شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهملا برادر هندي کمپنۍ سره د ارغستان بند د تړون لغوه کیدو...

ملا برادر هندي کمپنۍ سره د ارغستان بند د تړون لغوه کیدو امر کړی

تاند:( چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏ د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دوی اقتصادي کمېسیون غونډه کې ځینې موضوعات بحث شوي.

د نوموړي د دفتر د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې کانونو او پټرولیم وزارت دې د تخار د چاه آب ولسوالۍ د سمتي سیمې سرو زرو کان آزادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

همدا راز د اقتصادي کمېسیون له لوري د اوبو او انرژۍ وزارت ته سپارښتنه وشوه څو له هندي کمپنۍ سره د ارغستان بند جوړولو قراردادد ملي تدارکاتو کمېسیون لخوا فسخه کړي او د یاد بند د سروې، ډیزاین او ساختماني چارو کارونه دې آزادې داوطلبۍ له لارې مخکې یوسي.

سرچينه زياتوي، چې همدارنګه په یاده ناسته کې د مالیې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، اقتصاد وزارت،چارو ادارې لوی ریاست او د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت له استازیو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د دولتي شرکتونو په اړه د طالبانو د مشرتابه عالي مقام، ریاست الوزراء محترم مقام، کابينې او اقتصادي کمېسیون ټول حکمونه او پرېکړې په هر اړخیز ډول وڅېړي.

د ملا برادر د پریکړې له مخې، یاده کمېټه دې د دولتي شرکتونو قانون، جوړښت، مدیریت، نظارت او نورو اړوندو اړخونو ته کتنه وکړي او دا دې جوته کړي چې د دولتي شرکتونو اوسنی جوړښت مؤثر دی او که نه. نوموړې کمېټه به په دې اړه هر اړخیزه طرحه برابره او اقتصادي کمېسیون ته به یې وړاندې کړي.

طالبانو هندي کمپنۍ سره د ارغستان بند د تړون لغوه کیدو دلایل نه دي روښانه کړي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب