شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب د جمهوري نظام ځينو جنرالانو ته؛ ټولې ستونزې مو حلوم،...

ملا یعقوب د جمهوري نظام ځينو جنرالانو ته؛ ټولې ستونزې مو حلوم، د امنیت ډاډ درکوم

تاند:(چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏ ‏د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” او د نوموړي لوی درستیز قاري فصیح الدین “فطرت” نن د پرزول شوي جمهوري نظام له ځينو جنرالانو او ګڼ شمیر منسوبینو سره ولیدل.

د ملا یعقوب دفتر وايي په‏دغه لیدنه کې ډګر جنرال افضل امان،ډګر جنرال محمد زمان”احمدزی”تورنجنرال شعورګل، تورنجنرال نبي الله، برید جنرال فرید، ډګروال افندي،ګڼ شمیر نورو جنرالانو او دقول اردو قومندانانو ګډون درلود.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مولوي محمد یعقوب”مجاهد”پخپلو خبرو کې وویل:«زموږ او ستاسو یوازینی هدف په هیواد کې امن راوستل دي اوس ددې وخت دی چې تیروزخمونو ته پټۍ ورکړو،موږ باید تعصب ختم کړو اودغه تعصب ختمول اخلاص او مینې ته ضرورت لري.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې ملا محمد یعقوب”مجاهد”له دوی څخه مننه وکړه ددوی ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل، ژمنه یې وکړه چې ددوی هرمشکل به حلوي او دامنیت ساتلو ډاډیې ورکړ.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب د دوی اداره کې پخوانيو پوځي منسوبینو سره په ښه او محترمانه چلند مشهور دی.

نوموړي د طالبانو په اردو کې هم يو شمېر پخواني منسوبین ورسره ګمارلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب