شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد فبرورۍ ۱۵ مه عمومي رخصتي اعلان شوه

د فبرورۍ ۱۵ مه عمومي رخصتي اعلان شوه

تاند: (سې شنبه، د دلوې ۲۵مه) د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت سبا چهارشنبه د ۱۴۰۱ هـ لمریز کال د سلواغې میاشتې ۲۶مه، عمومي رخصتي اعلان کړه.

دغه وزارت ويلي چې سبا ورځ له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او وتلو له ورځې سره برابره ده، ځکه یې په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

طالبانو تېر کال هم په دغه ورځ عمومي رخصت اعلان کړې وه.

ياده ورځ د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام له لوري هم عمومي رخصت اعلانيده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني شوروي اتحاد وارث اوسنۍ روسیه په افغانستان کې د طالبانو له حاکمې ادارې سره د ښو اړيکو له لرلو سره، په وروستيو کې د دغې ادارې پر حکومتولۍ توندې نيوکې کړي او ويلي چې که د طالبانو حکومت په اوسني ډول افراطي او انحصاري وي، دوام نه شي کولی.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب