جمعه, اپریل 26, 2024
Home+آیا مصنوعي ځیرکتیا (AI) به زموږ په نسبت پرمختللي شي؟

آیا مصنوعي ځیرکتیا (AI) به زموږ په نسبت پرمختللي شي؟

 لومړۍ برخه

لیکنه: پورفیسور سټیفن هاوکېنګ

ژباړه: هلمند اڅړ

ځیرکتیا د انسان د معنا د ثقل مرکز دی، هر څه چې تمدن وړاندې کوي د بشر د هوښ پایله ده. DNA له یو نسل څخه بل نسل ته د ټول ژوند لېږدوونکي ده. ان د ژوند پیچلي شکلونه او اطلاعات له سېنسرونو (سترګو او غوږونو) څخه اخلي او په مغزو یا نورو سیستمونو کې کار پرې کوي چې باید څه لازم اقدام باید ترسره کړي. د کهکشان په  13.8ملیارده نوري کاله عمر کې په ځانګړي نقطه کې یوه ښایسته پېښه وشوه. د اطلاعاتو دا اوښتون Process دومره ځیرک شو چې د ژوند بیلابېلو شکلونو هوښیاري او پوهه پیدا کړه. زموږ شته جهان اوس هوښیار شوی دی او له ځان خبر دی. زه دا یو بریالیتوب شمېرم چې موږ توانېدلي یو چې د خپل د شته جهان په اړه چې موږ دلته ژوند کوو، دا ډول کره درک ته رسېدلي یو.

فکر کوم چې د چینجي او د کمپیوټر د کار کولو په اړه کوم د پام وړ توپیر شتون نه لري همدارنګه په دې باور هم یم چې د ژوند تکامل دا ښيي چې د انسان او چینجي د مغزو ترمنځ کیفي توپیر شتون نه لري. په دې ډول ویلی شو چې کمپیوټر کولی شي چې له انساني هوښ سره برابر شي او ان ورڅخه مخته هم شي. ممکنه ده چې یو څیز له خپلو پلرونو او نیکونو څخه هم په هوښیارتیا کې مخته شي: موږ تکامل کړی او د خپلو نیکونو په نسبت موږ هوښیار او ځیرک موجودات یو، انشټاین له خپلو پلرونو څخه ډېر هوښیار و.

که چېرته کمپیوټرونه د میږيو له قوانینو څخه پیروي وکړي (یو ځل په هرو اتلسو میاشتو کې د حافظې د ظرفیت او د چټکتیا دوه برابره کېدل) نو ویلی شو چې همدا کمپیوټرونو به په راتلونکو سلو کلونو کې بشر څنډې ته کړي. په هغه زمانه کې چې مصنوعي ذهانت د مصنوعي هوښ په جوړولو کې له انسان څخه پرمختللی شي، دوی به ګام په ګام د انسان له مرستې پرته ځانونه پرمختللي او ښه کړي. ممکنه ده چې د ځیرکتیا له چاودنې سره مخامخ شو، په پایله کې به ماشینونه له انسان څخه هم په هوښ کې پر مخ ولاړ شي. کله چې داسې پېښه وشي نو باید ډاډمن شو چې کمپیوټرونه هم زموږ په څېر موخې لري. که چېرته وسوسه وکړو او رټ هوښیار ماشینونه د علمي-تخیلي کیسې په څېر وګڼو نو اشتباه به مو کړي وي، شاید ترټولو لویه اشتباه به مو کړي وي.

په تېرو شلو کلونو کې مصنوعي ځیرکتیا په هغو هوښیارو عواملو او سیستمونو باندې تمرکز کړی دی چې په ځانګړو محیطونو کې درک لري او اقدام کوي. په دې خبره کې ځیرکتیا په احصائیوي او اقتصادي عقلانیت پورې اړه لري. په ساده ژبه یعنې: د ښو پرېکړو د نیولو وړتیا، طرح جوړول او پایله اخیستل.

د وروستیو فعالیتونو په پایله کې په مصنوعي هوښ، د ماشین زده کړې، احصائیې، د کنترول تیورۍ، عصب پېژندنې او نورو څانګو کې د بېلابېلو نظریو ګدوالي او یووالی په لوړه سطح لیدل کېږي.

د اوښتون/پروسس او اطلاعاتو ته د لاسرسي ځواک ترڅنګ د یوه ګډ نظري چوکاټ رامنځته کولو سره په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري لکه: د خبرو پېژندل، د انځورونو چاڼول، په خپل سر موټرونه، ماشیني ژباړه، متحرک روباتونه او د سوال او ځواب سیستمونه.

په دې او نورو برخو کې پرمختګ او بدلون، له آزمایښتي څېړنو نیولي تر اقتصادي ارزښتمنو نوښتونو؛ ټوله د یوه ارزښتمن دوران پایله ده. په کار کې کوچنیو پرمختګونو هم ډېر لوی نقدي ارزښتونه رامنځته کړي دي او د څېړنو لپاره په پانګه اچونه کې په لوی لامل بدل شوي دي. اوس دا همنظري شتون لري چې د مصنوعي ځیرکتیا څېړنې په چټک ډول د پرمختګ په حال کې دي او اغېز یې احتمالاً په ټولنه باندې ډېرېږي. ډېرې احتمالي ګټې دي چې مصنوعي هوښ به یې رامنځته کړي، نشو کولی چې د دې وړاندوینه وکړو چې کومو شیانو ته به لاس رسی پیدا کړو. د ناروغیو او بې وزلۍ ورکېدل امکان لري. د مصنوعي هوښ د ډېر پتانسیل په دلیل، له احتمالي خطرونو او د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه څېړنه مهمه ده. د مصنوعي هوښ د جوړولو بریالیتوب به د بشر په تاریخ کې ترټولو لویه پېښه وي.

له بده مرغه همدا پېښه به وروستی لاسته راوړنه هم وي خو که پام وکړو چې څه ډول له خطرونو څخه ځان وساتو. مصنوعي هوښ د یوې وسیلې په ډول کولی شي چې زموږ اوسنۍ ځیرکتیا د علم او ټولنې په برخه کې د پرمختګ لپاره ډېره کړي. سربېره پردې به خطر هم له ځان سره ولري، په داسې حال کې چې ثابته شوي ده چې د مصنوعي هوښ د لومړیو شکلونو پرمختګ ډېر ګټور و خو د داسې څیز د جوړولو ډار لرم چې له انسان سره برابري وکړي یا به بشر شاته کړي.

دا اندېښنه چې: مصنوعي هوښ به په خپل سر پرمختګ وکړي او له خپل ډېرېدونکي سرعت سره به ځان بیا جوړ کړي خو انسان چې تر تکاملي ژوند پورې محدود دی، دومره رټ ورو دی چې نه شي کولی له مصنوعي هوښ سره رقابت وکړي او په دې ډول ځایناستی شي. په راتلونکي کې ممکنه ده چې مصنوعي هوښ به په خپل سر پرېکړه وکړي چې له موږ سره به په ټکر کې وي. ځینې بیا په دې اند دي چې بشر کولی شي د تکنالوژۍ سرعت د ډېرې مودې لپاره تر خپل لاس لاندې ولري، که څه هم زه د بشر په اړه د خوشبین سړي په توګه پېژندل کېږم خو په دې اړه بیا ډېر ډاډمن نه یم.

د بېلګې په توګه، نظامي ځواکونه به په نړۍ کې د وسلو مسابقې ته لار هواروي چې له خپل سریو(اتومات) وسلو څخه به پیل شي. داسې وسلې چې په خپله موخې ټاکي او له مینځه یې وړي. په داسې شرایطو کې چې د ملتونو ټولنه د داسې وسلو د مخنیوي لپاره په یوه تړون خبرې کوي، د اتوماتو وسلو پیروانو د ترټولو مهمې پوښتنې له جوړولو څخه ځان ناخبره اچولی دی. د دې وسله والو مسابقو وروستۍ ټکی څه دی او آیا د بشر لپاره غوښتل شوي دي؟ آیا رښتیا غواړو چې ځیرکې وسلې به د سبا ورځې ارزانه کلشینکوفونه وي او په تور بازار کې په جنایتکارانو او ترهګرو وپلورل شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب