شنبه, اپریل 20, 2024
Home+اسلام او د اسلام نقش د فرد او جامعې په جوړولو کې

اسلام او د اسلام نقش د فرد او جامعې په جوړولو کې

 تاج وحدتیار
“افراد جامعه جوړوي او ټولنه د افرادو په جوړولو کې موثر نقش لري. د فرد د رشد او تکامل لپاره ښه ټولنه په کار ده او ښه جامعه د ښو اشخاصو په لاس جوړیږي. د فرد او ټولنې موازنه ساتل پکار دي.”
اسلام او د اسلام نقش د جامعې په جوړولو کې د ارواښاد ګل پاچا الفت ارزښتمن دیني کتاب دی. د کتاب ټوله محتوا پر همدې عنوان او د عنوان اړوند څنګزن بحثونه جوړوي. الفت صاحب هڅه کړې چې د اسلام د سکې زنګ وهلی اړخ صیقل کړي او نندارې ته یې کېږدي. زه د اسلام تطبیقي اړخ یادوم او مرحوم پاچا همدا نقطه ځیرلې. زموږ ټوله اسلامي پوهه پر وچه فقه، د ائیمه‌وو پر فقهي مجادلو، ږیره او پایڅو کې را ایساره ده. خو الفت صاحب د اسلام عمق او روح ته متوجې شوی.
د مرحوم الفت د دې اثر مهتمم او مرتب مرحوم الفت دی. د ارواښاد الفت زوی شهید عزیزالرحمان الفت ښیم. کتاب د الفت صاحب د ژوندانه په وروستیو شپو کې لیکل شوی او د ده د کلونو کلونو تجربو، مطالعو، مشاجرو او مباحثو نچوړ دی. د کتاب بڼه وچه روایتي نه ده؛ بلکې تخلیقي او تحلیلي ده. کتاب مرحوم الفت په (۱۳۵۶) ل.ل کې پای ته ورساوه، څه وخت وروسته ترې ومړاو کتاب یې یتیم پرېښود. الفت زیاتوي چې لوی الفت ته اجل د دې کتاب د بیا کتو مجال هم ورنه کړ. د کتاب ټول بحثونه د کار بحثونه دي. ژبه یې بې عیبه او بې غیبه ده. کنه زموږ د دیني کتابونو املا او د لیک ژبه خو بیان ته اړتیا نه لري.
د کتاب ټوله تکیه پر دې ده چې خدای ستا فردي اعمالو ته نه، بلکې په جامعه کې ستا رفتار ته ګوري او ویني دې چې په جامعه کې دې اخلاقي وزن څومره دی؟ بدبختانه موږ دین ترپينځه وخته لمانځه او د تسپو په ټک ټک کې ایسار کړی خو د اسلام اجتماعي او اخلاقي برخه چې د اسلام زړه جوړوي؛ له اسلام طرد کړې. دین له لارې د اغزي پورته کول دي، دین په روڼ وچولي له نورو سره مخېدل دي، دین په لاس او ژبه نورو ته  ضرر نه رسول دي او دین….
د کتاب بحثونه حقوق العباد، د اسلامي جامعې تشکیل، د طبقاتي جامعې اضمحلال، د اسلامي اخلاقو غایه او موخه او نوردي. وایي چې یو وخت د چا دعوه وه نو حضرت عمر رض سړي ته وویل ته یو شاهد راوله. شاهد د سړي ښه په درز کې ستاینه وکړه. عمر رض ورته وویل ته یې نږدې ګاونډي یې چې مدخل او مخرج یې درته مالوم وي؟ شاهد وویل نه. عمر رض بیا وپوښت په سفر کې ورسره ملګری شوی یې چې اخلاقي مکارم يې درته څرګند شوي وي؟ شاهد وویل نه. بیا يې ورته وویل چې د درهم اودینار معامله دې ورسره کړې چې تقوا یې درته مالومه شوي وي؟ سړي وویل نه. دا ځل حضرت عمر رض ورته وویل ګومان کوم چې په جومات کې دې لیدلی چې قران یې په لوستلو زمزمه کاوه او خپل سر یې ټيټ او جګ کړی؟ شاهد وویل هو. حضرت عمر مدعي ته وویل چې لاړ شه، داسې سړی راوله چې تا پېژني.
په بې شماره نبوي احادیثو کې د بشرپالنې او هیومانیسم بیلګې شته. هلته د مومنون او مسلمون پر ځای د الناس پر کلمې تاکید دی. په یوه حدیث شریف کې راځي: ستاسو خدای یو دی، پلار مو یو دی، له ادمه پیدا یاست او ادم له خاورو. خدای ته هغوی نږدي دي چې باتقوا او پرهیزګاره دي. عرب پر عجم او سپین پر تور لوړاوی نه لري.
په یو بل حدیث کې چې د اسلام بنسټ تشکیلوي، راځي: [خیرالناس من ینفع الناس] ښه خلک هغه دي چې خلکو ته یې ښه ورسیږي. دلته خلک یاد شوي. خلک عام نوم دی او د هرې طبقې، ایډیالوژۍ او مذهب پر خلکو اطلاق کیږي.
په یوه بل حدیث کې راځي چې [الناس عیال الله و احسن الناس الی الله احسنهم الی] خلک د خدای عیال دي او په دوی کې ښه خلک هغه دي چې خلک پکې خیر مومي.
د کتاب وروستۍ او غوښنه برخه اسلامي تصوف ته ځانګړې شوې. د الفت صاحب له ژوندانه ښکاري چې د بیت الله شریف له زیارت وروسته او د مرګ په ورځو کې ګوښی او په خلوت کې و. اسلامي تصوف یې بې پرې او عالیشانه ډول څېړلی. پر معتزله‌وو، اشاعره‌وو او پر علم الکلام سرخلاصوونکي بحثونه شته. فکر کیږي چې د ژوند په وروستیو کې مرحوم الفت تصوف ته تمایل درلود.
ما زقران مغز را برداشتیم/ پوست را به دیګران بګذاشتیم
په ټوله کې کتاب اسلام له جومات او پینځه وخته لمانځه راباسي او زموږ پر چرګۍ، چوترې، دېرې او هوجرې یې راننباسي. دا هم را ته وایي چې خالق مو د کعبې په سوري کولو نه خوشالیږي؛ بلکې پر دې خوشالیږي چې د خلکو زړونه سوري نه کړو.

1 COMMENT

  1. دغسې مردارې خبرې انسانان په جهالت او مذهبي لېونتوب کې تړي ! اوس دین او مذهب ته ضرورت نشته ځکه چې زاړه قواعد ټولنه مخته نشي بو ولی او اوس انسانان په ازاده دیموکراتیکه فضا کې ژوند غواړي ، د عربو او یهودو زاړه قوانین د انسانانو دټولې بختي عوامل دي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب