جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهحقاني: نړيوال دې د انساني همدردۍ له مخې خپلو مرستو ته دوام...

حقاني: نړيوال دې د انساني همدردۍ له مخې خپلو مرستو ته دوام ورکړي

تاند:( چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏ ‏د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وزير مولوي سراج الدین حقاني پر نشه يي توکيو د روږدو ۵ زره بستریز مرکز ( آغوش) په پرانیست غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د انساني همدردۍ له مخې افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه راز وویل، چې د دوی له واکمنيدو سره په ميليونونه روږدي ورته په ميراث پاتې شول، خو له څو میاشتو واکمنۍ وروسته د نشه يي توکو کښت او توليد صفر شوى او زرګونه روږدي روغتونو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرسیتال مولوي عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې وويل، چې له نيشه يي توکيو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو لاسنيوی د نړۍ په ځانګړي ډول د ګاونډيو او اسلامي هېوادونو اخلاقي مسؤوليت دی.

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرمولوي امیر خان متقي ادعا وکړه، چې نيشه يي توکي او اداري فساد د تېرو شلو کلونو ميراث دی او طالبان د دغو ناوړه پديدو د له منځه وړلو په موخه جدي هلې ځلې کړې او لا هم دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې دي، چې پخوانيو چارواکو او نړيوالې ټولنې د طالبانو مشران د نيشه يي توکيو په کرکيله او سوداګرۍ کې په لاس لرلو تورنول او ویل، چې دوی د خپلې جګړې یوه لویه برخه پيسې له نیشه یي توکیو تر لاسه کوي.

2 COMMENTS

  1. ښو کارو ته به ښه وایو او بدو ، نارواو ، ظلم اوغیر انساني کړنو ته به بد .
    د طالبانو رویه له نیشه ایي معتادانو او روږدو کسانو سره د ستایلو وړ ده . خدای د وکړي چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو ، دفترونو او د شغل د انتخاب دروازې بېرته پرانیستل شي .

  2. مخدرات او د مخدراتو ترویج یوه نړیواله شومه پروژه ده چی هیله ده طالب ئې په وړاندی د مبارزی توفیق ومومی.
    ” د طالب د لومړی ځل پاچهی په وخت کی کوم نشه ای د غمزی او تاریاکو سامان په شا کړ او په هدیره کی د یو ماشوم قبر په بغل کی ناست او غمزه ئی ډزَوَله، طالب عسکر د یو کونج څخه پر را ووتی ویل هلکه دا څه کوی؟ غمزه ای د ماشوم قبر ته اِشاره وکړه او ی وویل چی طالب جانه د پلار د مرګ غم ډیر را باندی زور دی او غواړم د غمزی په وهلو څو شیبی له غمه ځان لیری کړم، طالب ور غبرګه کړه چی دروغ ولی وائی دا خو د یو ماشوم قبر دی، غمزه ای ور ته وویل: سایِبه زما پلار ماشوم ؤ چی مړ سو”.
    نو خبره می دا ده چی:
    که د معتادینو د اصلاح هیلی غښتلی وی نو ښه خبره ده کنی ټول معتادین باید په یو لیری دښته کی خوښی سی څو د لوږی او تندی او یخنی او تودوخی له لاسه هلاک او ټولنه ئی له شرّه خلاصه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب