یکشنبه, اپریل 2, 2023
Home+په نرواکه ټولنه کي د نجونو د ژوند تصوير 

په نرواکه ټولنه کي د نجونو د ژوند تصوير 

شکیبا پکتین
که له طبي لحاظه وګورو د جنسيت تعينول د پلار په کوروزمونو پوري تړاو لري خو بيا هم مور ملامته بلل کيږي او بد رد ورته ويل کيږي چي نجلۍ يي زيږولې ده.
کله چي په يوه کورنۍ کې يوه نجلۍ دنيا ته راځي د کورنۍ غړي يې ډير خفه وي، حال يې خراب وي، مور ته به يې بدرد وايي، بد سلوک به ورسره کوي حتي مړه کوي يې.  په داسي حال کې چې دا د الله تعالي اراده او خوښه ده چې د مور له رحم څخه نجلۍ دنيا ته راولي که هلک!
دا د افغاني ټولنې په ځانګړي ډول د پښتنو نجونو او ښځو د ژوند يو هغه اړخ دی چې هره ورځ يې نړۍ ويني او اکثريت پښتانه دا خبره مني چې دا ستونزه شته خو د دوی د ژوند داسي اړخونه هم شته چې له سترګو پناه دي او حتا زيات نارينه دا خبره نه مني چي افغانستان يوه نرواکه ټولنه ده. زه يو کوچني مثال راوړم.
له پيدايښت سره سره خو موږ دا خبره وکړه چي نجلۍ پيدا کيدل عيب او په ښه سترګه نه ورته ګوري د لويدو پر مهال همدا نجلۍ له پامه غورځول کيږي په کور کي د نجلۍ او هلک په اړه غبرګونونه بيل بيل انداز کي وي له خوراک لباس خبرو زدکړو هر څه کي توپير لري هلک ټول حقونه لري او نجلۍ نه د نجلۍ زده کړې ته اهمیت نه ورکول کېږي. د ژوند ضروريات يې هم د نورو په خوښه وي لکه د يو غلام
د ژوند هره غوښتنه به يي د کورنۍ غړو ته بې ارزښته وي، د زده کړو اجازه په ډيرو ستړيو او مبارزې تر لاسه کوي د باندي د تګ اجازه حتي د ښوونځي ته د تللو اجازه به اخلي که اجازه هم ورکول شي د باندي ښوونځي ته لاړه شي خو بيا هم په مطمين زړه زده کړه نه شي کولي د عمر لويدو سره يي محدويتونه هم زياتيږي يا دا چي په کم عمر کي به يي واده کوي يا به هر وخت د کورني له خوا ورته ويل کيږي (دا د هر پښتانه په کور کي د نجونو ته مکالمه ده ) چي نوري زده کړي بس دي ! ليک او لوست د زده ده نور څه پري کوي او دا زده کړي به يي يا د شپږم ټولګي پوري وي يا هم په ټول زور تر دولسم ټولګي پوري چي دا زده کړي په اوسني نړي او دغه وخت کي په هيڅ حساب دي بدبخته افغان نجونو ته هر ډول شرايط بهانه کيږي او د محرومي زندان ته اچول کيږي په داسي حال کي چي زمونږ په کليو کي اوس رواج شوي ده ښار خو پرمختللي دي چي که کوم پلار خپل ګران زوي ته جلۍ غواړي چي واده ورسره وکړي نو اول پوښتنه او غوښتنه داکوي چي داسي تعليم يافته جلۍ مي زوي ته  راوګوره نو ظالمه دا جلۍ خو له موره تعليم يافته نه پيدا کيږي زده کوي يي چي هغه هم په هغه ښونځي کي چي تا يي د نرتوب په نوم دروازه تړلي !
يوه خبره خو دا ډيره عامه ده چي د انجونو د پلار او ورور په ذهن کي به د لور او خور واده کيدل وي دا چي بل کورته ځي او زده کړي يي زمونږ لپاره کټه نلري بغير له دي نه چي د لور او خور خوشحاله ژوند او روښانه راتلونکي په نظر کي ونيسي خو اوس د دي کار څه کوي چي حکومت انجونو او ښځو ته  د خدماتو وړاندي کيدو پر ځاي چي په 2022 کال کي په عموم ډول د انجونو ښونځي دشپږم ټولګي نه پورته بند دي که دانجونو ښونځي همداسي بند پاتي شي د يو لوي بحران سره به مخ شو چي جبران به يي خورا ډير سخت وي.
همداسي يو بل پسي زمونږ په ټولنه کي د انجونو کار کول وظيفه لرل ډير سخت دي ډيري کمي کورني د خپلو لوڼو او خويندو ته د کار کولو اجازه ورکوي خو ډيري کورني بيا نه ورکوي خنډونه به ورته ګوري بيا به هم يو بد او خراب شرايط ورته بهانه کوي هغه شرايط که د کورني ستونزه وي که د محيط ستونزه وي يا که هره کومه بله ستونزه وي خو زياتره پلرونه دا فکر لري چي عزت به يي د  سوال لاندي راځي خپلوانو پر وړاندي به سرټيټي وي وايي به چي په خپلي لور او خور پيسي ګټي ! بيغيرته پيسه دوست ده همداسي نوري ډيري خبري په همدي ډول د لور کار کول د باندي تلل او وتل به ورته ننګ ښکاري نو لور او خور به په دي قانع کوي چي واده شوي نه يي يا د واده نه وي کړي د کار کولو او وظيفي لرلو اجازه نلري خو له واده وروسته به يي خاوند او خوسرګني هم ورته وايي چي تا د پلار په کور د وظيفي او بهر تللو اجازه نه لرله دلته يي هم نلري له پخوا د مسوليت هم ډير شوي رنګا رنګ خبري به لا نوري ډيري ورته وکړي له دي پرته نوري ډيري بدبختي دي چي يوه يوه يي يادو د انجونو د ژوند تحقيقي کتاب ته اړتيا ده چي  انجوني زمونږ  په ټولنه کي لاس او ګريوان دي ورسره په دي ډول د يوي جلۍ روښانه راتلونکي د يوي جلۍ يو وياړلي شخصيت د ځان کورني او ټولني لپاره له منځه وړي چي ديته جبر ظلم ويل کم بربريت ويل حق کار دي او که دا بربريت دوام وکړي سل کاله وروسته به هم دا بربريت د اوج په نقطه کي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب