زره ۶۵۵ تنه نور یې حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

دغه راز د راټولو شویو سوالګرو له ډلې، درې زره  ۷۱۶ تنه نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۱۱۹۳ مستحق او دوه زره ۵۲۳ نور یې حرفوي سوالګر ګڼل شوي دي.

پر دې اساس ۸۱۴۰ نامستحق بلل شوي دي. خو د پام وړ ټکی دا دی چې اکثره ښځې نامستحقه پېژندل شوي حال دا چې د طالبانو په نظام کې ښځې د کار حق نه لري.

د طالبانو د باحتر خبري اژانس د راپور له مخې، په راټولو شویو سوالګرو کې ۱۲ زره ۴۴۵ ماشومان هم شامل دي چې له دې جملې څلور زره ۳۵۹ تنه یې مستحق، ۸ زره ۱۶ تنه یې حرفوي او ۷۰ نور یې بیا بې سرپرسته دي.

خبر زیاتوي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته پر اعاشې سربېره د زده کړې او تعلیم زمینه هم ورته برابرېږي.

په همدې حال کې افغاني سره میاشت ټولنې ویلي چې د سوالګرو کورنیو هر غړي ته په میاشت کې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب