شنبه, اپریل 27, 2024
Home+تيروتنه | عارفه عنایت الله

تيروتنه | عارفه عنایت الله

لومړی ورځ وه. په ملکي بس کې مخ په پوهنتون روانه وم. ډيره زياته ناوخته هم وم، بس ورو ورو لکه کیشپ روان و او زما د زړه دربا دوه چنده زياتېده. بس خوړیت پړیت د امير کډوس زمانې کله يو طرف ته زنګېدل او کله بل طرف ته نو وخت مې خلکو او بهر په کتلو سره تیر کړل.

مخامخ یوه پښتنه ښځه ناسته وه چې په لاس کې یې ناروغ ماشوم او په څنګ کې یې یوه ښکلي حيا داره پښتنه پیغله وه. چورت راغی مال که په دې نجلۍ چا درسونه ویلي ووای اوس به یې ښکلا دوه چنده وه. د دې راتلونکی به یې د مخ په څیر ځلاند او روښانه و مګر های های د پښتنې نصیبه..!

په دغه چورت کې وم چې ګورم بس ته يوه سپین سرې انۍ راوخته. بس ټول ډک و نو مجبوره شوه چې ودريږي. هغه سپین سرې انۍ مې مخ ته ودرېده او زما سکون ورسره وتښتیده. فکر مې وکړ چې ښه! دا دومره درسونه دي وويل، قال الله او قال رسول دې وويل، د هغه به نن دا نتيجه وي چې سپین سرې انۍ ته ځای نه ورکوې. زړه فورا وويل چې نه، ډرايور ته دې د دغه سیټ پیسې ورکړي او اوس چې جګه شي نو د پیسې ورکولو څه ګټه؟ ضمیر هم چوپ پاتې نه شو. ښه ااا! نن ته دې سپین سري ادې د ځای نه ورکوې، سبا به دي خپله مور په بس کې دغسې ولاړه وي او څوک به ځای نه ورکوي. ګوره، همیشه مکافات عملي کيږي. بس ضمیر زما کمزوري درک کړه. زړه مې له مور سره مينه لري. دغه اورېدل و چې چټکه له ځایه جګه شوم، سپين سري انۍ می کینوله او خپله ولاړه شوم.

زړه مې یو ډول د خوښي احساس وکړ. ځان تر ناستو کسانو ډیر جګ، لؤړ او با ظرفه ښکاره شو. بيا دريدلي، دريدلي خلګو ته مې کتل پیل کړ. په انۍ مې سترګي ولګېدلې. چرت راغی چې ولا خدای پاک فرمايلي ستاسو د نیکۍ زه دوه چنده بدیل درکوم. آبس نو بيا چرتونه راغلو چې څنګه خدای پاک زما د نيکۍ په بديل کې اجرونه او کيدای شې ځیني مسلې مې را حل کړي. کاشکې خدای پاکه! ته زما د دغې نیکي په بديل کې زما د پلار پلانۍ مشکل حل کړې. او هو رښتيا! درسونه مې مشکله دي. کاشکي مې خدای پاکه په هغه کې مرسته وکړې. نه، نه، هغه زما د ورور پلانۍ کار بند ده، هغه پلیز ور سم کړه… نه ولا! سبا و بله ورځ به خپله سپين سري يې او خداینخواسته دغسې به په ډک بس کې پیښه شوې يې او بیا به دغسې کومه جینۍ یې چې ځای به درته خالي کوي… دغه به ښه وي. خدای پاکه! دغه نیکي راته ریسټور کړه چې بیا په هغه وخت کې په درد راته وخوري. ناڅاپه بس ته جټکه ولګيده او د چرتونو ماڼۍ مې ونړېده.

 بس هسې مې له ځانه او انسانه بد راغی. موږ رښتيا هم څومره مطلب اشنا او کمزوره مخلوق یو‌. په هر شې، په هره نیکي او په هر کار کې خپل مطلب ګورو او يو نه څو، څو مطلبونه. مثال یې زه خپله! چې یوه وړه غوندي نيکي چې سر بیره مې په زړه کې لږ زره تکبر او بیا د دغې نیکي په بديل کې له خدای پاک نه یو نه بلکې بیلابېلو امتيازاتو توقعات!

ښه خو به دا وي چې کله هر نیک کار کوو نو نیت مو فقط د خدای پاک رضا وي. چې کله مو نیت سم شو نو نور مشکلات او مسایل به خدای پاک خپله حل کړي. زموږ لومړنی مشکل په نیت کې وي. پښتانه ډېر ښکلی وای چې نیت صفا منزل اسان

 دا وړې تيروتنې خدای پاک د انسان په فطرت کې ایښي دي او له دې څخه نه تيښته شته او نه خلاصون. بهتره هغه څوک دي چې خپله تیروتنه درک کړي او د اصلاح کولو کوښښ یې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب