جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهمجاهد په روسیه کې د افغانستان په اړه کيدونکې غونډه نیمګړې وګڼله

مجاهد په روسیه کې د افغانستان په اړه کيدونکې غونډه نیمګړې وګڼله

تاند:( دوشنبه، د دلوې اوولسمه)‏ ‏د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبیح الله مجاهد په روسیه کې د افغانستان په اړه کيدونکې امنيتي غونډې ته په اشارې ویلي، چې د دوی له استازي پرته د افغانستان په اړه جوړېدونکي غونډي نیمګړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمي هیوادونو د امنیتي غونډې د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا غونډه به راتلونکې اونۍ د ګڼو هیوادونو د ملي امنیت شوراګانو د مشرانو په کچه ترسره شي.

هغه ویلي چې په دې غونډه کې به د روسیې، چین، هندوستان، پاکستان، منځنۍ اسیا او مرکزي شوراګانو مشران د افغانستان په اړه خبرې او مشورې کوي.

کابلوف د دې ترڅنګ زیاته کړې چې یادي غونډي ته د طالبانو د حاکمې ادارې استازي نه دي بلل شوي.

 د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بيا ویلي چې د افغانستان په اړه چې کومي غونډي جوړېږي په هغه کې باید د دوی استازي حضور ولري ترڅو د حاکمې ادارې موقف پکې په ښکاره او دقیقه توګه څرګند کړي.

 مجاهد زیاته کړې: ( د مسکو د غونډي په اړه یو ځل بیا تکراروو چې افغانستان هیچا ته تهدید نه دی او نه باید څوک په دې اړه څه تشویش ولري. بل دا چې دغه هیوادونه باید له افغانستان سره په ډیپلوماتیکه او تجارتي برخه کې خپل روابط نور هم تقویه کړي ترڅو دائمي ثبات رامنځته شي او په دې توګه د سیمي په کچه د امنیت او ثبات په برخه کې مهم ګام واخیستل شي.)

د طالبانو څارونکي باور لري، چې دغې حاکمې ډلې له واکمنيدو وروسته ېې په سيمه کې خپل پخواني لابي ګران هم له ځانه راضي نه کړای شول.

د دوی په باور، طالبانو ته به له اوسنيو سخت دریځيو سره دوام کول ستونزمن شي.

2 COMMENTS

  1. افغانستان اوس صاحب لری هغه د احمدشاه ابدالی او میرویس اولاده ده که هر لالو اوپنجو جلوسونه او غوڼډی کوی هسی خپل وخت به ضایع کړی دا اوس هغه پخوانی حاکمان ندی چی دهر دالا او داوس خبری ومنی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب