پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+په اسلام مبارک دین کې د علم ارزښت

په اسلام مبارک دین کې د علم ارزښت

حکمت الله نیازی

اسلام علم او علماوو ته ډېر قدر ورکړی دی او په ډېر احترام ورته قایل دي او مسلمانانو ته یې امر کړی دی چې د تل لپاره په علم کې زیاتوالې وغواړئ لکه فرمایي چې:

وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا

ژباړه:ووایه!پروردګاره!زما علم (پوهه)زیاته کړه

علم

د علم لغوي ماناوې:

علم یوه عربي کلیمه ده چې مانا ېې پوهیدل،خبرېدل،  زده کول او د درک (Since)  ته وایي.

او علم په اصطلاح کې بیا ډېر زیات تعریفونه لري چې مهم ېې په لاندې ډول دي:

د بهرني واقعیتونو زده کړې او پوهې ته علم وایي.

باید ووایو چې د علم او ایدیالوژي ترمنځ توپیر شتون لري چې توپیر ېې په لاندې ډول دی:

په یو مثال کې دا توپیر بیانوو: که چېرې موږ غواړو چې په افغانستان بحث وکړو یعنې د افغانستان په تاریخ،جغرافیې،ملیت،کلتور،سیاست او زراعت او په نورو شیانو بحث  کوو نو بیا دې ته علم وایي ځکه چې مونږ په دې څېړنه کې هغه شیان څېړو چې کوم شیان مو په خپلو سترګو لیدلي او د یو څېړونکي او لیدونکي په څېر پاتې شوي وي،او هر هغه څه مو چې لیدلي دي او د خپلو احساساتو له ښکاره کولو څخه پرته مو بیان کړي وي.

خو کله چې د همدې څېړونو په اړه خپل نظر،نیوکه، ستونزې او د حل لارې بیانوو نو  بیا دې ته ایدیالوژي وایي.

نو په لنډه توګه کولای شو چې د علم او ایدیالوژي ترمنځ توپیر په لاندې څوټکو کې بیان کړو.

۱:علم د واقعیتونو او د حقیقتونو په هکله څېړنه ده، اما ایدیالوژي د واقعیتونو په هکله باور دی.

۲:علم واقعیتونه کشفوي، خو ایدیالوژي واقعیتونه جوړوي یا هم خلق کوي.

۳:عالم له تجربې، کتنې او څېړنې څخه وروسته نظر ورکوي، اما ایدیالوژي په ذهن او پوهه حقیقت بیانوي.

مفکر ټول شیان له فکر څخه وایي او د خپل فکر،د ثبوت لپاره د هغې خبرې د ثبوت تر وخته پورې له خپلې خبرې څخه دفاع کوي او اصلاح او سمون په کې راولي.

اوس غواړم چې په ثقافت باندې خبری وکړو ځکه چې مونږ اصلي موضوع علم دی نور خپله ثقافت په خپل اصل کې د پوهې څخه بحث کوي نور لاندې بحث کوو.

ثقافت

د ثقافت لغوي مانا:

ثقافت یوه عربي کلیمه ده او له ثقف څخه اخیستل شوی ده چې د مهارت په مانا دی یعنې د ثقافت عملي او علمي اړخه څخه مهارت او پوهې په مانا دی.

ثقافت په پښتو ژبه کې د کلتور کلیمې سره معادله کلیمه ده چې پهانګلیسي کې کلچر)Culture)په شکل استعمالیږي.

د ثقافت اصطلاحي مانا:

ثقافت په اصطلاح کې غیرتخصصي علم ته وایي.

د مثال په توګه:یو کس غواړي د خپل مسلک څخه پرته د بل مسلک په اړه د نورو مسلکونو په اړه عمومي علمي او عملي معلومات ولري نور بیا مونږ ورته ویلې شو چې هغه کس یو مثقف انسان دی.

اسلامي ثقافت:

ټول هغه معلوماتو ته وایي چې د یو مسلمان په ایمان،اخلاق،او عبادت پورې اړه ولري.

اوس کیدای شي چې د ډېرو لوستونکو سره دا پوښتنه پېدا شي چې مونږ ولې اسلامي ثقافت وایو او یاهم د دې لوستل مونږ ته څه ګټه لري یاهم دا به یې فکر کې ګرځي چې د ثقافت لوستل یوازی د مُلا یا مولوي کار دی چې په حقیقت کې دا تصور ناسم دی.

بیا نور په لاندې ډول سره به مطالعه کوو چې د اسلامي ثقافت لوستل مونږ ته څومره ګتور تمامېدای شي.

ځواب:مونږ اسلامي ثقافت ځکه وایو چې په اسلام کې د دینيمعلوماتو لاس ته راوړل په هر مسلمان فرض عین دی.

د اسلام مبارک دین پر علم او پوهه ولاړ دین دی او علم یې پر ښځه او نارینه فرض کړی دی ځکه چې د اسلام پېل له )اقرا(چې لومړنې ایت د قران عظیم الشان دی نور ښځه او نارینه ته لازم دی چې تعلیم وکړي ترڅو وکولای شي چې پوهه ترلاسه کړي.

مګر دا دې هم هېره نه وي چې چې په اسلام مبارک دین کې اسلامي علوم پر دوو برخو ویشل شوی دی.

۱:فرض کفایي

ټول هغه علمونه چې د انساني نړۍ په ګټه دي او وي د اسلامي ټولنې لپاره په خېر تمامیږي او له هغې څخه پرته د مسلمانانو ژوند له ستونزو سره مخ کیږي د اسلام له نظر دغه ټول علوم فرض کفایي دي.یعنې لازمه ده چې د دغو علومو په زده کړه او ورزده کړه کې کوښښونه وشي او د زده کړی لپاره یې ښوونځي او علمي مرکزونه پرانیستل شي او په دې اړخ کې علمي کدرونه وروزل شي او کله چې چا خپله د دې علم لپاره ځان ونوماوه او نورو هم تایید کړ نور بیا دا علم پر هغه فرض عین شو او نور ځینې خلاص شول او چېرته هیچا هم د دې لپاره ځان وړاندې نه کړ او ټولنه بې برخې ځینې پاتې شوه نور ټوله ټولنه د الله تعالې په وړاندې مسؤوله ده.

نور په دې اساس ټول علوم (شرعیات، حقوق، طب،انجینري، ژونالیزم، اقتصاد، ادبیات، ویترنری، زرعت، فارمیسي، ساینس، ټولنیز علوم، ارواپوهنه، ښوونه اور وزنه، اداره او منجیمنټ،…..) او داسې نور. فرض کفایي علوم دي او که چېرته د ټولنې خلکو په دې اړخ کې کدرونه ونه روزل نور ټول مسؤول دي او مقصر دي او که چېرته په یو ملک کې د دغو زده کړو لپاره خلک وټاکل شول نور دا د هغو کار دی اوعام اوسیدونکي یې له ګناه څخه خلاص دي.

۲:فرض عین

لازمه ده چې هر مسلمان د عقیدې او د اسلام د نورو بېلابیلو نظامونو په اړه لکه باوري،عبادتي،ټولنیز،سیاسي،اقتصادي،او اخلاقي نظامونو په اړه معلومات او په کافي اندازه علم ولري ترڅو خپله شپه او ورځ د هغه په چوکاټ کې تېره کړي،نور دغه معلومات او علم پرهر مسلمان فرض عین دی.

البته د اسلامي علومو تخصص د شرعیاتو په پوهنځیو پورې اړه لري اما د اسلامي احکامو پوهه چې مخکې مو وویل پر هر مسلمان فرض عین ده چې په دې خاطر موږ ړ هېواد په ټولو دولتي او شخصي پوهنتونو کې اسلامي ثقافت د یوه ځانګړي درس په ټوګه وایو.

نور په دې اساس هر مومن کس او مسلمان باید د یو داکتر،انجینر،ساینس پوه،ژونالیست،ارواپوه،سیاستمدار،حقوق پوه،پیلوټ،او نورو سربېره یو مسلمان هم وي.ځکه چې د الله تعالې په وړاندې هر څوګ مسؤلیت لري چې د سلام مبارک دین احکام زده او د هغې په چوکاټ کې خپل ژوند ته ښکلا وروبخښي،خپلې کورنۍ ته اسلامي زده کړی ورکړي او زمینه ورته باید برابره کړيترڅو دوی وکولای شي چې د یو غېرمسلمان سره د مخامخ کېدو په وخت کې کوښښ وکړي چې هغه ته د اسلام مبارک دین ته بلنه ورکړي.

ځکه چې په قرانکریم کې وایي د عصر په سورت کې)وَالعصَ ر –  انَّ ا لانسا نَ لفَی خُسرٍ – ا لاَّ الذَّینَ ءامَنوا وَعَ ملوُا ال ص ا لحا تَ وَتوَاصَوا  بالحَ  ق  وَتوَاصَوا  بالصَّب ر(په دې سورت کې د ایمان په درلودلو،له زیانونو څخه د خلاصون، د خدای جل جلالهُ د امرونو پرځای کولو او نیکي ته د رابللو په اړه بیان شوی دی.

او په همدې توګه یو مسلمان مکلف دی چې موحد)د یو الله تعالې پرسته(اوسي،خپل کارونه د خدای تعالې د امرونو سره سم ترسره کړي.او په خپلو معاملاتو کې اسلامي ارشادات په نظر کې ولري،د خپل هېواد سیاسي او اقتصادي جوړښت کې اسلامي بڼستونه او اساسات په نظر کې ولري،او انسانان نه شي کولای چې خپل ژوند ټوله د الهي ارشاداتو څخه پرته ترسره کړي.

یو مؤمن انسان په هر ځای او هر حالت کې په کور کې،په وظیفه کې،په ښار بازار کې په سفر کې او له هېواده بهر یو مسلمان دی او په هر حالت کې هغه یو مؤمن ته لازمه او ضروري ده چې هره شېبه د خپلو ایماني ډندو څخه باخبر اوسي،د یو مسلمان د ژوند اساس پر الهي احکامو ولاړ دی.

یو کس څنګه کولای شي چې دا ټول د حقیقت پېژندنې څخه پرته درک کړي؟

الله جل جلالهُ په )الاسراء سورت په۳۵ایت(کې فرمایي:وَلاَ تقَفُ  ما لیَسَ لکََ  به  علمٌ ا نَّ السَّمعَ  وَالبصََرَوَالفؤُادَ کُلُّ اوُل یٔکَ کانَ عَنهُ مَسؤلاً

مسلمانانو ته فرمایي:د هغه څه په اړه چې علم نه لری مه دریږی،د اوریدلو او لیدلو حس،د انسان زړه او دا ټول مسؤلیت لري.

لنډه دا چې یو مسلمان نه شي کولای چې الهي حکمونه پر ځان،کورنۍ،ترلاس لاندې کسانو او حتی اسلام ته په بلنه او دعوت کې پرته له زده کړی عملي کړي.

نور له دې څخه ښکاري چې چې زمونږ په دین )اسلام( کې علم او تعلیم څومره اړین دی.

لیکوال:حکمت الله نیازی

مأخذونه:

۱:سورت،اقرا،قرآن عظیم الشان

۲:سورت،الاسراء،قرآن عظیم الشان

۳:اسلامي نړۍ لید،عبدالله مسلمان،لیکوال

7 COMMENTS

  1. ډیر په زړه پوری او غوره مضمون مو لیکلی ، دینی علوم به مو عقیده ، دین او عمل جوړ کړی لاکن عصری علوم مو عقیده او دین ساتی ، عصری علوم چه څوک د الله ج درضا لپاره او د هغه د دین دخدمت لپاره زده کوی د هغه مجاهد مقام لری څوک چه د اسلام د محاز او قلعه ساتنه کوی ،نو که دغه مجاهد خپله توجه دینی مطالعی او یا عبادت ته واړوی او کفار په هغی قلعه او محاز حمله ورشی ، نو ضرور دغه مجاهد چه عبادت کی مشغول شوی خاین ګنل کیږی . له بلی خوا کهدینی علوم هم څوک د نیا په نیت لولی او غواړی چه امامت او وظیفه پری پیداکړی د یو نجار څخه چه نجاری ذده کوی کوم اضافه امتیازنلری، نو هرکار کی نیت موهمه دی

  2. ګران ورور نیازی صاحب ډیر ښه ارزښتناکه مطالب د وقت د نیاز سره سم راټول کړی الله رب العزت مو په قلم او عمر کی خیرونه ډیر کړه ۰
    قرانکریم کی تر زرو ۱۰۰۰ زیات ایاتونه د تکوین په اړه شتون لری ، د امت علماوو د تفسیر ایات الکٙونیه
    تر عنوان لاندی وخت په وخت د علومو د پرمختګ سره سم تفاسیر لیکلی ، یو له معتبرو معاصرو علماوو نه ډاکټر نابلسی دی چي تالیفات یی په فارسی هم ترجمه شوی ، دډی عالم بعضی کتابونه زموږ کتاب پلورنځیو کی هم پیدا کیږی ۰
    خو د اسلام د صحیح تصویر وړاندی کولو د پاره موږ باید اسلام او ساینس تحقیقاتی مرکز ولرو،چي ځینی اسلامی ملکو کی دا کار حکومت د معتبرو پوهنتونو په واسطه ترسره کوی او کلنی یا
    څو کالو کی یو واری مسلمان متخصصین او محققینو ته دعوت ورکوی تر څو خپلی نوی موندنی د اعجاز قران په مقالو کی بشریت ته وړاندی او انسان خود شناسی ،د الهی نعماتو پر ځای او تر ټولو
    ښه استفاده د بشریت د خیر او فلاح لپاره کما فی السابق لارښوونه او دعوت ورکړی چی دا علمی او
    ساینسی قیادت هم تر اوو پیړیو زیات د اسلامی امت پر غاړه وو هغه سلسله چي معلم د بشریت صلی الله علیه و سلم د امت د جوړولو لپاره خپل مسئولیت اداء او کار یی اهل ته وسپارو،تر څو چی
    د امت کار او امانات اهل سره یی وو ، او د انحضرت صلی الله علیه و سلم په نقش قدم روان وو هغه قیادت د بشریت په ټولو ساحو کی، امت سره وو ، خو کله چي امراء په غفلت ، انحراف او انحصار ګکړ شوی نو بیا دامت عزت او قیادت موقف بایلل شوی ۰

    • مننه کوم جناب داکتر صیب
      انشاءالله چې لومړی دین(اسلام)او بیا به ګران هېواد ته خدمت کوم.

  3. ټول به اپړو دوپړو باندې په خوټو کلک تړلي یاست او له ډاره ، د انسانانو ابتدایې قوانین او قواعد همیشه پالش کوۍ ! جاهلیت دی او که ددوزخ نه ډار ؟؟
    افغانستان ددیني مریضانو هغه مرستون دی چې په هغه کښې ټول دیني لېونیان ژوڼد کوي ، کوم چې روغوالی نلري ! دا جاهل او منافقین اوس د ښځو په تعلیم کې هم دیني وحشې لارې عملي کوي چې د بخښلو وړ ندی ! دین د جهالت په دوره کې خو ډ نن ورځې زهني مکروب دی چې غټ خنډونه جوړي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب