جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد پوهنتون استاد د تحصیلي اسنادو له څېرلو وروسته کابل کې پر...

د پوهنتون استاد د تحصیلي اسنادو له څېرلو وروسته کابل کې پر کراچۍ کتابونه پلوري

تاند:( چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏ په کابل کې د يوه خصوصي پوهنتون استاد اسماعيل مشعل، چې څه موده مخکې ېې د نجونو د زده کړو د دفاع لپاره په یوه ټلویزیوني مرکه کې خپل تحصیلي اسناد څېرلي وو، اوس په کابل کې پر یوې کراچۍ د کتابونو پلورل شروع کړي.

هغه پر خپلې کراچۍ د « زده کړې پر ټولو نارينه او ښځينه وو فرض دي» له شعار سره ښار کې ګرځي او د مختلفو برخو کتابونه پلوري.

اسماعیل مشعل شاوخوا يو مياشت مخکې د طلوع نيوز په يوه ژوندۍ خپرونه کې، د نجونو پر زده کړو د طالبانو د رژيم د بندیزونو پر وړاندې د اعتراض په ډول خپل تحصیلي اسناد وڅېرل او له استادۍ څخه یې استعفا اعلان کړه.

اسماعیل مشعل هغه مهال ویلي وو، چې څېرلي اسناد ېې اصلي او په هندوستان کې د ماسټرۍ په ګډون د اتلس کلنو زده کړو اړوند وو.

د‌ مشعل دغه اعتراض څخه وروسته، د افغانستان په مختلفو سيمو کې د پوهنتونو ګڼو نورو استادانو هم د نجونو پر پوهنتوني زده کړو د بنديز په غبرګون کې له خپلو دندو استعفاوې وکړې.

د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر دندو او کار بندیز د طالبانو د حاکمې ادارې له هغو پريکړو دي، چې په ملي او نړيواله کچه ډیرو توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

1 COMMENT

  1. د استاد مشعل اسلامي ، ملي او انساني روحیې نه ځارشم . ای کاش ټولو افغانانو داسې اسلامي ، ملي او افغاني احساسات او شعور درلودای .
    اوس پر ټولو متدینو ، وطنپالو ، د اسلامي او افغاني روحې لرونکو افغانانو دا فرض او ملي وجیبه ده ، چې د ښاغلي استاد مشعل هر اړخیز ډول حمایت او لاسنیوی وکړي . که د چا هېڅ په وسه نه وي ، نو په میاشت کې خو دې یو ټوک کتاب له استاد مشعل نه واخلي ، هم به یې د مطالعې او معلوماتو سطحه لوړه شي او هم به له دغه دروند او قدرمن استاد سره مالي مرسته شوي وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب