شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهعلي وزیر له نژدې ۲ کلونو زندانه وروسته خوشي شو

علي وزیر له نژدې ۲ کلونو زندانه وروسته خوشي شو

تاند (سې شنبه، د دلوې ۲۵مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان په ملي جرګه کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر بالاخره نن د کراچۍ له محبسه خوشي شو.

علي وزیر د ۲۰۲۰ د دسمبر په ۱۶ مه په پېښور کې ونیول شو او د سند ایالت پولیسو ته وسپارل شو ځکه چې د سند پولیسو یې خلاف دوسیه درج کړې وه چې ګواکي نوموړي په سُهراب ګوټ کې خلکو ته په وینا کې د دولت خلاف خبرې کړي او د ولس د پارولو هڅه یې کړې ده.

علي وزیر پر ځان لګول شوي تورونه پر له پسې ردول او محکمو هم ثابت نه کړای شول.

د علي وزیر د خلاصون هرکلي ته ګڼ شمېر پښتانه د زندان خولې ته ورغلي وو او نوموړی یې په یوه لاریون کې د کراچۍ سُهراب ګوټ سیمې ته، چې اکثره اوسیدونکي یې پښتانه دي، بدرګه کړ.

علي وزیر له زندانه له راوتلو وروسته وویل«اوس هم پر خپلو خبرو ولاړ یم او خپلې مبارزې ته دوام ورکوم.»

علي وزیر او په ټوله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د قانوني حقونو غوښتنه کوي، د پوځ له لوري د غیرقانوني نیونو او بې محاکمې اعدامونو مخالفت کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ باور لري چې د سند پولیسو د پوځ په اشاره علي وزیر ته دوسیه جوړه او ونیوه.

سره له دې چې علي وزیر د ملي جرګې غړی و، د نوموړي ضمانت بې دلیله نه منل کېده.

په تېرو څه کم دوو کلونو کې پښتون ژغورنې غورځنګ او ځینو نورو ګوندونو د علي وزیر نیونه په ځلونو وغندله او د هغه د خلاصون غوښتنه یې وکړه.

د علي وزیر د کورنۍ ګڼ غړي وژل شوي یا بې درکه کړای شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب