شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: تر ۹۸ سلنه ډېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې...

ملګري ملتونه: تر ۹۸ سلنه ډېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې او مرستو ته اړ دي

تاند: (سې شنبه، د دلوې ۲۵مه) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال یومیکو تاکاشیما په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې له افغانستان سره بشري مرستې باید دوام ولري.

هغه وویل چې د افغانستان تر ۹۸ سلنه ډېر خلک د فقر تر کرښې لاندې دي او د هېواد نیمايي وګړي عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

تاکاشیما په افغانستان کې د نجونو د زده کړو ځنډېدو ته هم اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې په کابل کې د سرپرست حکومت وروستیو پرېکړو پر بشري مرستو ناوړه اغېز کړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال وویل: “یو شی چې زه له مرسته کوونکو څخه غوښتنه کوم هغه دا دی چې موږ هره ورځ خلک ځوروي. موږ دلته په افغانستان کې یو او غواړو له خلکو سره مرسته وکړو.” “نو مهرباني وکړئ موږ سره مرسته وکړئ .”

ده زياته کړه: د افغانستان په سويل ختيځ ولايت پکتيکا کې ،له څه د پاسه ١٣٠٠ کورنيو سره د کور جوړولو په برخه کې مرسته شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې مهمې بولي.

“ذبیح الله مجاهد” وویل: نړۍ باید د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. ستونزې باید حل شي او بله دا چې د افغانستان له ثبات او امنیت سره مرسته د ټولې سیمې او ټولو هېوادونو په ګټه ده.»

يو شمېر کتونکي بیا د طالبانو د مشرانو افراطي پریکړې د بشري مرستو او خپله د دوی لپاره تاواني بولي او ټينګار کوي، چې طالبان بايد ژر اصلاح او تغير غوښتونکي ډلې ېې په کندهار کې له مېشتو سخت دریځو طالب مشرانو څخه خپله لاره جلا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب