شنبه, مې 18, 2024
Home+د فبرورۍ ۱۳ مه د راډیو نړیواله ورځ

د فبرورۍ ۱۳ مه د راډیو نړیواله ورځ

نن د فبرورۍ ۱۳ مه د راډیو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د ۲۰۱۰ م کال د هسپانیا د اکاډیمي راډیو یونسکو ته وړاندیز کړه. د یونسکو اجراییه پلاوي هم دا وړاندیز د ۲۰۱۱ د سپټمبر په یوولسمه په خپله اجنډا کې شامل کړ.

دا ورځ د نورې نړۍ لپاره له دې کبله مهمه ده چې د بې شمېره تلویزیونونو، ویبپاڼو، د نیټ فلکیس په شان د فلمونو او کیبلي او انترنیټي شبکو په منځ کې راډیو تقریباً ورکه ده خو زموږ په هیواد کې، چې تلویزیونونه له راز راز سانسورونو سره مخامخ دي او د بیان ازادي کمرنګه شوې ده، راډیو د ډیرو لپاره د معلوماتو د ترلاسه کولو لا هم مهمه سرچینه ده.

د راډیو د څپو له لارې لومړنی پیغام څه باندې ۱۲۰ کاله مخکې خپور شو.

راډیو په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۹ کال کې د وخت د شاه غازي امان الله خان په وخت کې فعالیت پيل کړی او لومړۍ راډیو په دغه هیواد کې د راډیو کابل په نامه خپرونې پيل کړې.

تیر کال د راډیو له نړیوالې ورځې سره هممهاله د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې وویل، په افغانستان کې له وروستیو سیاسي تحولاتو سره لږ تر لږ ۸۷ راډیوګانو خپل فعالیتونه بند کړي او د رسنیو زرګونه کار کوونکي بېکاره شوي دي.

د دې ټولنې ویاند پرویز امین زاده وویل چې په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو مخکې ۳۰۰ راډیويي ستېشنونو فعالیت کاوه چې اوس مهال د ګڼو راډیوګانو فعالیتونه د مالي او ناڅرګند سیاسي وضعیت له امله بند شوی دی.

ښاغلي امین زاده زیاته کړه چې د افغانستان د ازادو ژورنالستانو ټولنې د څېړنو په اساس د دغو غږیزو رسنیو په بندېدو سره ۳۱۲۳ کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې ۱۳۲۹ تنې یوازې مېرمنې دي..

نوموړي زیاته کړه: “په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو تر رامنځته کېدو وروسته د راډیويي پروګرامونو د تولید، خپرولو او محتویاتو په څرنګوالي کې زیات تغیرات لیدل شوی دي، په اکثره ولایتونو کې د راډیو لپاره د ښځینه خبریالانو کمبود او حتی نشتوالی یې له جدي ستونزو څخه دي.”

خو له هغه وروسته په تېر یو کال کې وضعیت لا خراب شوی دی. ګڼې نورې رسنۍ په تیره بیا راډیوګانو خپل فعالیت درولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب