جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهمحبوبه سراج پر حاکمې ادارې د توندو نيوکو تر څنګ، دوی سره...

محبوبه سراج پر حاکمې ادارې د توندو نيوکو تر څنګ، دوی سره د نړيوال تعامل غوښتنه وکړه

تاند:( سې شنبه، د دلوې اتلسمه)‏ د افغانستان مشهوره ښځینه فعاله محبوبه سراج، چې په دې وروستیو کې د سولې د نوبل جایزې لپاره هم نومانده شوې، د طالبانو حاکمې ادارې سره د نړيوالو تعامل غوښتنه کړې ده.

د فارن پالیسۍ د راپور له مخې، نوموړې چې د سخت دریځو طالبانو د بيا واکمنۍ پر مهال هم په افغانستان کې پاتې شوې، وویل:« په افغانستان کې ښځې ورکې شوې دي. هره ورځ داسې ښکاري چې دوی نوي فرمانونه صادروي ​​او په سیستماتیک ډول ښځې له عامه ژوند څخه وباسي.»

هغې وویل: «موږ نور شتون نه لرو. موږ نه لیدل کیږو. موږ ته اجازه نشته چې څه وکړو، هرچیرې لاړ شو، مطالعه وکړو، کار وکړو.»

هغې، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د سولې د خبرو پر مهال د ښځو حقونو ته د درناوي په اړه د طالبانو ژمنې درواغجنې وبللې.

مېرمن سراج زياتوي د طالبانو له راستنیدو راهیسې، دوی هغه ژمنې درواغجنې ثابتې کړې، چې د ښځو د حقونو په اړه ېې غربي چارواکو سره کړې وې.

په داسې حال کې چې افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې نابودۍ پړاو ته نږدې شوی، ۷۵ کلنې مېرمن سراج فارین پالیسي ته وویل، د دې وخت رارسېدلی چې نړۍ له طالبانو سره تعامل وکړي.

هغې وویل، له هېواده د نامتو، لوستو او پياوړو افغانانو وتل په هېواد کې د کادرونو تشه رامنځته کوي او لوی زیان دی.

نوموړې زياتو:« د 18 میاشتو وحشت وروسته، د دې وخت دی چې “د هغوی [طالبانو] کیسه هم واورئ. موږ باید واقعا یوې پایلې ته ورسیږو. له طالبانو سره باید خبرې پیل شي. اوسنی وضعیت د زغملو نه دی، ځکه تر ټولو درنه بيه يې د افغانستان بې وزله خل، په خاص ډول ښځې او ماشومان پرې کوي.»

سراج د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي پاچا امان الله خان وريره او د افغان ښځو د مهارتونو د پراختیا د مرکز اجرایوي مشره ده.

 دغه مرکز په په کابل کې د هغو ښځو او ماشومانو لپاره له کورني تاوتریخوالي څخه د ژغورنې پناه ځایونه جوړوي، چې د هغې په خبره طالبان يې غواړي په زندان کې واچوي.

 د جمهوري نظام پر مهال هم، نجونې او میرمنې اکثرا هغه وخت بندیانې وې چې له پلرونو یا میړونو څخه تښتیدلې یا د اړیکو په شک کې وې.

سراج وايي:« هرکله چې زه له طالبانو سره خبرې کوم، هغوی ته وایم چې تاسو یو هیواد یرغمل کړی دی. دا کار مه کوئ. زه له دوی څخه پوښتنه کوم، تاسو څومره خلک یاست – 300,000, 400,000, 500,000؟ او د افغانستان نفوس څومره دی؟ څلویښت ملیونه. ښځې څومره دي؟ شل ملیونه. څنګه کولای شئ چې موږ له پامه وغورځوئ؟ تاسې له موږ سره څه کوئ؟ زه همدا خبره نړۍ ته وایم: تاسې څنګه د دغه وضعیت دوام ته اجازه ورکوئ؟»

سراج د افغانستان په اړه د ډېرو بهر مېشتو افغانانو د اجنډاوو او تفرقې اچولو له هڅو خواشینې ده.

هغه زياتوي:« دوی باید بیرته راشي او وګوري چې ژوند د هغو کسانو لپاره څه ډول دی چې نه شي کولای هېواد پريږدي. “دوی خپله اجنډا لري، خو هغه څه چې زه ګورم په افغانستان کې ورته اړتیا ده [دا ده چې] موږ باید یوې هوکړې ته ورسیږو. له طالبانو سره باید خبرې پیل شي.»

د هغې دغه غوښتنه، له مختلفو مخالفتونو سره هم مخامخ شوې ده.

د مېرمن سراج مخالفانو هغه له طالبانو څخه په ملاتړ تورنه کړې، خو پلويان يې باور لري، چې د هغې منتقدین اکثره د قومي تبعيض له کبله مېرمن سراج نه شي زغملی.

محبوبه سراج د افغانستان د يووالي د مخالفانو او تفرقه غوښتونکو خلاف غوڅ دريځ لري او دوی د افغانستان د تباهۍ په هڅو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب