سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهد ترکیې او سوریې ګډه پوله کې زلزلې سلګونه تنو ته مرګ...

د ترکیې او سوریې ګډه پوله کې زلزلې سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند:( دوشنبه، د دلوې اوولسمه)‏ ‏د سوریې پولې ته څېرمه د ترکیې په جنوب ختیځ کې د یوې زورورې زلزلې له امله سلګونه کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي.

د ترکیې او سوریې د چارواکو له قوله د مړو شمېر تر ۵۰۰ اوښتی، خو احتمال شته چې دا شمېر زیات شي.

د 7.8 درجې زلزله د دوشنبې په سهار په داسې حال کې وشوه چې خلک په خوب ویده وو او له هغه راهیسې په څو ساعتونو کې لسګونه زلزلې احساس شوي دي.

ژغورونکي په دواړو هیوادونو کې د سلګونو ودانیو د نړیدو وروسته د خاورو لاندې د خلکو د ژغورلو لپاره هڅې کوي.

ترکیې په اغیزمنو ولایتونو کې اضطراري حالت اعلان کړ او له خلکو یې وغوښتل چې د ګرځنده تلیفونونو کارولو څخه ډډه وکړي، ترڅو ژغورونکو سره همغږي شي.

په ترکیه، سوریه، لبنان، قبرس او اسراییلو کې ملیونونو خلکو دغه زلزله احساس کړې ده- د زلزلې مرکز د ترکیې د غازیانتپ ښار ته نږدې و.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیو ګانې څرګندوي، چې د‌ زلزلې د شدت له امله یو شمېر لوړ پوړيزې ودانۍ نسکورېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب