جمعه, فبروري 6, 2026
Homeکلتورد کابل یو شمېر تاریخي ځایونه بیا رغول کیږي

د کابل یو شمېر تاریخي ځایونه بیا رغول کیږي

تاند:( چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏ ‏د کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ د یوې ګډې ناستې په ترڅ کې، د کابل ښار د یو شمېر مهمو تاریخي ځایونو (بابر بڼ، چهلستون، د تیمورشاه مقبره او بڼ ) د بیارغونې په اړه بحث او ځینې پرېکړې شوي.

کابل ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګي برخې طالب مرستیال عتيق الله عزيزي وويل چې، دکابل د کلتوري ميراثونو او تاريخي آبداتو دساتنې په پار به، يو شمير تاريخي ځايونه بیاورغول شي.

 نوموړي په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ له دوامداره همکارۍ څخه د مننې په ترڅ کې، دا اړینه وګڼله څو دغه اداره په پوره همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رييس قاري ولي ګل جواد ویلي چې، په کابل ښار کې تاريخي او اسلامي ارزښتونه د کابل ښاروالۍ لومړيتوبونه دي.

نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ د کابل ښار د تاریخي او لرغونو سیمو د بیارغونې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د کابل تاریخي بڼونو ته ځانګړې پاملرنه لري.

کابل ښاروالۍ په ناسته کې د تاریخي ځایونو د رغونې د اړوندو پريکړو جزییات نه دي په ډاګه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...