Homeخبرونهد بادغيس چاودنې ۲ کباړ ټولونکي ماشومان مړه کړي

د بادغيس چاودنې ۲ کباړ ټولونکي ماشومان مړه کړي

تاند: (سې شنبه، د دلوې ۲۵مه) د بادغیس لپاره د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند صديق الله صادقي وویل، چې دغه پېښه د آبکمري ولسوالۍ د آغک کلي په يوه پوسته کې هغه وخت رامنځته شوه، چې دغه ماشومان د اوسپنې د زړو ټوټو په راټولولو بوخت وو.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه پوسته له دې وړاندې د جګړو پرمهال ویجاړه شوې وه.

په افغانستان کې د زړو اوسپنو په ګومان له ډېره وخته بېوزله ماشومان ناچاوده توکيو ته لاس ور وړي، چې د مړينې سبب یی ګرځي.

 د اقتصادي او بشري ناورين له شدت سره، افغانستان کې پر ماشومانو شاقه کارۍ او نورې ستونزې هم زياتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...